جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورد وطن د یوه ارمانجن شخصیت« یقین یوسفزي» یاد

د وطن د یوه ارمانجن شخصیت« یقین یوسفزي» یاد

محمد داود وفا  

د یقین یوسفري پوره نوم عبدالحمید یقین یوسفزی و. د ده پلار مولوي شېرګل «رح»، هغه وخت د پښتونخوا له سوات نه ننګرهار ته راغلي و، چې د سوات میا عبدالغفور باباجي له انګرېزانوسره روغه وکړه او په یوه بل یې د نه تېري تړون وکړ. 

مولوي شېرګل په کامه راپېښ شو. دلته مېشت شو. بیا د حکومت غړی شو، مامور شو. پښتو ژبه او ګرامر یې تدریس کړل. زامن یې وزېږول. یو په کې عبدالحمید شو، چې په ۱۳۱۵ل کال د کامې په بروسوزادګانو(صاحبزاده ګانو) کې وزېږېد. 

یقین یوسفزی متعلم شو او بیا د خپل ولس او خلکو د روزنې لپاره معلم شو. د حکومت له خوا ورته لوی او واړه منصبونه وړاندیز شول، خو ده رد کړل او د خپلو خلکو په فکري روزنه بوخت شو. 

په ۱۳۴۴ل کال یې له ملګرو سره په ګډه د افغان ملت ګوند بنسټ کېښود. د غلام محمد فرهاد (پاپا) ملګری شو. له ده سره یې د کابل ښار په کوڅو کې اوږه په اوږه ټولنیزه، سیاسي او مدني مبارزه وکړه. 

په ۱۳۵۸کال چې پر وطن سره سيلۍ راوالوته. دی د خپل هېوادني او ولسپالي فکر له امله بندي کړای شو. بیا د یوې نوې دورې په راتلو خوشې شو. خو بیا بندي شو، بیا خوشې شو او بیا بندي شو. کلونه – کلونه بندي شو. په ۱۳۶۷کال ورته دزندان په دننه کې د مهمو منصبونو او څوکیو وړاندیز وشو، خو ده رد کړ او ردوه به یې خامخا چې په وطن کې نه دده د فکر څوک پاتې وو او نه دده د اورېدو څوک وو؟ 

دی پنځه لسیزې د افغان ولس او افغان ملت د ويښولو او بیدارولو په لاره کې ناستړی مبارز پاتې شو. ده کامه، ښېوه، ګوشته، لالپوره، چپرهار، پچيرواګام، ایسارک، خوګياڼي، روات او غني خېل په یوه پښه ولټول او د افغان ملت او افغان ولس د ويښولو لپاره یې د لاټين په رڼا مبارزه وکړه. ده کونړ او لغمان هم پرې نه ښوول او ده لوګراو خوست او پکتیا هم ولټول، ده کاپیسا او پروان پر خپل ملي او هېوادني غږ راويښ کړل. نوي فکر او نوې لارې ته یې ولسونه راوبلل.  ده ځوانان راويښ کړل. ده مینه ووېشله. ده د خپلواکۍ د مبارزې لپاره یوه شېبه هم ضایع نه کړه. ده د فکري روزنې نوی بنسټونه ودان کړل. دې بنسټ ته یې ځوان مبارزین وروبلل او ده د لوی او ویړ هېواد د بیا احیا او زرغونتیا لپاره په هیڅ شي هم سرپه ونه کړه. ده مینه وپالله او دا مینه یې په ټولو ووېشله. 

دده د مینې برکت دی، چې د ننګرهار په حجرو او دېرو کې د لوی هېواد د ارمانجن فکرډيوې لا روښانه پاتې دي او یوه ډله ويښ زلمیان یې په مینه بلنده او ځلنده ساتي. 

یقین یوسفزی یوه ویړه دونیا وه، یوه مینه وه، د وطنپالنې د فکري مکتب هیله یې سراسري شوه، چې  د زلمیو په ذهن کې غځونې کوي. 

دی د میرویس نېکه د وراثت پر هغې ګدۍ ناست و، چې د زور او زر خاوندانو له هره پلوه وځپله، خو دده ژوندۍ مینې د لوی او ویړ هېواد دا ناره همداسې انګازنه وساتله، چې؛:

قومي تړون دی زلمي ځان سمبالوینه – د وطن خدمت ته ځینه، د وطن….

یقین یوسفزی د لوی هېواد افغانستان د پالنې او پاسلنې هغه درون نوم دی، چې فکر به یې پر ټوله لرو بره پښتونخوا خور او خپور وي او مینه به یې له بولانه تر چتراله او له مارګلې تر امو همداسې وېشلي وي. 

د ده روح دې ښاد وي او دده فکر دې کلونه او پېړۍ زموږ د ځوان نسل پر ذهن همداسې غوړېدلی وي. 

یاهو!


استاد یقین یوسفزی د ننګرهار په مخورو، علمي، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو کې یو اشنا نوم دی. دی نن د فبرورۍ په څلورمه وفات او په کامه کې خاورو ته وسپارل شو. اروا دې یې تل ترتله ښاده وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب