پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د حاجي بله خاطره || استاد سعدالدین شپون

د حاجي بله خاطره || استاد سعدالدین شپون

حاجی انصاري، د سرطان سره پهلواني لري. هغه ورځ چې پوښتنې ته ورغلم یوه عجیبه خبره یې وکړه. ویل یې سړی چې مرګ ته نژدې شي پخپلو سترګو د هغې علامې ویني. اوله نښه دا چې بنده فکر کوي چې ایله یې عقل سر ته ورغلی، تر نورو او تر پخوا ډېرهوښیار دی.خپلو د ځوانۍ د وخت اعمالو پورې خاندي. دلیل یې دا دی چې اوس د ده لاس او پښې د ماغزو اوامر سم او په زغرده نشي اجرا کولی، ځایونه ورمعلوم دي خو پښو کې یې د ورتګ متره نه لري. ښکلا ښه پېژني خو خوند ترې نشي اخستلی. ټوکې یې ژورې وي خو چې دی یې کوي ځوانان هغې ته نه بلکه پخپله ده پورې خاندي.

حاجي ویل چې بنده ورځ په ورځ د قبر ژۍ ته نژدې شي. پخوا به چې چا ورټېل واه ده به بل پلو زور کاوه، خو اوس چې ډکه ورکړي، درب ورکې لوېږي، ماغزه د بېرته وتلو امر ورکوي خو وجود یې وایي، مه مې ښوروه، همدلته ښه یم .

حاجي هم زوړ دی، اتیاو ته ورلنډېږي، هم سرطاني. چې ما سره ناست وي نو دواړه بې جلوه شو. له هرې خوایې ګزکوو او، هر څه هر څه وایو.یوه ورځ مې چې د مجامعت پوښتنه ترې وکړه، ویل یې اوس ما چشمې اچولې وي، لټوم یې خو درک یې نشته. حاجي له اوه پښته فرزانه او هوښیار پاتې شوی خو اوس یې حتی بچیان هم دګي. وايي هغه ورځ ټول بچیان او نمسیان د ده د بستر چارچاپېره راټول وو، یو له بله یې خوږه مرکه کوله، خو ده به چې هم تبی وکړ، ټولو به بدې بدې ورته کتل، یوه خو لا په انګریزي ورته وویل، شټ اپ، مانا  وچه دې شه، دا هم نه بلکه، کورې شه. په غوسه شو، ورته ویې ویل، ځئ ورک شئ، زما له کوټې ووځئ. هغوی په کړاس وخندل،  ابا، ته ، ته وځه، کور بې هغې هم موږ ته پاتې دی. حاجي یی وروسته د حق کولو او له میراثه د بې برخې کولو ګواښ کاوه، خو مېرمنې یې بله ټکۍ ورکې واچوله. هغې ویل چې زما او ستا وصیت نامه د وخته رسمي شوې ده ، نور نو ته شېخ فاني یې، د تملیک قانوني حق نه لرې. ده د دعوا حقوقي وکیل نه هم تلفوني استفتا غوښتې وه، هغه هم د ده د مېرمنې خبره تایید کړې وه.انصاري ویل دومره په غوسه شوم چې په خیال کې مې د ټولو د مرګ تابیه ونیوله. بیا مې زړه په دې خوشاله کړ، چې پرې یې ږده، خپله مري. حاجي مورخ هم دی. د سلطان مسعود کیسه یې راته تېره کړه چې د سلطان محمود غزنوي زوی و، ډېر ظالم و، د پلار د وخت وزېران یې ټول په دسیسو مړه کړل، مشهور یې حسنک وزیر و. نو درباریانو یې د مرګ تړون وکړ. مسعود دېو د خدای و، د شرابو منګي یې په سر اړول خو نه نشه کېده. د عروضي چهار مقاله کې راغلي چې دوولس ډک جامونه یې ګوټ کړل، بیا د ماسختن مانځه ته ودرېد. نو یوه شپه درباریانو درې منګي شراب ورباندې تش کړل، چې بیا وېده شو، ایسته یې څاته وارتاوه، پرېمانه خښتې یې ورباندې انبار کړې. وايي چې سهار چې په سد شوی و، خښتې یې یوه یوه لرې کوله، بوټ راووت. بیا یې د خپل پلار باقي وزیران هم ووژل. وايی بېدرکه قوي او دنګ سړی و. حاجي ویل ارمان چې زه هم د مسعود په شان قوي وای چې خپل ټوله اره مونې خېلخانه مې ګسه کولی شوای.

حاجي شاعر نه و خو د نورو پاړسوکو استادانو شعرونه یې مسخ کول. د فردوسي شاهنامه کې یو ځای راغلي:

بروز نبرد آن یل ارجمنبه

بشمشېر و خنجرو بګرز و کمند

برید و دريد و شکست و ببست

یلان را سر و سینه و پای و دست

یو بل یې د یوه بل باچا کیسه را احیستې وه چې اصل کې فردوسي داسې کښلې وه؛:

قزل ارسلان باره یې سخت داست

که ګردن به الوند (د ایران جګ غر) بر مې فراشت

نو بیا یې د خپل د ډم ، چغل، کیسه کوله چې د ده حجامت یې کاوه؛

چغل ارسلان کسوت کهنه داشت

که دایم بګردنش بر مې فراشت

ترید وشقید و کلید و برید (لوند کړ، وموښه، وخره ېیه، غوڅ کړ

 سرو سبلت (برېتونه) وریش و ناف فرید.

پښتو یې ویله (او لا یې وايي) خو له کړکیچو بتره.

سابه درته پاخم، اوبه درته راولم، ځوم درسره ، خانه دې ورانه شه جوګیه. ده ویل چې پښتو کې آخر کې ضروري ده چې /نه/ راشي، لکه د لڼډیو، نو جوګي ته به یې هم / نه/ ورسپرخی کړ. شیر و شکر یې هم درلود: عنان مملکت نتوان بدست رشوه خواران داد + مبادا در وطن از دست شان خړ پړتیا افتد.

حاجي هوښیار سړی دی، پوهېږي نن دی که سبا دی ګسه کېږي. وايي له مرګه نه ډارېږم خو له درده  وېرېږم. دلته امریکا کې د ډاکټر کبوکیان په نامه یو طبیب دی همداسې مریضان په دارو وژني. اول د اعصابو د آرامولو دارو ورکوي، بیا یې ورو ورو بېسده کوي، آخر کې هغه د سپي د وژلو دارو، سټرکنین، ورکوي چې مریض په آرامه سترګې پټې کړي. انصاري ورپسې ګرځي خو وايي هغه اوس په همدې جرم جېل کې دی.کبوکیان په خپله محاکمه کې اقرار وکړ چې دا کار کوي خو ویل یې چې د پیسو په پاره نه بلکه د زړه سوي په اساس، چې مریض د کړاو او شدید درد نه خلاص کړي چې بیا په بغارو خپل عزیزان ټپرا نه کړي. وایی دا بله ګټه دا لري چې د بنده وروستۍ خاطره داسې نه وي چې خلک ښېرا کوي چې خدایه، ته یې ژر لنډون وکړې. د اولاد سره به هم دغه ترخې خاطرې پاتې نه وي، چې د ابا زنکدن اوږد شو، په آخر کې لکه غویی بړېده چې لر بر کلي یې له خوبه ایستي وو.

حاجي په همدې حال بیا  د ژبې په برخه کې متعصب هم دی ، دی هم د نورو پاړسکو په شان په دې بر خه کې ړوند دی.ما ته د زړه سوي له مخې وايي چې ولې خپلې لیکنې په پاړسي نه کوې، چې لوستونکي ډېر ولرې: ټول افغانان په پاړسي پوهېږي که پښتون دی که هزاره که اوزبک. په دې دومره ځیره کۍ بیا همدغه ساده توب هم لري. نو زه یې هم ځوروم ، ورته وایم هسې حو پاړسي هم د انګلیسی،چینایۍ اوعربۍ په وړاندې همداسې په نیشت شمار ده، آینده نه لري، نو ولې خلک لا هم پرې لیکنې کوي.چې دا ووایم نو حاجي ما په تعصب ملامتوي. دا څو لسیزې مو سره تېرې شوې، اختلاف مو حل نه شو.

جمعه, 03.06.2011

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب