سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاقتصادافغانستان څومره نفت لري؟ | انجنیر فریداحمد باوري

افغانستان څومره نفت لري؟ | انجنیر فریداحمد باوري

لومړۍ برخه

نفت د اوستايې کلمې (نپتا) څخه اخیستل شوې او وروسته د عربو لخوا په نفت اړول شوې ده، په فرانسوي ژبه کې هم ورته (Naphte) ویل کیږي په انګلیسې ژبه کې ورتهroleum Pet اصطلاح کارول کیږي چې Petro د ډبرې او oleum د تیلو په ماناده.

نفت هغه مایع ده چې په ترکیب کې يې دوه عنصره کاربن او هایدروجن ستر ونډه لري، او په یو کم مقدار پکې درانه عناصر لکه: نایتروجن او سلفر او ځیني نور عناصر هم وجود لري.

پخوانیو متمدنو قومونو اشوریانو او بابلیانو له میلاد څخه پنځه سوه کاله مخته له نفتو څخه ګټه پورته کوله او هغه به يې د غیر قابل نفوذ مادې په حیث کاروله، او په ډېرو تاریخې اثارو کې يې تر سترګو شوي دي.

د منځنیو پیړیو په پیل کې مسلمانو پوهانو له سپینو نفتو څخه د څراخونو په بلولو کې ګټه پورته کوله چې په وسیله به يې د بغداد ښار واټونه پرې روښانه کول.

د نفتو لومړی میدان په نهمه میلادي پېړۍ کې په (باکو) ښار کې پیدا او کشف شو، او د دې ترڅنګ د نفتو لومړۍ څاه په ۱۷۴۵ میلادي کال کې د فرانسویانو لخوا وکندل شوه او په مجهزو وسایلو باندې يې نفت د ځمکې سرته راپورته کړل.

په ۱۹ مه پېړۍ کې د نفتو د را ایستلو تخنیک په خورا بېساري ډول پر مخ ولاړ او په ډېرو هیوادونو کې د نفتو د را ایستلو څاګانې وکندل شوې.

د نفتو د پیدایښت او سرچنې په اړه ویل کیږي چې میلینونه کاله مخته ژوندي موجودات د اکسېجن په نشت کې تر خاورو لاندې پاتي شوې دي او په نفتو باندې بدل شوي.

د پتروشیمي پوهانو په اند افغانستان او منځني ختیځ د نړۍ یوه لویه برخه نفتي زېرمې لري، د افغانستان هر سیمه یوه کیمیاوي مادې درلودونکې ده او هیڅ داسې ساحه نسته چې بې کیمیاوي مادې دي وي.

د افغانستان د نفتو په اړه په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل ارقام ورکول شوي دي.

یو وخت داسې فکر کېده چې په افغانستان کې ۱،۸ میلیارد بوشکې خام نفت ،۳۰۰۰ میل��ارد متر مکعب طبیعي ګاز او ۵۶۲ میلیون بوشکې مایع ګاز شتون لري، خو په ورستیو کې دا رقمونه بدل شوي دي، د امریکا د ناسا څېړنیزې ادارې  وايي چې په افغانستان کې سل داسې سیمې او ساحې شته چې لوړ نفتي او اقتصادي ارزښت لري.

تر اوسه پورې د افغانستان په پنځو نفتي حوزو باندي څېړنې او پلټنې شوې دي خو ډېرې سیمې لا اوس هم بې څېړنې پاتي دي.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۶ مـ کال کې د نفتو اکتشاف او پلټنه پیل شوه چې په پایله کې يې د ۱۹۵۹مـیلادي کال په ورستیو کې د سرپل ولایت د انګوت د سیمې نفت پیدا او کشف شول او د را ایستنې لپاره يې عملې لارې چارې په لاره واچول شوې، تر ۱۹۶۶ میلادي کال پورې په افغانستان کې د نفتو ۵۰ څاګانې وکندل شوې. چې په یو ډېر کم ظرفیت يې د نفتو تولید پیل کړ، د نفت پوهانو په اند افغانستان په ورځني ډول د ۳۰۰ زره بوشکو نفتو د تولید ظرفیت لري چې په کلني ډول ترې لس ملیارد ډالر په لاس راتلای شي، د افغانستان په شمال کې د امو دریا نفتي حوزه په خورا لویه پېمانه نفت لري چې د نړۍ د ۱۵۲ لویو نفتي حوزو په کتار کې ۱۵ ام مقام لري ، د دې حوزې په اړه ویل کیږي چې په دې نفتي حوزه کې ۱۵ تریلیون متر مکعب خام نفت زېرمه دي، او که دا مقدار په بوشکو واړول شې ۶۰ تریلیون بوشکې خام نفت ترې جوړیږي چې د نفت لرونکو هیوادنو په کتار کې نهم ځایي نیسي.

په ۲۰۰۶ میلادي کال د امریکا د فوسیلي منابعو د ادارې په خبره افغانستان ۱،۵۹۶ میلیارد بوشکې نفت ، ۴۴۴ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز او ۵۶۲ میلیون بوشکې مایع ګاز شتون لري، خو د دې ادارې لخوا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې اعلان وشو چې په افغانستان کې د ۶۰۰۰ـ ۷۰۰۰ میلیارد مکعب نفت شته دي، د افغانستان د معادن او پټرولیم وزارت وايې د شبرغان او حیرتان تر منځ کابو ۱،۸ میلیارد مکعب نفت پراته دي.

په اوسني وخت کې د خپلې اقتصادي او پرمختیايې پروژو لپاره شپږ یا اوه ملیارده ډالرو ته اړتیا ده چې که افغانستان په خپلو نفتو را ایستلو کار وکړي تر دې به ډېرې پیسې په لاس راوړي.

هیره دي نه وي چې په افغانستان کې تر اوسه لا ډېري سیمي بې پلټنو پاتي دي چې که په اړه يې معلومات تر لاسه شي ښايي خورا لوړه اندازه پیسې ترې په لاس راوړل شي، افغانستان له دومره زیاتو نفتو سره سره د نفتو تولیدونکی هیواد نه بلل کیږي.

نوټ: په دې مقاله کې چې د بوشکې اصطلاح کار شوې ده موخه ترې هغه معیاري او نړیوالې بوشکې دي چې حجم يې ۱۵۹ لیتره دی.

1 COMMENT

  1. ‌‌‌‌‌‌ګټور معلومات دي، په دې هیله چي ګران هیواد په دې وتوانیږي تر څو له خپلو طبیعي سرچینو ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فیسبوک/ظفر کریمي

تشویش/ اجمل پسرلی

څوک/ اجمل پسرلی