شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد ملګرتیا معیارونه | قطار ظفري

د ملګرتیا معیارونه | قطار ظفري

که چېرته د انساني ژوند تېر او اوس ته نظر وکړو نو دا راته څرګندېږي چې ژوند بیدون له ملګرتیا او خوا خوږي نیمګړی او نیمه خوا دی.

خو خبره دا دی چې په داسې پېچلو او کړکېچنو حالاتو کې د ملګرتیا په مزي ځان تړل له نورو سره په کومو شرایطو  او ځانګړتیاوو تر سره شي.

هغه لارې چارې چې یو اوبل ته د ملګرتیا لاس اوږدوو:

۱- باید ملګری مو داسې یو کس وي، چې ستاسو په درد  په دردمن او په خوښي مو خوښ شي.
۲- له چالاکه دوکه ورکونکي او فرېب کاره انسان څخه ډډه وکړئ.

۳- که چېرته یو کس د بل چا غیبت او خبرې تاسو ته راوړي نو پوه شه چې حتمن ستاسو خبرې او رازونه هم بل چاته وایي.

۴- له داسې یو کس سره دوستي مه کوئ چې راز نه ساتي.
۵- که چېرته د نوي دوست په لټه کې یې نو اسانه لاره یې دا ده چې د هغه کس ملګري وویني او مطالعه کړي  چې څنګه او په څه بوخت دي.
۶- له وزګاره انسان څخه لرې اوسې .
۷- له هغه څخه په څنګ ځه چې تل د ځان صفت کوي.
۸- حسد  کونکی د ځان دوست مه جوړئ.
۹- له کبرجن انسان څخه لرې اوسه.
۱۰- کوښښ وکړئ د ژوند په هر طبقه کې د ځان لپاره مخلص دوست ومومئ.
۱۱- هڅه مه کوي چې زیات دوست ولري بلکې موخه مو دا وټاکئ چې کم دي وي خو په هره برخه کې دي وي.
۱۲- له دوه مخي ملګري څخه ځان وژغورئ.
۱۳- دا په یاد ولري چې نننۍ نړۍ د چل او فرېب دوکان دي .
۱۴ _هغه خلک چې ملاتړ مو نه کوي.
۱۵_هغه  چې لومړیتوب نه درکوي.
۱۶_هغه چې احترام او درناوی مو نه کوي.
۱۷_هغه خلک چې غواړي کنټرول مو کړي.
۱۸_هغه چې تل درباندې بې باوره وي.
۱۹_هغه خلک چې منفي ګرا او بې منطقه دي.
۲۰_هغه خلک مخامخ یوه او تر شا مو بله کوي.
۲۱-  هغه خلک چې په احساساتو مو نه پوهیږی.
۲۲ _هغه خلک چې خبرو ته مو اهمیت نه ورکوي.
۲۳ _هغه خلک چې د زړه او خولې خبر یې یوه نه وه.

خو تاسې باید د ملګري په ټاکنه کې دقیق و اوسئ.
ژوند له ملګري پرته بې رنګه وي خو هغه وخت رنګېنېږي چې مخلص، صادقه او خوښۍ بښونکی دوست ولرې.
د ژوند د ښه پر مخ بیولو لپاره دا اړینه نه ده چې ته دي مالداره او خان اوسې بلکې مهمه دا ده چې ته دې د ژوند په رازونو او معیارونو پوه او باخبره اوسې.

غربت، وېره، مالداري… او ښکلا دا موقتي ځانګړتیاوې دي کوښښ وکړئ چئ غوره اخلاق، ښه خوی او درناوی د ځان عادت وګرځوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب