سه شنبه, مې 21, 2024
Homeمقالېد کونړ پر سیند د بندونو د نه جوړیدو عوامل

د کونړ پر سیند د بندونو د نه جوړیدو عوامل

محمد داود نیازی

اوبه د ژوند له اړينو اړتياوو څخه شميرل کيږي، انسان پرته له اوبو ژوند نشي تيرولی،اوبه د انسان په ژوند کې په مخامخ او نا مخامخ ډول ځانګړی اهميت لري،په نړۍ کې هيڅ يو ژوندی موجود خپل ژوند پرته له اوبو مخ ته نشي وړلی،د اوبو اهمیت ته په کتو په کال 1999 زیږدیز کې اقتصادي ماده وګڼل شوه اوبه د طبيعې سرچينو لکه ځمکه ، ځنګل ،کان،ژويو په خلاف اغيزه ،له سياسي پولو بهر هم موجوده  وي لکه د سيندونو جريان په څو هيوادنو کې . د اوبو پر سر شخړې په ټوله نړۍ کې شتون لري ځکه  په ټوله نړۍ کې 250  شاه خوا داسې سیندونه شتون لري چې له څو هيوادونو څخه تیريږي . هغه تازه راپور چې د امریکا جان هاپکنز تازه خپور کړی دی په کې راغلي په 2025 زیږدی کال کې به هرو دریو نفرو څخه یو نفر په داسې یو هیواد کې ژوند کوي چې هلته به د اوبو کمښت وي.

که څه هم افغانستان د اوبو له کبله بډایه هېواد دی تفریبا 75 میلیارد متره معکبه د اوبو کلنۍ جریان لري خو یوازې  له دیرش سلنې په هېواد کې ګټه پورته کيږي او نورې ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي چې له ایران پرته له نورو هېوادونو سره موږ دا ستونزه نه ده حل کړی . افغانستان ټول 130 کوچني او لوی سیندونه لري چې 43 یې لوی دي . چې د کنړ سیند هم له لوی سیندونه څخه ګڼل کيږي،دا سیند د پشه ای ،مستو،لختو چترال او پیج له سیندو څخه جوړ د کونړ سیند ته د چترال سیند هم وایي د کونړ سیند خوني قلعه بلور داغ یا د پامیر د اوبو بند څخه سرچينه اخلي کونړ او ننګرهار خړوبوي او ثمرخیلو کې د کابل سیند سره یو ځای کيږي . اوږد والی 480 کیلومتره دی او 11 میلیاردو متره معکب اوبه لرونکی دی .

د کنړ پر سیند د بندونو خبرې د داودخان له وخته کيږي خو له بده مرغه تر اوسه په دی برخه کې داسې کار ونه شو چې د دې سیند اوبه مهار شي نو اوس کنړ ته وارداتي بریښنا ورکول کيږي . دا چې ولې د کنړ پر سیند بند نه جوړيږي لاندې عوامل لري :

  • د افغانستان او پاکستان د اوبو د ویش مسله : د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د ویش په اړه تر اوسه افغان لوري دا مسله نه ده  مطرحه کړې  چې اساي علت یې د ډیورنډ مسله ده که چیرته د ډیورنډ مسله حل شي نو دا موضوع په خپله حليږي ،ځکه د اوبو د ویشو د نړیوالو اصولو له مخې هغه سیندونه چې سره تر پایه په یوه هېواد کې بهيږي حقوق یې هم په هماغه هېواد پورې اړه لري . نو ځکه د کنړ سیند سر تر پایه په افغان خاوره کې بهيږي او حقوق یې هم د افغانستان دي .
  • دا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دا ستونز نه ده حل شوی نو نړیوال هم نه غواړي په داسې جنجالي مسایلو کې پانګونه وکړي ځکه نه غواړي چې له ځانه یو هېواد خفه کړي .
  • که څه په ظاهر پاکستان وايي چې د کنړ سیند له چترال څخه سرچینه اخلي او ډير وخت په دې سیمو بریدونه هم کوي او ډیورنډ کرښې ډير برخې هم نیولي یو سبب یې د کنړ د سیند د اوبو د سرچینو کنټرول دی خو په پټه د دې مسلې حل پسې ګرځي خکه چې پاکستان غواړي  له افغانستانه نه ډيرې اوبه ترلاسه کړيد پاکستان د اندوس د سیند د اوبخور مساحت حوزه د پاکستان د ټولې خاورې 25 سلنه جوړه وي چې د پاکستان 80-85 سلنه نفوس هم دلته میشت دی . چې د اندوس او فرعي حوزو د اوبو مقدار 152 میلیون ایکرفت ته رسیږي چې چې له ډلې 143 میلیون ایکرفت د  خپلو لودیزو فرعي برخو (افغانستان) او 8.4 میلیون ایکرفت ختیز برخې (هند)  دي د دې هیواد دي د ډهلي ټایمز په 28 مارج 2004 کې د پاکستان له نقله لیکلي ول چې د کابل  سیند او د کنړ شاخه د اندوس مهمه برخه جوړه وي او که هغوی تر ګټې پورته کړي نو 15 سلنه به کمښت راولي .the nation ورځپاڼ په وینا له افغانستان څخه پاکستان ته هر کال 18 میلیون ایکرفټ اوبو پاکستان ته ځي چې د پاکستان ټولې د اړتیا وړ اوبه 116 میلیون ایکرفټ دي .پاکستان د ټولو اوبو له ډلې 36 سلنه له بهر څخه ګټه پورته کوي چې 20 سلنه یې له افغانستان څخه دي .د ملګرو ملتونو د راپور له مخې پاکستان د اوبو د کمښت د هیوادونو په اووم نمبر کې ځای لري . د پاکستان دلچسپي په افغان سوله کې یو عامل اوبه دي لکه څرنګه چې کشمیریان د خپلو اوبو قرباني دي د افغان جنګ هم یو علت اوبه دي .
  • پاکستان د کابل پر سیند د افغانستان د له خوښې پرته 35 بندونه جوړ کړي ،اساسي علت یې همدا دی که کله د اوبو د ویش مسله راشي چې پاکستان د ډیرو اوبو مستحق شي ځکه د اوبو د ویش د نړیوالو اصولو له مخې هغه هېوادو چې د اوبو د ویش څخه وړاندې ډير تاسیسات جوړ کړي وي ډیره برخه اوبه ترلاسه کوي . نو موږ هم باید دا کار کړای وای خو له به مرغه موږ دومره بودجه نه لرو او هر لحاظ له پاکستان څخه شاته یو .
  • امریکه هم نه غواړي له یوې خوا پاکستان خفه کړي او بله اړخه غواړي چې مرکزي اسیا هېوادونه په یوه نه یو ډول له روسې څخه را جلا کړي او د امریکا منځني اسیا هېوادونو په سټراتژۍ کې دا موضوع ډیره ښه روښانه شوی نو ځکه دد ې ډول پروژو لپاره پيسې ورکوي چې هم پاکستان ،افغانستان او مرکزي اسیا سره خو شاله کړي

اوس که کنړ ته واراتي بريښنا ځي یو ښه خبر دی  تر هغې چې موږ کار وکړو او ځان له نړۍ سره سیالان کړو نو بیا به د خپلو اوبو مسایل له ټولو ګاونډيانو سره حل کړو .

درنښت

محمد داود نیازی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب