شنبه, مې 4, 2024
Homeټولنیزد قلم ارزښت | نورالله زهير

د قلم ارزښت | نورالله زهير

د قلم د ارزښت، معنويت او مقام په اړه  دومره بس دي. دا لوی لاسوند او ثبوت دی چي د الهي سپېڅلي کتاب قران العظيم الشان په نهه ويشتمه سيپاره کي د «قلم» په نامه سورة راغلی دی. (ن. والقلم ما يسطرون)

که قلم نه وای کتاب به نه و. که کتاب نه وای  علم او زده کړه به نه وه. که علم او زده کړه نه وه بشريت به تر اوسه د جهالت او ناپوهۍ په تورو تيارو کي ډوب و. موږ و تاسو چي نن دا دومره پرمختګونه وينو؛ ساينس او ټکنالوجي اسمان ته ورسېده؛ د ژوند په هر اړخ کي انسانان نوي نوي اختراعات کوي، دا هر څه د علم، پوهي، زده کړي، کتاب او قلم برکت دی.

ولټر وايي: «هغه لاسونه بختور دي چي د توري او ټوپک پر ځای قلم پکي نيول کيږي.»

بل ځای وايي: «چي قلم مي په لاس کي وي هيڅکله به ونه وايم، چي ولي مي شاهي تاج پر سر نشته.»

هغه څه چي د قلم وړه څوکه ئې کولای شي د ټوپک شپېلۍ او د توري تېرې څوکي ونه کړل. په همدې قلم کولای شو، چي ټولني نېکمرغه کړو. ملت او هيواد ته معنوي روزنه ورکړو. د قلم په زور کولای شو چي ښه او بد توپير کړو. سپين و تور بېل کړو. د حق په پلوۍ د باطل مقابله وکړو.

خو کله چي دا قلم  نااهله لاسونو ته رسېدلی د کولنګ کار ئې ترې اخيستی دی. ډېر ودان کورونه  ئې پرې وران کړل. د همدې قلم ناسم استعمال ټولني بربادي کړې. ولسونه او ملتونه ئې تباه کړي دي. له همدې قلمه ئې  د يوې وژونکي وسلې کار اخيستی دی. استعدادونه ئې وژلي، وړتياوي ئې له منځه وړي او د يوه هيواد پوره نسل ئې تباه کړی دی.

هغه ښوونکی چي د قلم منزلت ونه پېژنې، خپل منزلت هم نشي درکولای. هغه زده کوونکی/ محصل  چي د کتاب، قلم او سپيني تختې قدر ونه کړي د علم قدر هم نشي کولای. چي د علم قدر ونه کړي، څه به زده کړي؟ کومه کټه به ترې واخلي؟ څه پرمختګ به وکړي؟

خدايه! د نا اهلو له لاسونو قلم واخله.  خدايه! د هغو په لاسونو کي چي قلم دی دا توان ورکړه چي  قلم پر حق استعمال کړي. د قلم قدر او منزلت وپېژني او د قلم ريښتنی حق ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب