یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد عراق پارلمان وایي امریکا دې د عراق د تجزیې خیال له...

د عراق پارلمان وایي امریکا دې د عراق د تجزیې خیال له فکره وباسي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۱۹) دعراق په پارلمان کې الفتح ګروپ د عراق د پارلمان غړو د امریکايي لوري پر وروستیوڅرګندونو غبرګون ښودلی.

عراق په پارلمان کې الفتح ګروپ وایي امریکا د جان بولټن له خولې عراق او سیمې ته د تجزیې پیغام لېږلی دی.

ددغه پارلماني ګروپ د غړو په وینا د امریکا دغه ډول څرګندونې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او عراقي وګړي یې غندي.

د یاد ګروپ غړي وایي، چې امریکا دې د نورو هېوادونو په کورنیو چاروکې مداخله نه کوي.

دوی زیاتوي، چې جان بولټن دې د عراق د تجزیې په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغواړي.

جان بولټن څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د امریکا په حکومت کې د عراق د تجزیې نظریه شتون لري او غواړي د کوردانو لپاره نوی هېواد رامنځ ته شي.

د بولټن دغو څرګندونو د عراق اوسیدونکي هم غوصه کړي دي.

https://taand.net/%d8%a8%d9%88%d9%84%d9%bc%d9%86-%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d8%af-%d8%b9%d8%b1%d8%a7%d9%82-%d8%af-%d8%aa%d8%ac%d8%b2%db%8c%db%90-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%a7%db%8c%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب