صفي الله حسین
په دې شپو ورځو کې د اورلګېدنې پېښې تر ډېره د خبرونو سرټکي جوړوي او په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې ډېرې ودانۍ او د خلکو مالونه د اور په لمبو کې لولپه شول. وروستۍ پېښه د دلوې میاشتې په ۷ مه نېټه د کابل په منډوي کې په یوه سوداګریز مارکېټ کې رامنځته شو چې په ترڅ کې یې ۳۵۰ هټۍ وسوځېدې. په یاده پېښه کې خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان واوښت. دا لومړۍ پېښه نه ده چې خلک په خپلو تڼاکو شوو پښو باندې د لاسته راوړو شتو ازموینه ورکوي، بلکې تر دې وړاندې د کابل ښار د نادر پشتون په څلور لاره کې د اور لګیدنې په پایله کې لسګونه سوداګریز مارکیتونه او د موبایلونو هټۍ لولپه شوې چې د کره شمېرو له مخې خلکو ته پکې په میلیونونه افغانۍ زیان واوښت.
د ځینو پېښو یادونه په لنډه توګه کوو: د لیسه مریم د لیلامیو په بازار کې – د سرې مینې بلاکونو ته نږدې اورلګېدنه – د کابل ښار) (۱۳۹۶ د جدې میاشت په ۲ نېټه)؛
(د تیمور شاهي په مارکېټ کې اورلګېدنه) (۱۳۹۴ کال د لړم میاشتې ۱۳ نېټه)؛
(د کابل ښار منډيي د حاجي زرداد په سرای کې اورلګېدنه) (۱۳۹۴ کال د لیندۍ میاشتې ۱۴ نېټه)؛
(د کوټه سنګي په اباسین زدران مارکېټ کې اورلګېدنه) (د ۱۳۹۵ کال د زمري میاشتې ۱۴ نېټه)؛
(د کابل ښار د ارغندۍ په سیمه کې اورلګېدنه) (۱۳۹۳ کال د سرطان میاشتې ۱۴ نېټه)؛
دا سمه ده چې د سوداګریزو او صنعتي موادو لپاره ودانۍ په معیاري توګه نه دي جوړې شوې، په هغو کې د بېړنیو پېښو د رامنځته کېدو په موخه اړین وسایل نه دي ځای پر ځای شوي او خلکو ته په دې تړاو عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی؛ خو دا هم باید له یاده ونه باسو چې دومره ډېرې پیښې هغه هم په ډېر لږ وخت کې بې څه نه دي.
د یادو پیښو په اړه کره او دقیق تحلیل دا دی چې دا پیښې پلان شوې مخې ته راځي او په ډیری مواردو کې حتی په ساعتونو د پیښې ځای ته اطفایه او اړین وسایل نه رسیږي؛ په داسې حال کې چې دارنګه پېښې په مرکز کابل هغه هم د اطفایی ریاست، ارګ او د چارواکو د دفترونو په څو کیلو مترۍ کې کیږي.
په اففانستان کې د پانګوالۍ د راتلو په لومړیو کې له آزاد بازاره نیولې بیا د بیمې تر شرکتونو پورې ورته مسایل ناآشنا وو، بیمه چې افغانان ورسره په علمي او عملي ډګر کې نه وو مخ شوي او دا نوم یې د ډېرو نورو کلمو په څير نوی غوږو ته ننووت، دلته بیمې خپل ځای ونه موند. له ۲۰۱۴ کال وروسته بیمه پر رسنیو او د سړکونو پر سر په لوحو راښکاره شوه. څو له یوې خوا خلک له بیمې سره اشنایي ومومي او له بلې خوا د بیمې شرکتونه د بې وسو خلکو پر مخ د خپلو کارونو دروازې پرانیزي. د یادو پېښو تر رامنځته کېدو وروسته دولت د څېړنې په موخه کمیسیونونه ټاکي او خلکو ته ښيي چې دولت په دې هکله غوڅ تصمیم لري، خو تر ننه د دغه کمیسیونونو د څېړنو څرک ونه لګېد او معلومه نه شوه چې له دې پيښو موخه څه ده. نو زما انګېرنه داده چې یو شمېر د بیمې شرکتونه او دولت غواړي دلته د بیمې چاره د سود، احتکار او مالیې په څېر په خلکو پلې او ګټه یې د څو محدودو کسانو جیبو ته ولاړه شي.
نو! ټول سوداګر، هټۍ وال او عام خلک باید په دې پوه شي چې له اسلام پرته زموږ ورځ نه سمیږي او نه د الله متعال د رضایت په موخه حلال خواړه پیدا کولی شو بلکې یوازې د اسلامي اقتصاد په پلي کولو سره یادو ستونزه ته د پای ټکی ایښودلی شو او بس.