جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، له پاکستان سره یې پر بندیانو، سوداګرۍ، صادراتو او نورو...

طالبان وايي، له پاکستان سره یې پر بندیانو، سوداګرۍ، صادراتو او نورو مسلو خبرې کړي

تاند(چهارشنبه، د سنبلې ۵) طالبان وايي، پلاوي یې له پاکستاني چارواکو سره په کتنه کې یو لړ مهم وړاندیزونه وکړل چې پاکستان ورسره موافقه وکړه.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین نن وویل، د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د قطر شپږ کسیز پلاوی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی، له پاکستانه د کډوالو د ستونزو د حل کولو ترڅنګ افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو، افغان محصلانو ته د بورسونو د ورکولو، او افغاني صادراتو ته د اسانتیاوو د برابرولو په شمول یو لړ غوښتنې وکړې او پاکستان په ټولو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

شاهین همداراز ویلي « په کراچۍ بندر کې د افغان تجارانو د مالونو د ډیمریج ستونزه، همدا ډول د افغاني صادراتو لپاره د لازمو سهولتونو او په لارو کې د نه ځنډولو په اړه بحث وشو.

د پاکستان لخوا افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو ورکول او هلته زموږ د محصلینو لپاره د آسانتیاو د برابرولو غوښتنه وشوه، ورسره په هغه هيواد کې د افغان مهاجرینو د بندیانو  خلاصون په اړه هم خبرې وشوې، چې د هغه هېواد د چارواکو لخوا ژمنه وشوه چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه به لازم ګامونه واخیستل شي، بي سرنوشته او د کمو جرمونو بندیان به خوشي شي، د زیاتو جرمونو والابندیانو په بند کې به کمښت راشي. »

شاهین همداراز ویلي چې طالب پلاوي له پاکستان څخه غوښتي چې د تګ راتګ په مهال د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

ده دا هم ویلي چې په دې کتنو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د باور وړ او ښو اړیکو د ټینګېدو پر اهمیت ټینګار وشو.

د شاهین په وینا دواړو خواوو بین الافغاني خبرې د افغانستان او پاکستان او همداراز د سیمې لپاره مهمې وبللې.

4 COMMENTS

  1. تاسي څوک ياست چه د پاکستان سره پدي باره کښي خبري کوئ. دا خو ټولو افغانانو ته روښانه ده چه تاسي د پاکستان غلامان ياست او څه چه پنجابيان درته وايي هغه کوئ که نه حالت به مو ستاسي نورو رهبرانو غوندي وي چه پنجابيانو مردار کړي دي. تاسي پاکستان ورغوښتي وئ چه بيا مو کوم طرف ته لکه سپيان وشکوري. تاسي بي کلتوره, خاينين, وطنپروشان او بي ناموسه خلک ياست او نور به نه ليکم لعنت د په تاسو د پنجابيانو سپيو وي
    ارمان

  2. وی وی وی ! ددوی مشران په چټلستان کښی ناست دی او کشران دیوه بل هیواد څخه د یوه لوړپوړی هیت په څیر تړونونه لاسلیک کوی ؛ دا هغه کیسه ده غوږ (ګوش) نیولو لپار لاس ساده پورته نکړی او غوږ ونه نیسی بلکه لاس تر ستونی را تاوول او غوږ ونیسی. ډیره د تاسف او خندا وړ کارونه روان دی الله خیر کړی

  3. پاکستان هېواد نه دی يوه پروژه ده يوازې د مسلمانانو د کمزورۍ لپاره انګرېزانو جوړ کړی باور کول په دوی حماقت دی.
    پاکستان بايد اړ کړل شي چې په هره طريقه وي د پاکستان کمزوري کول، منزوي کول مهم دی بيا به هر څه مني.
    افغان دولت بايد پلمې پرېږدي او نور د سولې خبرې ځنډول ستر خيانت دی هر څه ژر بايد خبرې پيل شي چې څلوېښت کلن ناورين پای ورسېږي. مننه

  4. چا په ګلی که نه پریښوی هغه ویل خر می د ملک کره وتړۍ
    تاسی خپل غم وخورۍ مهاجر ,تجار , صارات او وار دات پریږدی
    پر تاسی بندبزونه لګیدلی ټوله نړۍ در خبره ده ځان ګول مه اچوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب