جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریزما وينه هم رنګ لري | حبيب وقار

زما وينه هم رنګ لري | حبيب وقار

پوهېږم او څرګنده ده چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کېږي، خو جګړه داسې هم نه ده چې د يوې سپږې له پاره ټول پوستين ته اور ورته کړل شي. زه د دولت سرتېری يم، خو ته چې راځې د خپل سرتېري کور ړنګوي، وروڼه يې په لمبو کې سېزې، جومات، مدرسه، کلينيک او هرڅه يې ويجاړوې دا به بيخي مناسبه او وړ نه وي.

په دې هم پوهېږم چې په جګړه کې هره نادوده شونې ده، خو دولت خپل انتظامات لري، خپل اصول او مقررات لري او کولای شي د خپلو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د جګړې په منځ کې هم ماشومان، مېرمنې، سپين ږيري او ملکي خلک په محفوظ ډول له صحنې را وباسي او په سيمه کې د خپلو استخباراتي معلوماتو له مخې خپل دوست او دښمن تفکيک کړي، نه داسې چې هر جينګ خولي ته شادګل ووايي او د کليوالي سيمو په هر کس د مخالف وسله وال شک وکړي او ويې وژني.

له لنډ مهال راهيسې د دولتي نظامي ځواکونو له لوري په وردګو ولايت کې له کچې ډېرې نادودې پيل شوې دي، دوی پرته له دې چې خپل مخالف وسله وال په نښه کړي، د سيمې ملکي خلک وژني.

که په دولتي پوځيانو له کورونو ډزې کېږي، دولتي ځواکونه بايد د ملکي خلکو دا اړتيا هم په پام کې ونيسي چې که مخالف وسله وال يې کور ته په زور ورځي، د کور څښتن څه کوی شي، نو له دولت په لومړي سر کې له ولسمشر اشرف غني په جدي ډول غوښتنه کوو چې نور دې د ملکيانو له سيمو او د خلکو د کورونو له ړنګولو د خپلو ټوپکو شپېلۍ واړوي، که يې نه اړوي، بيا به د هر پاڅون، هر قيام او هرې نادودې پړه خپله د زرکلن په غاړه وي.

له بل لوري که ولسونه خپل حق غواړي او په ولسواکه توګه لاريون کوي، هم ‌ډزې پرې کېږي او د لاريون حق نه ورکول کېږي.

د دې ترڅنګ د دولت له مخالفينو هم هيله کوو چې د خلکو کورونه، جوماتونه، ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، مدرسې او د عامو وګړو د اوسېدو او ګڼې ګوڼې ځايونه دې د خپلو سنګرونو په توګه نه کاروي، که نه وي نو بيا به د دې ټولو وژنو مسول تاسې ياست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب