شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله د ملي مصالحې عالي شورا له تشکیل سره مخالفت وښود

عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا له تشکیل سره مخالفت وښود

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۱۰) ارګ تیره ورځ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړیو نوملړ خپور کړ، خو د نوملړ له خپریدو وروسته غبرګونونه راپورته شول.

د ملي مصالحې عالي شورا د نوملړ د خپریدو په دویمه ورځ عبدالله د دې شورا له تشکیل سره مخالفت وښود.

یادې شورا په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د دې شورا رامنځته کول د شورا دمشرعبدالل عبدالله له صلاحیتونو څخه دي او زیاته کړې یې ده، چې د ولسمشرۍ د مقام د فرمان ایجاب نه کوي.

اعلامیه کې ویل شوي ، چې  «د ملي مصالحې عالي  شورا ترکیب باید جامع او ټول ګډونه وي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي، مدني مشرانو او جریانونو سره مشورې پيل شوي دي او ژر به وروستی شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپور شوي نوملړ کې ۴۶ کسان شامل دي، چې په کې د یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سربېره، د حکومت ځینې لوړ پوړي دولتي چارواکي هم شامل دي.

خو بل لورته ارګ بیا وایي ، چې دا نوملړ یې د مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په مشوره جوړ کړی دی.

https://taand.net/%d8%ae%d8%aa%db%8c%da%81%d9%88%d8%a7%d9%84%d9%88-%d8%af-%d9%85%d9%84%d9%8a-%d8%b1%d9%88%d8%ba%db%90-%d8%ac%d9%88%da%93%db%90-%d8%af-%d8%b9%d8%a7%d9%84%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d9%84%d9%87/

د ولسمشرۍ ماڼۍ یواند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي، چې په خپور شوي لیست کې نه یواځې ده چې لاسوهنه نه ده شوې بلکې له ډېرو پراخومشورو وروسته خپور شوی دی.

صدیقي زیاته په دې لیست له عبدالله عبدالله سره ډیر زیات بحثونه او مشورې شوي دي.

نوموړی دغه راز له هغو سیاسیونو چې په دې تشکیل کې له ګډون نه انکار کړی غوښتي، چې د افغان سولې په پروسه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې چې حامد کرزي، ګلبدین حکمتیار او صلاح الدین رباني تیره ورځ د ملي مصالحې د عالي شورا له غړیتوب څخه انکار وکړ.

5 COMMENTS

  1. دا څه ډول ګډوډی روانه ده، دوی خو بیا هماغه پخوانی ببولالی شروع کړی، دامنم او دا نه منم. دسولی په دغه نازک پړاو کی عبدالله بیا غواړی لکه د پخوا پشان مزاهمتونه ایجاد کړی. ښه خبره داده چه ولسمشر غنی اود هغه معاونین دي د عبدالله او دهغه د ډلګۍ جدی مخه ونیسی. او که چیرته یی مخه نشی نیولای نو بیا دې ولسمشر او دهغه معاونین احترامانه استعفاه ورکړی. ځکه د افغانستان د خلکو د صبر کاسه ډکه شویده نور په هیواد کی دوه ولسمشران نشی منلی.
    د طالیبانو په لیست کی ولی تغیر نه راځی.
    عبدالله او ډلګۍ یی همیشه د افغانستان د تباهی لپاره بډی وهلی دی.

  2. دد شورا غړي د آي اس. اي ياران او خوشبينه خلک دي. ايا روغ سری به دا ومني چه ګلبي د ای. اس. آی ډاګي نه دی.
    نو دا شورا دبربادي شوراده له د نه څه شي نه جوړيږي دا خلک په کعبه هم يو له بل سره جوړ نشول نو له د شورا نه د کومي نيکمرغي تمه نشته دا له سره ناکامه ده او دا ناکامي اولسمشر شعوري غواړي.
    ښه کار به دا وي چه دا ملي شورا د پوهنتون له يوه برخه استادانو، بي طرفه روڼ هاندي، نور ملي خلک او له بهره يوه برخه پو هانونه تشکيل شوي واي.
    په د اوسنی شورا کي نه کومه سياسي پوه اونه کومه وطندوستي مينه ليدله کيږي لکه آي اس. ا. چه آي اس. اي سره ناسته کوي.
    اولسمشره دا څه د ريشخند دټيم د جوړ کړي او د کومه ښيګڼي تمنا تري لري دا اولس روغه غواړي تير شي له.ځان ځاني نه لږ زړه سوی په د اولس وکړه.

  3. هغه رواني مریض چې د ګلمرجان نوم یې په ډېر زحمت تر لاسه کړی وو ، دادی بیا په اپلتو پیل کړی او بېرته د ګلمرجانیزم په ساري او مهلک مرض اخته شویدی. الله ج د شفا ورکړي او د نیکي هدایت ورته وکړي . که دهدایت وړ نه وي د افغانستان د مظلومو ، جګړه ځپلو خلکو له مخې دې ورک شي . آمین

  4. ددوکتور اشرف غنی مسلک معامله ګری دی نوموړۍ عبث لاسونه هری خواته غورځوی هغه ته چی امریکا هر امر وکړی نو هغه به منی ، دده څخه په چل بازی اوفریب کښی مداری کرزای ښه تره مهارت لری ، غنی او دی غلامانو دا جمهوریت کاملآ رشخندی ته برابر کړۍ دی ، دا چی دوی خرڅ شوی غلامان دی او امریکا ئي د لوځکو استعمال کار ورڅخه اخلی ، بلی ددی ډالرو بیماری ګرفتاره غلامانو باندی امریکا داسی لوبی روانی کړیدی چی جهان ته وښودل شی چی افغانستان ملت کښی یوازی همدا شخصیتونه موجود دی او بس پس دا افغانان د حکومت کولو وړتیا نلری او غربی نړۍ باید د امریکا سره په ګډه د افغانستان راتلوونکی سرنوشت په هکله تصمیم ونیسی او دداسی مردود تصمیم علامی د پخوا څخه څرګندی دی !!!!

  5. غولـــــــــــمړ جان ته:
    چې زه غواړم سوله وکړم طالبان یې نه مني
    وزیران که معرفي کړم ګل مړجان یې نه مني
    لیونو سره مې سر دی، ګل مړ جان سپور په خپل خر دی
    معنوي غل بیا وزیر کېږي، هيڅ افغان یې نه مني
    په دې تېرو شل کلونو د کرزي له دورانونو
    ټولو لږ څه قانون خپل کړ، پنجشېریان یې نه مني
    له سره پوزي ګل مرجانه تر خبيث لطيف پدرامه
    دي مخبر د ایرانیانو، ستمیان یې نه مني
    په رڼو یې نړۍ ویني چېرې زېږي تروریزم
    خو بې شرمه بې عزته، پاکستان يې نه مني
    بیچاره غني نارې کړي راځی ورونو سوله وکړو
    مرتدان شاهین، برادر او عباس سپیان یې نه مني
    تف لعنت د وي په تاسو چې یاست لرې له انسانه
    هر افغان د سوله تږی، ولې هیبت خان یې نه مني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب