دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهروسیه وایي په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې هڅې زیانمنولی...

روسیه وایي په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې هڅې زیانمنولی شي

تاند (شنبه، د سنبلې ۸) روسیت وایي په بین الافغاني خبرو کې ځنډ د سولې ټولو هڅو ته زیان رسولی شي.

یاد هېواد له افغان حکومت څخه غوښتي چې هر څه ژر د زندانیانو د تبادلې پروسه پایته ورسوي او له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې هر ډول ځنډ د افغانستان سولې په برخه کې نړیوالې هلې ځلې کمزورې کولای شي او د سولې ټینګښت لپاره د افغان چارواکو لېوالتیا له پوښتنې سره مخ کوي.

داپه داسې حال کې ده،چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا هیله ښودلې وه،چې دا اونۍ به د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي خو طالبان بیا وویلې، چې روانه اونۍ د سولې د خبرو د پیل هیڅ هیله نشته.

په ورته مهال تیره ورځ افغان ولسمشر هم پر طالبانو غږ وکړ، چې جګړه بنده او ژز بین الافغاني خبرو ته کیني.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d8%ba%d9%86%d9%8a-%db%8c%d9%88%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d9%be%d8%b1%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ba%da%96-%da%a9%da%93%db%8c%d8%8c-%da%85/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب