یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان د طالب بندیانو په اړه د لویې جرګې د پرېکړې هرکلی...

پاکستان د طالب بندیانو په اړه د لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ

تاند ( یک شنبه، د اسد ۱۹) د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د لویې جرګې له هغې پرېکړې، چې له مخې یې باید ۴۰۰ طالب بندیان خوشې شي هرکلی کړی دی.

نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دې وړاندیز په پلي کیدو سره به د بین الافغاني خبرو په لاره کې یو لوی خنډ له منځه لاړ شي.

د ۴۰۰ طالب بندیانو د پرېکړې لپاره دایره شوې مشورتي لویه جرګه نن پای ته ورسېده او د جرګې ګډونوالو ولسمشرغني ته وړاندیز وکړ څو طالب بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړي.

د مشورتي لویې جرګې د پای ته رسېدو په وینا کې ولسمشرغني وویلې، چې د لویې جرګې د پرېکړې پر بنسټ به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ژر لاسلیک کړي.

غني زیاته کړه، چې روانه جګړه یوازې د خبرو پر مټ پای ته رسېدی شي نو طالبانو ته په کار ده، چې د جرګې پرېکړې ته په درناوي اوربند وکړي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%85%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%aa%d9%8a-%d9%84%d9%88%db%8c%db%90-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%ae%d8%aa%d8%aa%d8%a7%d9%85%db%8c%d9%87-%d8%ba%d9%88%d9%86/

هغه د خپلو خبرو په دوام یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې غږ ته لبیک ووايي او جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي وویلې، چې لا هم ځینې مسایل په ابهام کې دي خوپه خبره یې افغان حکومت هڅه کوي څو د سولې په برخه کې هر ګام په پوره دقت پورته کړي.

پاکستان په سیاسي برخه کې د افغانستان یو له سرسخته سیالانو شمېرل کیږي، چې د عامو افغانانو په باور تل یې په افغانستان کې اور ته لمن وهلې او د جګړې ډګر يې تود ساتلی دی.

بل لورته د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم ویلي، چې په پاکستان هېڅ باور نه دی پکار.

https://taand.net/%d9%86%d8%a8%d9%8a%d9%84-%d9%be%d8%b1-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%a8%d8%a7%d9%88%d8%b1-%d9%be%d9%87-%da%a9%d8%a7%d8%b1-%d9%86%d9%87-%d8%af%db%8c/

1 COMMENT

  1. د سپۍ بچيه، نور خنډونه نشته؟ ستاسو په خبره خو دا ورستی شرط و. څنګه خپل د مور د نا خلافه او حرمونو اولادو په ازادیدو دې خوله ارته شوې ده. فکر کوي چې له دې مظلومو خلکو باج اخلي. والله که یې شپاړس کړی. که خپلې نورې خويندې هم طالب مشرانو ته ورکړې، لکه هغه اولس کلنه مو چې ملا برادر ته وړندې کړه. بیا یې هم والله که وخورئ. کوس به هم درنه لاړ شي، ولس به هم او ورسره به ستاسو غنیمت نیولی جایداد یعنې ګران پښتونستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب