پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي د پاکستان په بندرونو کې بند...

د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي د پاکستان په بندرونو کې بند دي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) پاکستاني رسنۍ وایي، چې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي په پاکستاني بندرونو کې بند پاتې دي.

د سرچینو د راپورونو له مخې یواځې د پاکستان په سمندري بندرونو کې د افغان سوداګرو تر ۱۵ زره کانټینره سوداګریز توکي بند پاتې دي.

پاکستاني رسنۍ وايي،ښایي حقیقي شمېرې تر دې هم لوړې وي، خو د دوی په خبره حکومتي چارواکو یادې شمېرې ورسره شریکې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې لاهم پاکستاني چارواکي له سوداګرۍ سره سیاسي چلند نه کار اخلي.

دوی وايي چې له چمن او پېښور سره نږدې هم د افغان سوداګرو تر ۳۵۰۰ کانټینره ډېرسوداګریز توکي بند پاتې دي.

بل لورته  بیا افغان سوداګرو له حکومت نه د دې ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.

دو وایي، هره ورځ په زرګونه افغان زیان ویني که حکومت یې غم ونه خوري ښايي ډيری توکي یې له منځه ولاړ شي.

د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي، چې پاکستان تل په خپلو بندرونو او لارو کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي او ډېر کله له دې درکه افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیان اوړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب