یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنبيل: پر پاکستان باور په کار نه دی

نبيل: پر پاکستان باور په کار نه دی

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۹) د افغانستان د ملی امنيت پخواني مشر او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند وايي، پر پاکستان هېڅ باور په کار نه دی.

نوموړي پر خپل ټوېټر ليکلي، پاکستان به په خوښۍ سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابرولو کې مرسته وکړي، خو هېڅکله به د افغانستان او سيمې له سولې او امنیت سره مرسته ونه کړي.

نبيل زياته کړې، دوی به تل ترهګري په سيمه کې د يوې وسيلې په توګه په خپلو پاليسيو کې تر دې وروسته هم وکاروي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر دغه راز ويلي چې پاکستان همدا اوس هم په سيمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې او د القاعده شبکې د هند ټاپووزمې له څانګې د نورو ترهګرو ډلو لپاره د يوه چتر په توګه ملاتړ کوي.

نبيل داسې مهال دا خبرې کړې  چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه‌محمود قريشي د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره په ليدنه کې ويلي، پاکستان په افغانستان او سيمې کې له ثبات سره همکاري کوي.

5 COMMENTS

  1. زه د ښاغلي نبیل خبری سل په سلو کې تائیدوم. په والله که نه طالب نه او نه پاکستان افغانستان آرام پرېږدي. دا دواړه طایفې د بشریت لپاره لکه طاعون دي. بندیان به هم خوشي شي خو وبه ګورئ چې دلال طالب لس نورې بهانې جوړوي که نه. پاکستان د تروریزم مور ده. هر څومره تروریستان چې مردار شي پاکستان هومره نور په یوه ورځ کې زېږوي. د پاکستان سیاسي او مذهبي ليډران د ابلیس اولاده دي. په خدای او قران قسم که په هیڅ دين، مذهب، انساني او بشري اصولو ایمان ولري. ددوی په مذهب هند او مودي ښه پوهېږي. افغان سیاسیون خو خپل له فساده، جا طلبي او طالب دلال له جنجالو نه دي خلاص. پښتونستان خو پرېږده اوس یې خو نیم افغانستان نه هم اغزن سیمونه تېر کړي او زمونږ مشران ورته جینګې خوله ناست دي هره ورځ خوشې دبابې کوي او خالې باټې ولي. لعنت دې په طالبانو وي چې د افغانستان هره دربدرۍ ته همدوی زمینه برابره کړې. ملا برادر او نور دلالان يې خو اوس په تنکیو او صغیرو نجونو سرمست دي، هغوی ته خو نه پخوا افغانستان اهمیت درلود نه اوس. دا بیچاره ملت يې دربدره کړ، خدای دی دا حرموني او ټول پاکستاني پلیده رهبران خپل په عذاب ګرفتاره کړي. ددوی بده ورځ هم راتلونکې ده. یوه ورځ به دوی هم حتمآ خپل د کرغیړنو اعمالو سزا وویني. د همدې پاکستان او ای اس ای په هدایت پلیدو طالبانو نه تنها په لکهاوو بې ګناه افغانان وژلې بلکه تر دریو زرو ډېر امریکايی او د ناتو نظامیان یې هم وژلي. والله که داسې په اسانۍ خلاص شي. که مونږ ژوندي وو که نه، پاکستان به ضرور خپل ددې وحشي کړونو نتیجه ګوري.

  2. نبیل بیا په تکراری خبرو په دغه اساس وخت کی ځان مشهورول غواړی.
    د ارګ پخوانی محافظ اود شک پرته د ای اس ای لپاره پخوانی او اوسنی اور بلوونکی نبیل جانه، او هم د سولی مخالف او د وینو بهیدلو شوقی بیسیواده انسانه.
    ستا په دغه کاذب ټویټری خبرو هر افغان پوهیږی چه ته د پاکستان پیغام استوونکی یاست. که نه په دغه اساس وخت کی چه ځمونږ ۳۵۰۰ هیوادوال راټول شوی دی او غواړی چه وینه بنده او سوله راولی. مګر ته د ای اس ای په مرسته بیا اوربلونه تازه کوی.
    ټول افغانان په دي پوهیږی چه چټلیستان ځمونږ ابدی او ازلی دښمن دی، خو نن مونږ په جرګی، وروری، هوښیاری او زیرکی سره د پنجاب جرلی او پلانونه خنثی کوو، او ته په ټویټونو افغانان بیا ترتاثیرلاندی راولی. هر افغان ستا په تړتړی ژبه، ناپوهی او کاذب ټویټ پوهیږی.

    ته چپلاسی اومحافظ نور دصحنی څخه وتلی یی په پاکستانی خیالی ټویټونو ځان مه مشهور کوه.
    الله ج دیی ځمونږ هیواد ته سوله راولی او هغه بی سیواده جاسوسان چه هیواد کی شر اچوی په خپله سزا ورسوی

  3. نبیل خبری تردیره حده ریشتاهم دی دپاکتسان پوز یوکفری پوزدی دهغوی ا دهغوپه دولتی چارواکو هیس باورپه کارندی دوی چی دمسلمانانوپه قتلولوکی خپلی گتی گوری نودافغانستان سوله ورته هیس اهمیت نلری بل خو نشوانشانوسخه معلومی گی چی دداعش په قوی کولوجدی کارروان ده

  4. رحمت الله نبیل په سیاست او له پنجابستان سره د افغانانو په اړیکو کې کوم نوی کشف ندی کړی خو د اوس لپاره دا به ټول درسره ومنو چې منافقستان د نړۍ پرمخ تر ټولو منحوس ، منافق ، مصنوعي او اسلام ضد هېواد دی . د دې بدمرغه پدېدې اصلي هدف د نړۍ د مسلمانانو وېش ، ځورول ، د خپل پلندر او اصلي بادار اوامر پرځای کول ، یعنې له پښتنو انتقام اخیستل دي.
    که څه هم ښاغلی نبیل پدې وروستیو لس پنځلس کلونو کې د افغانانو د ملي وحدت او ملي روحې تقویه کولو ته کوم کار ندی کړی ، خصوصا په وروستیو ولسمشریزو ټول ټاکنو کې یې د حکمتیار په شان د افغانانو له اکثریت سره په تضاد او د رایو د وېشلو لپاره ځان کاندید کړ او د پنجابیانو غوښتنو ته یې لبیک وویلې ترڅوپه افغانستان کې د دولت جوړونکي ټیم په مشرۍ یو قوي او باثباته دولت جوړ نه شي ، د دوی دا اوسنۍ وړاندوینه هم کومه نوې سیاسي نظریه نده . د پنجابستان منافقت به تر یوه وخت پورې دوام وکړي خو افغانان به یوه ورځ د دغه مکار دښمن په ټولو مکرونو ، توطئو او دسیسو پوه او په مقابل کې به داسې یو محکم سوک د دوی تورې بدمرغې خولې باندې حواله کړه چې خپلو ټولوجاسوسانو او بړېڅو سره یوځای د جهنم تورې کندې ته ورګذار کړي .

  5. هر ظلم او ناروا چی په افغانستان ولس را روان دی او پدی ۴۰ کالو یا ۲۰ کالو کی شوی د ګاونډیو د لاسه شوی کله چی امریکا دلته راتلله نو همدا پاکستان وو چی امریکا ته یی آډه او خپلی لاری ورته خلاصه کړی

    همدا پاکستان وو چی خپل سفیر یعنی ملا ضعیف اخوند ورته تسلیم کړ او زیاتره عربان چی دلته د طالبانو په لیکو کی د جمعیت پر ضد جنګیدل د پښتونخوا ایالت کی یی ووژل او همدارنګه زیاتره عربان یی امریکا ته تسلیم کړل او اوس چی طالبانو له امریکا سره د سولی توافق نامه لاسلیک کړ نو امریکا دری ۳ میلیارده ډالره لاسته راوړل مګر افغان ولس چی د اوربند انتظار باسی تر ننه پوری اورکم له وجهی د دواړو لورو یعنی دولت او طالب مرمیو په مینځ کی وژل کیږی چی آن د زیاترو افغان ولس غږ رسانی هم نه اوری

    همدا امریکا وو چی پاکستان ته ډالر ورکړل چی د افغان دولت پر ضد طالبان جوړل کړل او تر ننه پوری تر کار اخلی چی له هغه پخوا د ګلبدین او ربانی په شان جهادی مشران یی تربیه کول او جنګول

    کله چی امریکا پوه شوه چی طالبانو سره روسیه او ایران او پاکستان نظامی او مالی مرسته کوی او زور می ورسره نه رسیږی نو پاکستان ته یی عذر وکړ او ډالر یی ورکړل چی طالبان سولی ته حاضر کړ چی همغه شان وشول

    مګر پاکستان ورته وویل چی کله په افغانستان کی سوله راشی نو زما لپاره د مرګ خبر ده نو امریکا بیا ډالر ورکړل او داعش پروژه ورته جوړه کړه چی راتلوونکی کی بیا افغان ولس ته سر دردی جوړ کړی

    مطلب دا چی برتانیه او روسیه او امریکا او ځانګړی ډول ملګری ملتونه او امنیت شورا یی موږ افغان ولس کراری او سوکالی او آبادی ته نه پریږدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب