چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د مچۍ ځاله | استاد سعد الدین شپون

د مچۍ ځاله | استاد سعد الدین شپون

غضنفر صیب دې خدای لري، تل په خوږ ځای ګوته ږدي. د ډاکټر سلامت علي د لیکنو هم هغه برخې را اخلي چې د نښې مینځ ولي.دا اوسنۍ یې هم مهمه فرمایلې چې زموږ لیکوال د لوستونکو د ایسارولو د پاره د احساساتو له لومې ډېر کار اخلي.

کله لا خپله ورکې ونښلي. د جهاد په کالونو کې د کوم تنظیم قوماندان د یو جنګ کیسه خبریالانو ته کولو، ویل یې« د هغوی مو هم ډېر شهیدان کړل، زموږ هم ډېر مردار شول.». د ځدراڼو د خان، شېر محمد خان مې هم اورېدلي چې څوک ځاځی د خپل خلقي ورور د پاره په جرګه ورغلی و. خان ته یې عذر کاوه چې « موږ څو پېرې تشریپ اروړی و، خو ته په جرګې نې واخته وې». په اصل کې یې تشرف په خان پورې تاړه خو سم ځای یې نه ولګولی.

کمونیزم جهانخوار، روسه های ملحد، د وژل شوي، برهان الدین رباني همېشنی ترکیب و. امپریالیزم جهاني، در راس آمریکا، د ببرک کارمل سروکې. دا اوس تر دې حده عنعنه ګرځېدلې چې خبریال داسې نشي لیکلی چې د کرزي ورور، احمد ولي خپل باډیګارډ وواژه. باید ولیکي: په خواشینۍ خبر شوو چې د ولسمشر کشری ورور ښاعلی احمد ولي کرزي، چې د عمر زیاتره برخه یې د ولس په چوپړ کې تېره کړه، د بهرنو طاقتونو په نغوته د خپل کار په دفتر کې په شهادت ورسېد.انا…..

یو بل قسم ته یې تحصیل حاصل ویلی شو. علم په اسلام کې لوړ مقام لري. د قلم مقام په قرآن کې یاد شوی. ملي وحدت د یوه هېواد د بقا او ارتقا دپاره خورا مهم دی. افغانستان د طبیعي زیرمو له نظره په نړۍ کې ستر مقام لري، د کانو وزارت او اړوندو خارجي څېړونکو دا خبره په ډا ګه کړې ده. افغانستان یو لرغونی هېواد دی، چیني زایر، هېوانتسانګ له میلاده مخکې په خپله سفرنامه کې د ورېښمو لاره یاده کړې ده.ځینې داسې احمقان او د وطن له واقعیت نه ناخبره خلک، او رسنۍ هم شته چې زموږ په مقدساتو او مشرانو انتقاد کوي…… دا ټول تحصیل حاصل دی او د اجمل خټک خبره په دې کې سڼ کول مجال دی!

یو بل رنګ هڅونه بیا له هماغه ابتدا، حتې په عنوان کې ښکاري: د مجاهد شهادت، زر څانګه مړه شوه. واده ونه شو، شنې خازې، د حق اوباطل جګړه، د مرحوم سید قطب ژوند او اند، ډاکټر نجیب الله د وطن شهید.داوود خان د کجب په لومه کې. د روژې برکتونه….. ګویا لیکوال له هماغه اوله سر نه، انګېري چې د خیر په غونډۍ ناست دی، یوه مواقف الفکر ته ارشادات کوي. ځان د لوستونکي خیر خواه او مربي ګڼي. لوستونکي ته یو پټ ګواښ هم کوي چې که یې نه منې ګنا ه ګار به یې.

یو بل آفت نن سبا د تلوزیون یا رادیو په ګردي میزونو او تلفوني مرکو لګېدلی چې زه ورته غمباده وایم. عمرونه عمرونه چا نه دي پوښتلي، ناببره یې واری راسي، مایکروفونه او کامرې ورسیخې شي، نو چې اوس یې نه وايي کله به یې وايي؟ د وخت مېرمن نه ټکوي چې ټول ټال څومره دی، په پړو د بړاس له ایستلو نه تم کېږي. کوربه انانسر خواره کې ډېر تل او ترس کوي، خو د هغه خوارنجوکی غږکله د مرکې د مېلمه د هژده پن توپ تاب لري؟ بیا بیا هماغه یوه خبره تکراروي.شروع یې داسې ګوي، پخوا تر دې چې ستاسو د مهمې پوښتنې ځواب ته را شم…….زیاتي نو هم وخت ختم وي هم د اورېدونکو حوصله.

نو خیر وېسې استاده چې زما دې هم هر وتوراوه!


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۱ د اکتوبر په ۲۰ په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب