یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: نن هغه پرېکړه لیک امضاء کوم چې زما تر صلاحیت...

ولسمشر غني: نن هغه پرېکړه لیک امضاء کوم چې زما تر صلاحیت لوړ وو

تاند (یکشنه، د اسد ۱۹) د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې مراسمو کې د ولسمشر غني د وینا مهم ټکي:

درنو هېوادوالو زه به نن د طالب بندیانو په اړه هغه حکم لاسلیک کړم چې ما په ژوند کې نه شو لاسلیکولی، ځکه زما تر صلاحیت لوړ وو، اوس به یې ستاسو په اجماع امضا او او دوی به خوشې کړم.

نن تاسو یو تاریخي کار تر سره کړ، د ا د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک نه بلکې دا د افغانستان د دولت او خلکو پرېکړه لیک دی.

زموږ تګلاره د سولې تګلاره ده، جرګې خپل حیثیت ثابت کړ، د سولې په پیغام سره به ټول خنډونه لرې شي.

د جرګې په لومړۍ ورځ پر بلقیس روشن شوی برید غندم، او عدلي او قضايي څارنه به یې حتمي کېږي.

له علماوو مې غوښتنه ده چې له طالبانو ته په جرأت سره د سولې توصیه وکړي.

جهاد اکبر په سوله کې دی، جنګ غیر له قربانۍ، بدبختۍ او د غمونو له راکولو نور موږ ته څه راکړي، اوس باید طالبان انتخاب وکړي او وښيي چې له سراسري اوربند ویره نه لري.

نن به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون هغه حکم لاسلیک کړم چې په ژوند کې یې په لاسلیکولو نه یم توانېدلی او هغوی به خوشې کړم.

هغه امنیتي ځواکونه چې د وظیفوي غفلت په جرم بندیان شوي، د زمري په ۲۸ مه به یې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې په مناسبت خوشې کړو.

پدې کې هیڅ شک نشته چې حالت مبهم دی، ابهام شتون لري او بیلابیل ډلې هڅه کوي تر څو افغانان په خپلو کې سره راټول نه شي.

2 COMMENTS

  1. خدای دې وکړي چې دا جرګه د افغانستان د جګړې لپاره وروستۍ جرګه وي او راتلونکې جرګې د افغانستان د آبادۍ او بیا جوړولو جرګې وي. ددوهې طالب مشران او په راس کې يې دلال ملا شاهین باید وشرمېږي چې ددې جرګې په هکله یې سر له وخته منفي قضاوت کړی و. کم فطرته، کم ظرفیته او بېسواده خره ملا ډوله دلالان. ددوهې مشرانو: د هغه اسلام د قوانینو لپاره چې مو افغان ولس تباه کړ، نن مو همغه اسلامي قانون د ټولې نړۍ په مخ تر پښو لاندې کړ. خدای هیڅکله د یو مظلوم حق چا ته نه بخښي. خو تاسو هغه کسان خوشې کړل چې لاسونه یې ددې بې ګناه ولس په وینو سره و. تور او پلید مخ مو نور هم تور شه.
    مسلمان په خپل وعده او خبره عمل کوي. اوس به وګورو چې تاسې دلالانو کې د انسان او مسلمان په نوم کوم څه پاتي یا نه. ایا د انسان او مسلمان اولاده ياستئ او که نه. زه خو په والله که ستاسو په خبره باور وکړم. وبه ګورو چې ستاسو مشر دلال ای اس ای د سولې او اوربند اجازه درکوي که نه. اوس تاسې، دا دنیا او ددې مظلوم او بېچاره ولس راتلونکی.
    پناه غواړو له رټل شوي او شړل شوي شیطان څخه.

  2. If the President had the authority to release 4500 prisoners already, then he should have the authority to release another 400. He is actually concerned about future responsibility of what he
    . has done and as such Loya Jirrga provide a scape rout and hoping to share some of the responsibility too

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب