شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeمقالېدرید افغان سولې په اړه د روسیې او امریکا نژدېوالی | الهام خیال

د افغان سولې په اړه د روسیې او امریکا نژدېوالی | الهام خیال

په افغانستان کې که چا په دروغه هم د سولې نغاره ډنګولې، جنګځپلو افغانانو ورته د خوښۍ اوښکې توی کړې دي. سوله د افغان ملت تر ټولو لومړنۍ او بنسټیزه اړتیا ده، په دې خاوره انسانانو خو پرېږده، آن کاڼو او بوټو هم د جنګ بربادي لیدلې ده. په وروستیو کې چې د سولې خبرې ګرمې شوي دي، سولې ته د افغانانو هیله مندي زیاته شوې ده. خو د سولې پروسه دومره هم اسانه نه ده چې تصور یې کېږي، دا یو پېچلی بهیر دی چې ګڼ اړخونه لري، که یو اړخ یې هم په پام کې و نه نیول شي، ممکن جنګ دوام پيدا کړي او ښايي لا زور واخلي.

د افغان سولې په پروسه کې د امریکا تر څنګ روسیه هم هڅه کوي چې خپل رول ادا کړي، په جنګ کې ښکېل افغانستان روسان په خپل خیر نه ګڼي. وېره دا وه چې د امریکا او روسیې اختلافات او د نظرونه لېرې والی به د افغان سولې بهیر ټکنی کړي، خو اوس داسې ښکاري چې د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا نظرونه هم سره نژدې شوي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو ځله له روسي چارواکو سره ناستې کړې دي، داسې ښکاري چې د دوی نظرونه سره نژدې شوي ديٍ. لومړی ځل خلیلزاد د تېر زیږدیز کال پر ۶مه مسکو ته تللی و، هلته یې له خپل روسي سیال ضمیر کابلوف سره د افغانستان د سولې په تړاو تفصیلي خبرې کړې وې. دویم ځل د روان زیږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۲مه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او خلیلزاد په انقره کې ناسته لرله، هلته یې د افغانستان د سولې په باب هر اړخیزې خبرې کړې دي، همدا راز روسیې د ۲۰۱۸ز کال د نومبر پر ۹مه  د طالبانو او افغان سیاستوالو تر منځ د مسکو فارمټ په نوم یوه ناسته برابره کړې وه، په دې ناسته کې د چین او هندوستان په ګډون د دولسو هېوادونو استازو برخه اخیستې وه، امریکا هم خپل استازی د څارونکی په توګه ورلېږلی و. بیا د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۵مه او ۶مه مسکو مېشتو افغانانو له طالبانو او افغان سیاستوالو سره بین الافغاني ناسته لرله، چې ځای او نورې اسانتیاوې یې مسکو برابرې کړې وې.

امریکا د یادو ناستو هیڅ مخالفت نه دی کړی، داسې انګېرل کېږي چې د افغان سولې په تړاو د دوی ناستو او د هڅو همغږي کېدلو، سو تفاهمات له منځه وړي او نظرونه یې سره نژدې شوي دي، دا سولې ته د رسېدو په برخه کې مهم پرمختګ دی، خو افغان حکومت د روسیې هڅو ته په ښه سترګه نه ګوري، په داسې حال کې چې طالبان او ګڼ افغان سیاستوال د سولې په برخه کې د روسیې هڅې ستایې او له هغو سره یې مخامخ ناستې هم کړې دي. روسیه وايي چې افغان حکومت یې په مرستو او هڅو سترګې پټوي، دوی په یوه غونډه کې د افغان حکومت سلوک ته د پښتو دا مشهور متل کارولی دی (زه دې مړی ژاړم، ته مې په خولې پورې خاندې) له روسیې سره د حکومت د اړیکو ترینګلتیا د افغان سولې بهیر ټکنی کولای شي. د حکومت دا ډول دریځ د افغانستان په خیر نه لیدل کېږي. د اوسني حکومت یوه ستونزه دا ښودل کېږي چې د امریکا او روسیې تر منځ په اړیکو کې انډول نه ساتي، د سوله ایز افغانستان لپاره له یادو دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو لرل ضروري دي، اوس اټکل دا دی چې که سوله کېږي واک به له طالبانو سره نیمیږي او ښايي ټاکنې هم و نه شي، دا هغه څه دي چې ولسمشر غني ته د منلو وړ نه دي. که چېر ته نړیوال تضمین موجود وي او د سولې راتګ حتمي وي نو ولسمشر ته پکار ده چې په خپل دریځ کې نرمښت راولي، که داسې و نه شي نو سبا به ټول مسوولیت ولسمشر غني ته راجع وي، د حکومت لږه بې پروايي هم کولای شي چې له سولې د هما سیوری جوړ کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب