پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeروغتیاولې خلک په خپل سر درمل کاروي؟ | ثناءالله سليم

ولې خلک په خپل سر درمل کاروي؟ | ثناءالله سليم

په افغانستان کې دلويو او نه جیرانېدونکو ستونزو له ډلې يوه د درملو په خپل سر کارونه ده.

ډېری وګړي په ښاري او اطرافي سېموکې دډاکتر له لارښوونې پرته درمل کاروي ،او حال داچې په خپل سر د درملو کارونه لويې ستونزې زېږوي .

که په خپل سر د درملو کارونه  دحکومت او روغتيا پالانو پواسطه جدي ونه ګڼل شي ښايي ستو نزې یې تر روان وضعیت لا ډېرې شي.

ځکه زمونږ په ټولنه کې ددرملوخپل سري او خود سرانه کارونه په عام او نه ختميدونکي دود بدله شوې، ټولو نه بلکې اکثرو  وګړو ته چې کله کومه روغتيا یې ستونزه پيداشي، پرځای ددې چې له ډاکتر سره مشوره وکړي، په خپل سر له درملتونه دوا پلوري او خوري یې، چې نه یې مقدار مناسب وي او نه دهغه ناروغۍ لپاره انتخابي درمل وي چې پرې اخته دی.

ټول درمل دبېلا بېلو کمپنيو لخوا جوړېږي ،او دډاکتر په لارښوونه دناروغۍ وخامت ته په ګتو ټاکلی مقدار ناروغ ته توصيه کېږي.

که دټاکلي مقدارڅخه کم توصيه شي ،هغه مکروب چې ناروغي یې رامنځته کړې له منځه نه شي وړلای ،بلکې مکروب ورسره لا مقاوم کېږي.

که دټاکلې اندازې کوم درمل زيات توصيه شي اړخېزې اغېزې یې لا زياتېږي او ښايې په ځينو نادرو حالاتو دمرګ سبب هم وګرځي .

داچې په افغانستان کې دپخوا په پرتله دمعدې د امراضو ستونزې زياتې شوي، ددغه مشکلاتو دډېرېدو عمده لاملونه په زياتو مواردو کې په خپل سرد درملو کارول يادېږي.

عام خلک ديوې خفيفي سردردۍ لپاره هم د درد دکمولو څوډوله درمل استفاده کوي پر ځا ی ددې چې دڅوډوله درملو کارول ورته ګټه ورسوي تاوان ورته رسوي.

په خپل سر د درملوکارونې لاملونه دخلکو ناسم پوهاوی او بې پروایې ،ډاکتر او روغتون ته نه لاسرسی ،دډاکترانو لوړ فيس او اقتصادي ستونزې يادېږي.

هيڅکله باید درمل په خپل سر استعمال نه شي، کله چې د درملو استعمال ته اړتيا پيداکېږي باید دډاکتر په لارښونه تطبيق شي ترڅو په خپل سر ددرملو داستعمال پواسطه درازېږيدونکو ستونزو مخه ونيول شي.

ددې پر ځای چې بې ضرورته درمل وکارول شي پرځای یې باید  غذايې رژیم منظم شي، سپورت وشي ، او داړتیا په صورت کې  له ډاکټر سره مشوره وشي،  تر څو ناروغ ته مناسبه دوا تجويز کړي.

1 COMMENT

  1. سلام خدمت داکترصاحب محترم : یک مشکل که برایم پیش امده اینست ؟بسیار وجودم گرم میشود بسیار از حد زیاد عرق میکنم در این مورد به مشوره شما ضرورت دارم و به کدام داکتر مراجه کنم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب