سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدرید ټرمپ بېړې او ای اس ای ستراتېژیک زغم کې راګیر خلیلزاد

د ټرمپ بېړې او ای اس ای ستراتېژیک زغم کې راګیر خلیلزاد

ګلاب شاه ګلاب | 

وایي چې د یو سړي مور او مېرمنې دده په غیاب کې داسې جنګونه کول چې ګاونډیان به یې سیل ته پر بامونو ولاړ و خو چې کله به سړی کور ته راغی نو مور او مېرمن به یې یوه له بلې ځارېدې او داسې به یې ښودله چې ددوی ترمنځ له سره کومه خبره نه شته. خو دا خبره پټه پاتې نه شوه یو او بل په تېره د کلي ځینو شیطانانو د سړي تر غوږونو وروسوله چې په غیاب کې یې مور او مېرمن په ډېره بې شرمي خپلو کې جنګ کوي. سړي له مور او مېرمنې دې خبرې سپیناوی وغوښت خو هغوی سوچ منکرې شوې چې سبحان الله دا څومره بې ځایه تور او تهمت دی. سړي ومنله خو بیا هم یوه ورځ بې وخته او ناڅاپي کور ته راغی که ګوري چې مور او میرمن یې ان یوه پربلې ګوزارونه کوي او ګاونډیان پر بامونو د هغوی نندارې ته ولاړ دي.

کله چې جنګره ښځو( د سړي مور او مېرمن) هغه ولید نو ژر یې له جنګ او خپړو لاس واخیست. دغه وخت سړي وویل چې هره ورځ مو خلک سیل کوي نن زه هم غواړم ستاسې د جنګ سیل وکړم خو هغوی انکار وکړ، سړي ټوپک ته لاس او قسم یې یاد کړ چې که دوی(مور او مېرمن) یې جنګ ته دوام ورنه کړي نو دواړه به په ګولۍ و ولي. ښځې د مرګ له ویرې یو بل سره په جګړه شوې. خو څرنګه چې خواښې زړه او نګور ځوانه وه نو ځکه خو د نګور زور تېر و او هرځل به چې نګور خواښې راټینګه کړه نو خواښې به د ځان خلاصولو هڅه وکړه، دغه حالت څو ځله تکرار شو، دغه وخت سړې پر مور غږ وکړ: زړې وینم دې چې ک..ه باسې!

دا کیسه مې تر دې را یاده شوه چې د امریکا ولسمشر هم له افغانستان ک..ه باسي ځکه دی غواړي د ولسمشري راتلونکو ټاکنو کې د بري له پاره لاسته راوړنه ولري او امریکایانو ته وښیي چې ګنې د امریکا اوږده جګړه یې پای ته رسولې، خپل پوځیان یې هېواد ته را ستانه کړي، میلیاردونه ډالر یې سپمولي او….

پر همدغه دلیل یې پر خلیلزاد پسې کوتک را اخیستی او ورته وایي چې این کوې که پین کوې دا پټی به شین کوې (په شپږو میاشتو کې له طالبانو سره سوله وکه)

دا داسې مهال دي چې د امریکایي چارواکو له بېړې تل پاکستانیانو ګټه اخیستې په همدغه وخت کې یې د امتیاز اخیستو له پاره ځانونه ترې غړولي او په یوه او بله پلمه یې ځکه د امریکایانو له غوښتنو ځان غړولی چې خو چې امریکایان امیتاز ورکولو ته چمتو شوي بیا یې نوې او نورې غوښتنې غړولی چې په لنډ او تنګ وخت کې پر امریکایانو پخپلې غوښتنې ومني.

امریکایان وایي طالبانو ژمنه کړې چې نور به القاعده او داعش نه پرېږدي او په بدل کې به یې امریکایان له افغانستانه ووځي او…څه …او څه…

که راشو دې ته چې ایا طالبان رښتیا هم القاعده او داعش ایستلی شي؟ د داعش خبره خو یوه خوا ده او هغه ځکه چې دلته هغه د منځني ختیځ داعش نه شته بلکې دا د ای اس ای داعش دی چې د خپلې کومې بلې سودا یا د خپلو پلوي طالبانو وحشتونو پټولو له پاره یې څوکسان راتول کړي. د بېلګې په توګه کله چې طالبان داسې کوم برید وکړي چې په هغه کې ملکي وکړي ووژل شي طالبان یې مسوولیت ونه مني خو یو څوک د داعش په نوم خبرپاڼه خپره او د پېښې مسوولیت پرغاړه واخلي او طالبان پر خپل فکر ځانونه سپین چرګان کړي چې ګنې دوی دغه کار نه دی کړي.  

خو راځو د القاعده مسلې ته ایا طالبان به په رښتیا هغوی ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي؟ لومړی خو طالبان یو ایدیولوژیکه ډله ده او د تاریخ به اوږدو کې ایدیولوژیکې ډلې خپلې ایدیولوژي ته زمنې وي نه نورو ژمنو ته نو ځکه خو طالبان هم په خپل فکر یوازې خدای ته مسوولیت لري او له ای اس ای پرته امریکا یا بل هرچاسره چې وي د کوم تړون د ستنې سر په اندازه پروا هم نه لري. په اصل کې خو دوی (طالبان) د پاکستان د پوځ ستراتېژیک عمق له پاره جوړه شوې ډله ده، په خپله د پاکستان د پوځ پخواني مشر اشفاق کیاني ویلي و چې «طالبان د پاکستان د ملي ګټو له پاره کردار ادا کوي» او ترهغو چې پاکستان خپلې موخې ته رسېدلی نه وي او یا دا ورته ثابته شوې نه وي چې نور دا لوبه ورته د خپلې بقا په بیه تمامېږي، له دې لوبې لاس نه اخلي. د پاکستان پوځ او څارګرې څانګې ( ای اس ای) ته دا مهمه نه ده چې په دې منځ کې څومره وینه تویېږي او د چا وینه توییږي؟ ځکه چې وینه پردۍ ده، د جګړې لګښت یې هم د افغانستان له تریاکو او خوار ولس له خولو او زبېښلو له لارې پوره کېږي چې د دوی نه یوازې په کې زیان نه شته بلکې ګټه یې هم پکې ده او له دې لارې خپله کنډه پیسې هم ترلاسه کوي، نو که هرڅوک وي له دغه ډول ګټورې ماملې نه تېرېږي.

بله دا، چې هغه ارګانیکې اړیکې چې د لسیزو په اوږدو کې د طالبانو او القاعدې ترمنځ جوړې شوي یا جوړې کړای شوي په دومره اساني له منځه نه ځي او نه تلی شي. که وکتل شي د طالبانو واکمني پر مهال چې کله امریکا پر طالبانو د اسامه بن لادن په خاطر زور راووړ یو ځل یې وویل چې بن لادن په افغانستان کې نه شته، بل ځل یې وویل اسامه له افغانستانه وتلی دی، بل ځل یې وویل چې د هغه فعالیت یې محدود کړی او دې ته ورته نورې خبرې خو دا ټولې هسې پلمې وې او کله چې د نیویارک د سوداګریز مرکز پر غبرګلونو اسمان څکو او پنتاګون له ترهګریز بریدونو لاندې راغلل او زرګونه کسان په کې ووژل شول، امریکا له طالبانو د بن لادن د ورسپارلو په اړه داسې کلکه غوښتنه وکړه چې د انکار په صورت کې یې پایله لا له وړانېد ټولو ته مالومه وه خو بیا هم طالبان چمتو نه شول چې هغه (بن لادن) وروسپاري، له خپلې واکمنۍ تېر شول خو له خپل نازولي میلمه( بن لادن) تېر نه شول. مهمه خبره داده چې د طالبانو ادارې له ړنګېدو وروسته د هغوی او القاعدې ترمنځ اړیکې نورې هم ژورې شوې او تر هغو چې مشرف طالبان راټولول د طالبانو ټول لګښت د القاعده پرغاړه و او په دې سره د دواړو  ډلو ترمنځ اړیکې تر پخوا ډېرې ژورې شوې دي. دلته یوازې القاعده هم نه ده بلکې ډېرې نورې ډلې دي لکه لښکر طیبه او نورې چې د هندوستان پر سفارت، میلمستونونو او قونسلګریو یې ترهګریز بریدونه کړي چې له تردید پرته طالبانو سره ژورې اړیکې لري. داسې هم ویل شوي چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعالې دي چې ټولې له طالبانو سره اړیکې لري او په ځینو برخو کې دا اړیکې دومره ژورې دي چې د بېلولو تشخیص یې ستونزمن څه چې ناشونی دی. په دغسې یو حالت کې به څنګه شونې وي چې طالبان له ترهګرو ډلو خپله لار نه یوازې جلا بلکې د هغوی خلاف دې عمل وکړي؟ خو اصلي خبره داده چې اوس پاکستانیان یو ځل بیا امریکا غولوي او ورته وایي چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي دا …او…دا…

خو په حقیقت کې اوسني طالبانو ترپخوانیو ټوک خورو طالبانو ډېر تېره او تیغوني شوي دي  هغه وخت یې ځانمرګي او انترنت کارونکي نه درلودل اوس هغه هم لري، اوس یې ښې ډېرې پیسې او مالي سرچینې او کاروبارونه پیداکړي، اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ترهګرو ډلو سره ټینګې اطلاعاتي اړیکې لري په دې مانا چې اوس ترپخوا لاډېر خطرناک شوي دي. طالبان اوس داسې هم انګیري چې بل ځل که هرډول ترهګریز برید یا له بشري حقونو هرڅومره سرغړاوي وکړي بیا امریکا پردوی د برید له پاره ځکه نه راځي چې د ۲۰۰۱ کال نړیواله اجماع نه شي رامنځته کولی، اوس نړۍ ډېره بدله شوې او خپله امریکا به هم بیا پر دوی پسې پوځونه راونه لېږي نو ځکه خو په زغرده ویلی شو چې طالبانو ته به له امریکایانو سره کېدونکې هوکړه یا تړون دوه توته ارزښت هم ونه لري.       

 رښتیا خبره داده چې پاکستان په دې سره امریکا یو ځل بیا دوکه کوي دټرمپ له تاکنیزې بېړې ګټه اخلي او خپلې غوښتنې پرې مني، امتیاز ترې اخلي هغه ډول چې ویل شوي یوازې خبرو ته د طالبانو کینولو پر سر امریکا پاکستان ته یو میلیارد دالر نغد ورکړل او پنځه میلیاده نور د ماملې په بښړولو کې ورکوي. له بلې خوا پاکستان په دې هم بسنه نه کوي بلکې غواړي په افغانستان کې دولتي واک او بنسټونه له منځه یوسي چې په قطر کې د طالبانو یو استازي هغه خبرې یې ښکاره بېلګه ده چې ویلي یې دي دوی به افغان ملي اردو ړنګ کړي چې دا په اصل کې د پاکستان ستراتېژي ده او په دې سره غواړي بیا دغلته د نړۍ له ګوټ ګوټه ترهګرې ډلې راټولې او د کنترول له پاره یې په پرله پسې توګه له امریکا او نورې نړۍ باج واخلي. که په دغسې حالت کې بیا هم زړه(ټرمپ) غواړي ک..ه وباسي خو دا دې هم ورته یاده وي چې که یو ځل یې پښه له دې ځایه خطا شوه بیا به یې په نړۍ کې هم پښه ټینګه نه شي کړی.              

1 COMMENT

  1. له نن نه نولس کاله وړاندې په همدغه ورځ امریکا کې پر نړیوال مرکز حمله وشوه، د رسنیو له خولې، په دې پېښه کې ۳۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، یو متل دی چې ټکه که لوېږي؛ نو د غریب په کور لوېږي، چې دا ټکه هم زمونږ په غریب ټاټوبې را ولوېده.

    امریکا په دې بهانه چې دا حمله له افغانستان نه رهبري کېده او هملته پلان شوې وه، یو نړیوال ایتلاف جوړ کړ او په افغانستان یې د هند له بهر نه د کروز مزایلو حمله پیل کړه، تردې څو ورځې وروسته یې د بي ۵۲ الوتکو په وسیله هغه څه چې لږ روغ پاتې و، له منځه یو وړل.

    د طالبانو نظام یې رانسکور کړ، د ښادیو په محفلونو او د جنازو په مراسیمو یې بمبارونه وکړل، یوه جنازه یې له سلګونو جنازو سره مله خاورو ته ټیټه کړه، د ښادیو په مراسیمو کې ترې ناوې او زوم هم په امان پاتې نشول.

    د خلکو کورونه یې تلاشي کړل او په مختلفو بهانو یې نارینه ترې و اېستل، په بګرام او ګانتانامو کې یې بې له جرمه او بې برخه لیکه بندیان کړل.

    دوی له تروریزم سره د مبارزې په بهانه افغانستان ته راغلل؛ خو په افغانستان کې یې په خپله په ترور پیل وکړ، که تروریزم ویرونې او وژنې ته وایي؛ نو دوی هم خلک ووېرول، مخور قومي مشران، سپی ږېري، علماء او ځوانان یې له کومې څېړنې او محاکمې پرته ووژل، چې تروریزم به نو نور څه ته وايي؟

    هغه علماء چې غوښتل یې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي، وځورول، اړ یې کړل چې عادي ژوند نه تېر شي، یا کډوال شي او یا غره ته پورته.

    دوی اسامه بن لادن د دې کړنې مسول باله، د هغه د نیولو او ځای په ډاګه کولو په موخه یې لس میلیونه ډالره د ورکړي اعلان وکړ او د هغه د شتون په بهانه یې ډېری ځایونه بمبار کړل، چې په پایله کې به د بې کناه کسانو له مرګ ژوبلې پرته نور هیڅ لاسته راوړنه نه وه.

    اوس یوه پوښتنه چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له مسولینو باید وشي هغه دا چې هغه څه چې تاسو یې په لټه کې واست پیدا مو کړ؟ ( اسامه بن لادن) چېرته و؟ تاسو خو دعوه کوله چې په ځمکه څلور انچه شی هم لېدلی شی؛ نو دا دوه متره اسامه مو څنګه نشو لېدلی؟

    بل هغه هیواد ته چې د اسامه په اوېدلو مو ورته سزا ورکوله، له هغه هیواد سره مو څه وکړل، چې په کې پیدا شو؟

    د هغه هیواد کوم ځای مو بمبارد کړ او که مو هغه فوځي اډه دړې وړې کړه چې ښاغلی په موجود و، تاسو خو اوس هم د همغه هیواد له فوځ سره پخه یارانه ده چې دا ښاغلی یې ساتلی و.

    نور دا ډرامه ډېره اوږده شوه، لري نه ده چې تاسو به د دې ډرامې لویه بیه ورکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب