یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدریارمان لوڼی د معنویت مرګ! | سردار محمد همدرد 

ارمان لوڼی د معنویت مرګ! | سردار محمد همدرد 

د مرګونو، وژلو، وهلو، ټکولو، زنداني کولو سره موږ تر هر چا ډېر بلد یو.
زموږ د افغانانو غمیزه څلویښت کلنه سوه، د دې تر څنګ د ډیورنډ د فرعي کرښې اخوا ته زموږ پښتانه او بلوڅ وړونه او خویندې د ډېرو بې عدالتیو او ظلم ښکار دي چې د هر ډول انساني او بشري حقوقو څخه محروم  دي.
ظلم، ظلم دی هغه که په نړۍ کې هر څوک کوي دا د هر انسان، انسانې مسولیت دی ، باید ظلم وغندي او د مظلوم په طرف ودریږي،  خو د دې بې عدالتیو په وړاندې د منظور پښتون په مشرۍ چې کوم د حق اواز اوچت سوی دی او دا اواز یو خود جوشه اواز دی، د خودغرضۍ څخه خلاص دی.
په همدې وجه خدای تعالی یو لوی کرم ورباندې کړی دی،  ځکه چې خدای تعالی ج د حق ملګری دی.
رښتیا خبره ده څوک چې د خپل قوم او واقعي مبارزې لپاره وه مري،  د هغه په مرګ کې  معنویت وي!
د دغه ډول شهیدانو غم یواځې د ده د کورنۍ نه وي، بلکې دا د ټول قوم غم یي!
شهید ارمان لوڼی په مرګ باندې نن لر او بر  لوی  ماتم  وو!
  غیبانه جنازې او دعاګانې ورته وسولې او ډیری وو یې پر مرګ اوښکې تویې کړې.
 همدومره معنویت ورته بس دی، ځکه په مرګ خو هر سړی مري، خو دغه ډول مرګونه چې افتخار  ولرې او معنویت ولري،  د ښاغلو په برخه وي.

1 COMMENT

  1. بارک الله، همدرد صېب ستاسو ليکنې ډېر په خوند لولم.
    ډير څه کي ګورم.
    الله مو تل داسي لره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب