یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېدریاو پر «مهسا» هم و نه رحمېدل | آصف بهاند

او پر «مهسا» هم و نه رحمېدل | آصف بهاند

د تنظیمي او ټوپکي واکدارۍ په دایره کې او د همدې خلکو د روانې پالیسۍ له مخې ټولنه له وحشت نه داسې مالامال شوې چې اوس پر یو گل غوندې ماشوم هم رحم نه کوي. و همدې پالیسۍ پیروانو او لارویانو، د «همسا» په نامه یوه وړه ماشومه د خپل وحشت نه قرباني کړې ده او نه یوازې یې د دې ماشومې کورنۍ، بلکې زموږ د ټولنې ټول با احساسه وگړي او ټول انسانیت د یو ستر ویر پر تغر کینولی دی. زموږ د ټولنې انسانان دومره وحشي شوي دي چې هیڅ ډول عذر، زارۍ او غږ نه

اوري. اوس د مجبوریت له مخې باید څارویو ته د مرستې غږونه وکړو:

« د دې معصومې شهیدې عکسونه د ځنګل پر ونو سریښ کړئ، ډاډه یم چې حیوانات به یې ملاتړ ته را ودانګي او په خپلو تیرو منګولو به اختطافچیان ټوټه ټوټه کړي.

دلته عدلي پروسیجر ډير ورو او د مصلحتونو ښکار دی

د ځنګل ښاغلو حیواناتو!

راوځئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئئ!»

زه فکر کوم چې زموږ خوږې «مهسا» به هم د مرگ شیبه کې، د سوریايي وړوکې ماشومې هغه خبره تکرار کړې وي چې کوم ژورنالست ته یې کړې وه:

«زه چې خدای ته ورغلم، هر څه به ورته ووایم.»

ما د سوریايي ماشومې همدا خبره د یوه شعر په قالب کې انځور او خپره کړې وه، اوس یو یې ځل بیا د «مهسا» په خاطر خپروم:      

کله چې ورغلم، ورتوبه وایم

کله چې ورغلم، ورتوبه وایم

چې لاندې مځکه کې دې

هغه موجود چې تا اشرف المخلوقات بللی

هلته سور اور بل کړی

ستا د رسول، ستا د کتاب او بیا د تا په نامه

هغه کوي چې تا ویلي نه دي

۲۲/۱۱/۲۰۱۸

هېدرسلیف

ډنمارک

1 COMMENT

  1. زه نه پوهیږم چې الله تعالی ته به څه جواب ورکوو. الله تعالی دی دوی هلاک او تباه کړي. دوی باید په هغه ثانیه کې قتل کړلۍ شي چې بیا داسی څوک اونکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب