Homeمقالېدریولسمشر له لوري د مشورتي لويې جرګې رابلل یوه تاریخي پریکړه ده

ولسمشر له لوري د مشورتي لويې جرګې رابلل یوه تاریخي پریکړه ده

سردار محمد همدرد
زموږ د هیواد په تاریخ کې زموږ د هیواد لوی ستونزې په جرګو حل سوي دي.
جرګې د دې هیواد یو ډیر عادلانه او د وطن د ملي ګټو ته په کتو سره یو ډیر ښه دود دی او دا دود په افغانانو کې تر هر چا غښتلی دی.
د لوی جرګې بنسټ د هیواد داسې یو بچي،  یو ځوان احمد خان چې بیا یې د بابا لقب غوره کړ،  په ډیر هنر کیښود.
دا داسې یو حالت وو چې  دې خواخوږي مشر په ډېر هنر هم د ایراني نادر افشار په پوځ کې شامل و او هم یې استقلال واخیست، په دې وخت کې د اقوامو اختلافات اوج ته رسیدلي وه،  د په شیر سرخ کې لویه جرګه جوړه کړله، د هیواد مشران یې راټول کړل او تر یوې هفتې زیات بحث کې دې نتیجې  ورسیدل چې د افغانستان ملت په یوه خوله دا ستر مسؤلیت دې ستر انسان ته وسپاري.
هغه په ډېر قوي مدیریت سره لومړی د افغانستان ملي وحدت یقیني کړ او بیا یې لویه امپراطورې جوړه کړه.
اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته،  اوس چې بیا د هیواد یو سرنوشت ساز وخت راغلی دی،  د سولې خبرې پیل سوي دي  د ولس سره مشوره پکار ده،  که څه هم یو تعداد خلک لویه جرګه د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ّ غوښتنه بولي، خو زه وایم دا یواځې د ده نه  بلکې   د ملت غوښتنه هم ده،  زموږ په هیواد کې باید دا سیاسي اخلاق موجود وي ، په ملي مسایلو کې باید له حوصلې کار واخیستل سي، زه په هغه ادرس خبره نه کوم، زه فقط د یو افغان په حیث دا خبره کوم  چې تر سولې نه سرنوشت سازه موضوع بله کومه موضوع ده؟
د حکومت څخه مې هیله دا ده چې په ملي مسایلو باید عکس العملونه ونه ښایي!
د وطن د ملي ګټو په خاطر باید يو څه ترخه  حقیقتونه ووایو.
دا اوس چې د سولې خبرې پیل سوي دي،  موږ د طالبانو د دې دوه ټکو سره مخالفت کړی دی چې وایي له حکومت سره نه کښینو،  یا وایې چې قهرمان امنیتي ځواکونه له منځه وړو!
په پای کې دا وایم  د هیواد په ملي او سرنوشت سازه مسایلو کې دا د هر افغان مسؤلیت دی چې باید خپل مسولیت ادأ کړي.
هم باید سوله وسي او هم باید هغه څه وسي چې د افغانستان ملت یې غواړي.
ما دا مقاله درې ورځې مخکې لیکلې وه، خو خپره کړې مې نه وه.
نن مې چې د ولسمشر له لورې د مشورتي  لوی جرګې خبر واوریدو  چې رښتیا سې ډیر خوشحاله سوم،  اوس ورته یوه بله مشوره هم ورکوم!
که غواړې چې دا جرګه ښې پایلې ولري، کوشش باید وسي چې د ملت رښتیني او وطن دوسته اشخاص په کې ګډون وکړي او که داسې وي چې د سلیقې په خاطر یو تعداد خلک نفي  سي او یا د حکومت لخوا جرګه سانسور  سي دا کار به زموږ د هیواد نورو تاریخي جرګو حیثیت ته زیان ورسوي،  ډېره ښه پریکړه ده،  سیاسیون او د افغانستان ملت باید د دې تاریخي پریکړې هرکلی وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...