جمعه, مې 17, 2024
Homeروغتیالس هیوادونه چې د نیمګړو خوړو له کبله یې ډېر وګړي مري

لس هیوادونه چې د نیمګړو خوړو له کبله یې ډېر وګړي مري

تاند- په یوه تازه څېړنه کې، چې د جرمني د فدریک شیلر پوهنتون څېړونکو کړې هغه هیوادونه په ګوته شوي چې د نیمګړو خوړو له کبله یې د وګړو ژوند له زیات خطر سره مخامخ دي.

په دې څېړنه کې د پام وړ ټکی دا دی چې لس لومړي هیوادونه چې د نیمګړو خوړو له کبله یې وګړي له خطر سره مخامخ دي، د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه دي.

دا څېړنه د روغتیا د نړیوالې موسسې په غوښتنه په ۵۱ هیوادونو کې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوې ده.

تر ټولو بد وضعیت د ازبکستان ښودل شوی. دا هیواد چې په دې لیست کې یې نوم لومړی راغلی په هرو یولک تنو کې وګړو کې یې ۳۹۴ تنه د ناوړه یا نیمګړو خوړو له کبله مړه شوي دي.

د افغانستان په دې ګاونډي هیواد کې هر کال ۶۵ زره تنه د زړه په ناروغیو او یا خرابو خوړو مري.

په دې څېړنه کې د پخواني شوروي له جمهوریتونو او اروپايي هیوادونو پرته د افغانستان په شمول نور هیوادونه شامل نه دي.

د جرمني د فریدریک شیلر پوهنتون د څېړنې پر اساس هغه لس هیوادونه، چې د نیمګړې تغذیې له کبله پکې مړینې تر ټولو زیاتې دي، په ترتیب دا هیوادونه دي:

ازبکستان، (په هرو یولک تنو کې ۳۹۴ تنه)

ترکمنستان (په هرو یو لک تنو کې ۳۷۶ تنه)

قرغیزستان (په هرو یو لک تنو کې ۳۵۰ تنه)

اوکراین (په هرو یولک تنو کې ۳۴۹ تنه)

مولداوا (په هرو یولک تنو کې ۳۲۸ تنه)

اذربایجان (په هرو یولک تنو کې ۳۱۹ تنه)

بیلاروس (په هرو یولک تنو کې ۳۱۳ تنه)

تاجکستان (په هرو یولک تنو کې (۳۱۰ تنه)

قزاقستان (په هرو یولک تنو کې ۳۰۶ تنه)

روسیه (په هرو یولک تنو کې ۲۹۱ تنه)

په څېړنه کې ادعا شوې چې د دغو هیوادونو د خلکو د ډېرو ناروغیو یو علت دا دی چې دوی په خوړو کې زیاته مالګه استعمالوي او سبزیجات، وچې مېوې او غله لږ خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب