دوهمه برخه
د سفر په دویمه ورځ ۹ بجې مو ورکشاپ پیل شو. آغلې شهادت صاحب نظر زموږ ټرینره وه، د ټرینرې په اړه مې په تیره لیکنه کې معلومات وړاندې کړي دي.
بحث په ټولنه کې په انفرادي او ټولنیزو مسولیتونو و، ځکه چې د پاک چاپیریال رامنځته کول، نه د یو کس کار دی او نه یې یوازې حکومت رامنځته کولی شي، دا موضوع د پرمختللي ټولنیز فرهنګ پورې تړلی بحث دی.
یو چا ددغه موضوع د اثبات لپاره په یو پاک چاپیریال کې کامره سیټ کړه او یو تش بوتل یې هم د کامرې مخې ته وغورځاوه، په خپله لرې کیښناست او ننداره یې پیل کړه، بل کس په هماغه ځای کې د سګرټو یو فلټر وغورځاوه، بل راغی د میوې یو پوستکی یې واچوه، بل چې ولیدل دلته هر څه پراته دي، نو د خپل کور ټول کثافات «خځلې» یې په پلاستیک کې راوړې او په همدې ځای کې یې واچولې، بلاخره په څو ساعتونو کې له همدې پاک ځای څخه کچره داني «ډیران» جوړ شو.
هر څه له همدې یو بوتل څخه پیل شول، که هغه یو بوتل هلته نه وی غورځول شوی نو نورو به هم هلته څه نه غورځول.
خو دلته یوه خبره ډيره مهمه ده، هغه دا چې د ښاري فرهنګ اخلاقي ځواک په همدې ځای کې خپل جوهر ښيي.
که په همدې فرضي پاک چاپیریال کې ښاري فرهنګ پیاوړی وی، نو لومړي کس به د بوتل په لیدلو سره هغه له ځمکې پورته کړی وی او په مناسب ځای کې به یې اچولی وی، چې په فرهنګي او اخلاقي برخه کې د پرمختللو ملتونو اخلاقي ځانګړنه هم همدا ده، خو داسې ونه شول، هلته د ښاري ژوند د اخلاقو کچه ټیټه وه، نو ځکه لږ بد لاپسې بدتر شول او په څو ساعتونو کې له یو پاک ځای څخه کثافت داني جوړه شوه.
په شخصي ژوند کې د ټولنیز مسولیت احساس:
دلته د مثال په توګه زموږ ټرینره د خپلې شخصي تجربي پایله موږ سره شریکوي.
څو کاله وړاندې، یوه ورځ سهار له کوره ووتم، ګورم چې د ښاروالۍ یو ګروپ زموږ د کور مخې ته د سل کلنو چنارونو په لمنځه وړولو پیل کړی دی، ددې کار په لیدو سره مې احساسات وپاریدل، سمدلاسه مې په چیغو او ددې کار په ممانعت پیل وکړ.
کار لږ ټکنی شو، په همدې وخت کې مې د دوشنبه ښار د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او ښاروالۍ سره اړیکه ونیوله، هغوی راته وویل چې فورآ یوه عریضه ولیکه او د شپیتو کسانو امضاګانې هم په کې واخله او موږ ته یې راوړه.
ډير ژر مې همدا کار وکړ، زما د رسیدو سره سم د چنارونو د پریکولو د بندیدو حکم صادر شو، خو دا چې زما کار لږ وخت ونیوه، نو په دې سره بیا هم پنځه چنارونه وهل شوي و.
زما همدې کار د سړک جوړونې په نقشه کې بدلون راوړ، چنارونه په خپل ځای پاتې شول، که مې د همدې ښار د یوې عادي اوسیدونکې په توګه خپل انفرادي مسولیت نه وی ادا کړی نو نن به زموږ له سیمې څخه ۱۵۰ دانې سل کلن چنارونه وهل شوي و.
اوس چې هره ورځ د چنارونو قطارونه وینم له ځان سره ویاړ کوم، چې زه یې د ژغورنې وسیله ګرځیدلې وم، خو د هغه پنځه وهل شویو چنارونو په اړه اوس هم خواشینې یم.
په همدې ډول د هرې ټولنې اوسیدونکي د ژوندانه په ټولو چارو کې د خپلو شخصي مسولیتونو ترڅنګ ټولنیز مسولیتونه هم لري، چې که هر یو په خپل ځای او مناسب وخت کې خپل ټولنیز مسولیت ته متوجه شي او ترسره یې کړي، نو د ټولنې ډيرې ناخوالې به ورسره پای ته ورسیږي.
پوښتنه دا ده چې که د چاپیریال ساتنې برخه وي او که د ژوند هره بله برخه، موږ د خپل وطن او چاپیریال په اړه څومره مسولیت منونکي یو؟ که له همدغسې حالت سره مخ شو څه کو؟ دا چاپیریال به راته څوک پاک کړي؟ ددې وخت نه دی رسیدلی چې موږ هم لکه د ځمکې پرمخ نور ټول انسانان او ملتونه، پاک چاپیریال ولرو؟ پر مختللی هېواد ولرو؟ ښکلی ژوند ولرو؟ نو دا هر څه به راته څوک برابر کړي؟ فارسي متل دی چې قطره قطره دریاب می شود، نو د همدې انفرادي مسولیتونو په ادا کولو سره زموږ هیواد او ټولنه د بریالیتوب پر لور د بریا قدمونه اخلي.
سفید دره:
سفید دره د دوشنبه ښار څخه تقریبآ ۵۰ کیلو متره لرې د ورزاب درې ښي خواته په یوه غرنۍ سیمه کې ملي تفریحي پارک دی.
د شوروي اتحاد د ړنګیدو څخه وروسته د تاجسکتان خلک باید په ځان د بسیاینې لپاره لاس په کار شوی وی.
د ملت ورځپاڼې د مسولې آغلې عدالت میرزا په وینا چې په دغه سیمه کې یو پوه او قلم په لاس سړي هم ژوند کاوه.
معمولآ دغه سیمه یوه لرې غرنۍ سیمه وه، چې د هیچا ورته پام نه و،
همدې سړي د سفید درې د تفریحي ارزښت په اړه یوه مقاله لیکلې وه، مقاله یې د چاپ لپاره ملت ورځپاڼې ته راوړه، لیکنه چاپ شوه، خو هیچا یې په اړه غبرګون ونه ښوده.
د مقالې لیکوال به هره ورځ د ملت ورځپاڼې ادارې ته زنګ وهه چې اړندو ادارو خو به زما د مقالې په اړه څه نه وي ویلي؟ تاسو ورسره اړیکه ونیسئ چې څه وايي؟ دا موضوع به هره ورځ تکراریدله، بلاخره د ورځپاڼې مسوله ددې سړي له لاسه ډيره په تنګه شوه، ځکه چې مسولینو خپل مسولیت نه درکاوه او د دې سړي توقع او ټینګار بیخي ډير و.
بلاخره د ورځپاڼې مسولې د ټولو اړوندو مسولینو شمیرې د سفید درې همدې اوسیدونکي او د مقالې لیکوال ته ورکړې او ورته یې وویل چې د هغوی سره ما خبره کړې، نور نو ته پوهیږې او هغه اړوند مسولین.
لیکوال د ادارو شا ونیوله، هر ورځ به د دروازو تر شاه ولاړ و، بلاخره یې خلک دیته قانع کړل، چې په سفید دره کې د یو ملي تفریحي پارک د جوړولو لپاره ډيره اړتیا ده.
د همدې یو سړي په شخصي ټینګار په سفید درې کې حکومت پانګه ونه وکړه او په هغه ځای کې یې ملي تفریحي پارک جوړ کړ، اوس د تاجکستان په ګډون د نړۍ له هر ځای څخه چې توریستان تاجکستان او په ځانګړې توګه دوشنبه ښار ته راځي نو د سفید درې لیدل ورته حتمي دي او هلته ارو مرو یو ځل ځي.
موږ هم ولاړو، ټوله سیمه په واورو پوښل شوې وه، د آسکي، پرمختللو یخمالکونو، کیبلي کابینونو او د توریستانو لپاره د لوبو ډول ډول امکانات په کې برابر شوي و، ښه هوټلونه او منظم پلورنځي په کې جوړ شوي و، له هر ځایه خلک راتلل او د سفید درې له دغه ښکلاګانو څخه یې خوندونه اخیستل.
دا هر څه د یو انسان د هڅو نتیجه وه، چې د خپل هیواد او سیمې په اړه یې د مسولیت احساس درلود.
زموږ هېواد هم کټ مټ همداسې با مسولیته او په وطن میئنو اشخاصو ته اړتیا لري، چې له نیکه مرغه ددغسې کسانو کمی هم په موږ کې نشته، خو خبره د مسولینو او بې مسولیته چارواکو ده.
دا چې دغه بې مسولیته غله چارواکي څه ډول خپلو کارونو ته متوجه شي، د سفید درې ددغه اوسیدونکي هڅې او بلاخره نتیجې ته رسیدل یې د مثال په توګه تاسو ته وړاندې شوه.
نور موږ پوه شه او زموږ د هېواد ودانول.
نوټ: دغه لیکنه په ننني افغانستان اونیزه کې هم چاپ شوې ده.
زما په اند که د ولسواليو او ښاري ناحيو واک د ټولټاکنو له لارې ټاکل شويو ولسوالانو ته ورکړل شي نو احساس د فردي مسوليت به هلته ډېر شي. په هغې ولسوالۍ کې بايد و کلي مشر هم د ټاکنو له لارې وټاکل شي. مرکزي حکومت به دوی ته قوانين جوړوي. په زابل کې داسې سيمې هم شته چې ځينې خلک فکر کوي ظاهر شاه پاچا دی او ځينې يې مولا عمر پاچا بولي.
په کابل ښار کې معمولا د مکروريانو بلاکونه پاک وو. هلته خلکو يو تن وکيل کولو. تر هغې چې اداري منجمنت سم نشي د فردي مسوليت کلتور وده نه کوي.
لومړی بايد ګروپي مسوليت را منځ ته شي بيا فردي.
البته د فردي مسوليت په هکله که يو کتاب; له انځورونو سره د معارف برخه شي يا خو د کوم موجود کتاب درسو کې ور اضافه شي نو د زده کونکو ذهن ته به داخل شي.
زمونږ ولس د ديني مقدساتو په هکله په فردي توګه ښه احساس د مسوليت لري. د فرخندې قتل يې يوه بېلګه ده. سنګسار کې شرکت کوي. چې پنجابی د جهاد غږ وکړي دی افغانستان کې پل والوځوي.ځکه که داسې ونه کړي ځان پړ بولي. ديني بيانونو دده ذهنيت داسې کړی.