شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېدریسبا ډېر ښکلی دی! د حامد طوطاخېل د بریا کیسه

سبا ډېر ښکلی دی! د حامد طوطاخېل د بریا کیسه

لیکنه: شمس الحق حیران  

دا د هغه خواریکښ افغان ځوان (حامد طوطاخېل) د شهامت او بریاوو ویاړلې کیسه ده چې د پېښور له ځوروونکو شپو، بې وزلۍ، یتیم والي، کړاوونو او خواریو پيل او د ابوظبۍ ښار پر مرمرینو قصرونو ختمېږي. حامد لا دوه کلن وو چې پلارجان یې وفات شو، مشر ورور یې خالد تر ده شپږ کاله مشر او کشر ورور یې محمود دا مهال لا نړۍ ته راغلی هم نه وو. حامد او ورور ته یې د کډوالۍ پر مهال د کور او ډوډۍ پېټی په داسې حال کې په اوږو ور واچول شو چې پلار او ترونو یې د مور وطن افغانستان په پکتیا ولایت کې بدي درلوده، د دوی پلار او ګڼ ترونه د همدې کور ګډې بدۍ له تاوه په بېلابېلو وطنونو او سیمو د زاڼو د شلېدلي قطار غوندې خپاره شول. د حامد کورنۍ د پاکستان خیبر پښتونخوا د کډوالو کمپونو ته کډه شوه او د بې کسۍ او کډوالۍ له مخې یې په تنکي عمر کې د مزدورۍ او کاروبار درانه پېټي ته اوږه ورکړه. حامد او ورور یې څه موده لاسي پلورونکي او وروسته په یو هوټل کې شاګردان وو. دا چې خالد له نوموړي د عمر او بدني ځواک له مخې یو څه غښتلی وو نو له یو بډای کس سره د څو روپیو په بدل کې مزدور شو.

د غربت او کډوالۍ دردوونکې شپې تېرېدې، د پېښور مکتبونه او مدرسې عصري کېدې خو یوازې هغو ماشومانو پکې زده کړې کولای شوای چې پلرونه او  مشران وروڼه یې درلودل او اقتصادي بوج یې ملا نه وه ماته کړې. حامد او وروڼو یې د پېښور په ګڼ مېشتي ښار او شاوخوا سیمو کې د ډېرو ښوونځیو په لیدو سترګې خوږې کړې خو په ښکلو درسي ټولګیو کې د استاد مخ ته په پاک مکتبي یونیفورم کې د کېناستو خوب یې کله هم ریښتیا نه شو. د سهار ملا آ‌ذان څخه نیولې په ګرمو غرمو تر شپې ناوخته درانه کارونه نور د دوی معمول ګرځېدلی وو. د کونډې مور دعاګانو او د ماشومو بچیانو خواریو د یوې کډوالې افغانې کورنۍ ورځنی روزګار چلاوه. یوه ورځ د حامد کورنۍ مور وطن افغانستان ته راوکوچېده، له یوې نړۍ اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ناخوالو سره یو ځای کال په کال او میاشت په میاشت په ډېرو سیمو او ولایتونو راوګرځېده. پکتیا، لغمان او ننګرهار کې له څه مودې مېشتېدو وروسته یې په کابل کې واړول. خالد او حامد د (شاه شهید) په سیمه کې له یو مستري سره په ورکشاپ کې شاګردان او یو ځل بیا یې ستومانوونکو کارونو ته تګ را تګ پيل کړ. خــــــــو کشر ورور محمـــــــــــود یې د ښوونځۍ زده کوونکی شو. د کابل ستړې شپې هم تېرېدې خالد د ماین پاکونې یوه مؤسسه کې دنده ترلاسه کړه او حامد تر درې کاله شاګردۍ وروسته په تنکي عمر کې د (پُل محمود خان) په له بیروبار او کاره ډکه سیمه کې خپل شخصي ورکشاپ پرانیست.

نوموړی کیسه کوي: کله چې په لومړۍ ورځ سرای ته را ننوتم، د سرای د ورکشاپونو خاوندانو به یو بل ته په پسخند ویل، له خدایه مې جار کړې اوس ماشومان هم را پاڅي او ورکشاپونه پرانیزي؛ دا او دې ته ورته تانې او پسخندونه مې ډېر واورېدل، ځان مې پرې کوڼ واچاوه او له ګاونډيو مستریانو سره مې خپل نېک چلند ته دوام ورک��، هېڅکله مې بې صبري ونه کړه پوهېدم چې د صبر مېوه خوږه او الله د صابرانو مل دی. په نوي ورکشاپ کې د کار پیل په لومړۍ ورځ مې د حج او اوقافو وزارت درې موټرونه ترمیم کړل.

د څو اونیو په تېرېدو د سرای نور مستریان د وړوکي مستري حامد د کار بازار ته ګوته په غاښ وو. ډېر کله به حامد د کار د زیاتوالي له کبله خپل ځینې مراجعین ګاونډیو مستریانو ته ورلېږل. حامد به هر سهار کارځای ته د تلو پر مهال د یو ښوونځي له څنګه تېرېدو ، هغه به د خپلو همزولو تنکیو ځوانو زده کوونکو په لیدو د زړه وینې خوړې او له ښوونځي د محرومیت پټې اوښکې به یې تویولې. د حامد او خالد نه ستړي کېدونکو هڅو رنګ راووړ او د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ورځ تر بلې ښه کېدو. حامد بې تمې ملګرتوب کاوه، د ښوونځۍ څو تنکي زده کوونکي د نوموړي ملګري او د نورو ډېرو افغان ماشومانو غوندې په اقتصادي ستونزو کې راښکېل وو خو دا چې حامد جان په کوچني عمر کې له غرونه، غرونه ستونزو سره ډغرې وهلې وې نو نه یې غوښتل چې ملګري یې هم د ده په څېر د سواد زده کړې له نعمت محروم شي. ځکه خو یې مټې رابډ وهلې او د خپل کشر ورور محمود تر څنګ یې له کومې تمې پرته له هغوی خپل اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړ.

د حامد د بریالیتوب ستوری هغه مهال لا وځلېد چې د عربي متحده اماراتو  ابوظبۍ ښار د موټرو د ماشین ډیزاین یو نامتو ورکشاپ ته د خپل استعداد پر مټ ور وپېژندل شو. باحوصله او نرم خویه حامد په لږه موده کې د یاد ورکشاپ د ریس پاملرنه ځان ته ورواړوله او له دوه کاله په کمه موده کې یې د دې ورکشاپ ریاست وروسپارلو. نور نو د مادي او معنوي دواړو اړخونو له پلوه حامد یو ډېر بریالی انسان وو.

نن ورځ،  دېرش کلن حامد هغه بې کسه یتیم نه دی، دا په ظاهره نالوستی او غلی ځوان د موټرونو د ماشین تخنیکي برخه کې د یوې نړۍ مهارتونو او تجربو درلودونکی بین المللي ډیزاینر او طراح، د یو ستر او نامتو ورکشاپ ریس، په پنځو ژبو حاکم خبرې کوونکی او د کابل ښار په یو غوره موقعیت کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای استوګن دی.

حامد وایي:  د کاروبار په لړ کې له بېلابېلو حالاتو سره مخ شوی یم. ټپي شوم، و ځورول شوم،  یو ځل مې دروند تاوان وکړ، نیږدې وو چې خپل کاروبار له لاسه ورکړم خو دا چې په یوه هوډمنه کورنۍ کې ستر شوی وم نو نو خپلې هیلې مې له لاسه ورنه کړې او بیا مې د مبارزې ډګر ته ودانګل او تر پخوا په پياوړې ارادې سره مې کار او زیار ته مخه کړه.

هڅاند حامد نالوستی پاتې شو خو د زده کړو آرمان یې لا هم تاند دی، دی زیاتوي:  که د کاروبار تر څنګ د زده کړو وړوکی فرصت هم راته برابر شي نو درېغ به ونه کړم او په پوره مینې به مې زده کړې ترسره کړم. که حامد نالوستی پاتې شو خو د کشر ورور محمود په پوهې، اخلاقو، عالي فکر او ټولنیز احساس یې د سړي تنده ماتېږي. د ژوند په ټولو خوږو او ترخو شېبو کې خالد او حامد مبارزه وکړه او محمود ته یې د زده کړو زمینه برابره کړه، محمود ښوونځی ولوست، د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ ته بریالی شو او تېر کال ځان، کورنۍ او ګران هېواد افغانستان ته له ډېرو هیلو او علمي طرحو سره یو ځای له یادې پوهنځۍ ‎فارغ شو. د ښاغلي محمود طوطاخېل د استعداد او زیار کچه له دې معلومولی شو چې له فراغت سره سم یې یوه علمي څېړنه (کارکوونکو پر انګېزې اغیزمن لاملونه ـ د اتصالات کمپنۍ موردي مطالعه) د کابل پوهنتون د اقتصادي څېړنو په علمي مجله کې خپره شوه.  

له حامد طوطاخېل مې وپوښتل، د بریا راز یې څه دی؟ نوموړي راغبرګه کړه: یتیم وم خو د مشر ورور خالد په شتون کې مې د پلار نشتوالی حس نه کړ، خالد راته د پلار او مشر ورور دواړو مینه راکړه هغه زما لپاره یو اتل دی. هېڅکله مې همت له لاسه ورنه کړ، نېک چلند او اخلاص لرم، له هرې ستونزې سره د ډغرو پر مهال فکر کوم چې الله لوی او سبا ډېر ښکلی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب