شنبه, مې 18, 2024
Home+د دوو شپو خاطره | استاد سعدالدین شپون

د دوو شپو خاطره | استاد سعدالدین شپون

وړمه  شپه مې قطغنۍ موسیقۍ ته شوق وشو، یوټیوب کې مې تر نیمو شپود میرمفتون چاه آبي او درمحمد کشمي په غبرګو اوازونو په دمبورې او غیچکې کې هماغه تکراري بدلې اورېدې. میرمنې مې ډېر خاطر وکړ خو آخر کې د کمپیوټر خونې ته راغله په کراره یې وویل« بیا څه تندر ورېدلی چې بنجخې بنجخې، چنګړ چنګړ دم خانه درايي کې مګم زود برايييييييييييي ته محوه یې؟»فکر مې وکړ چې اوس یې د ننګرهارۍ سره سپینوه، نو مې تڼۍ ته کړچ ورکړ،/ اې پاکه ننګرهاره/مې چالان کړه. هغې وخندل، له لاسه نیولې یې د خوب خونې ته کشکودم.  تر ډېره وخته مې بستر کې چورتونه وهل چې دې ظالمې دېرش کاله خان آباد کې راسره تېر کړل بیا هم زموږ خلکو د هر څه پورې ملنډې وهي. یواځینی مثبت ټکی چې له دې مې اورېدلی د هعه مهال دی چې د کوز کلي واده ته  تللې وه، هلته یې د ښځو اتڼ لېدلی و، ویل یې چې داسې مست او خوږ اتڼ یې یواځې په ایسارک کې لېدلی و، فکر یې نه کاوه چې په کتغن کې دې هم داسې کټاس پښتانه موجود وي.ایله یې اوس وصیت کاوه چې که زه مړه شم، همدلته مې پاس د للمې په غونډۍ خښه کړﺉ، پخوایې خوګیاڼي ډېر ستایل ، ویل یې چې لحد لري، تر ډېره وخته نه رالوېږي. بله عجبه مې د ادکۍ مور ده پخپل حساب د پښتو استاده وه . یوه ورځ رادیو د ناشناس سندره ایښې وه چې دروند دی امېل په غاړی مه وړه سنګین دی امېل. ادې مې ویل دا داسې ده چې اوږۍ درنده ده، وا دروند دی امېل. خو بیا به یې چې زموږ ټکاره غوا لوشله هغې سره یې اوزبکي ویله، زه نه پرې پو هېدم خو دومره مې اورېدل چې، جیه بوسم جیه اې جیه اې، های ولدم جیه اې. دومره پو هېږم چې جیه اوزبکي کې مور ته وايي. اوس هم کله له ځانه سره موسک شم چې مور خو مې هندوه نه وه ولې یې غوا مور بلله.

برايي مې بیا کتغنۍ موسیقًی چالانوله  ناڅاپه چېټ کې هادي هادي را زرغون شو، له آسټرالیا نه. ټول یاران راباندې ګران دي خو هادي مې ځکه  هم خوښ دی چې یو څه ما وارو لېونتوب لري، لکه وردګ چې د مړځ په باب وايی، چې وېړکي یې لاس کې و نیسي، کار وېرڅي. لکه مست بېهاڼ چې له ځانه جګ نه مني. خو نن یې چرت خراب و، ویل یې چې بېګا شپه یې ټکی خوب نه دی کړی، تر دې چې کوروالا بلې خونې ته ترې پنا شوې ده. ما وېل خیر خو به وي؟ هغه راته د هغې کېدونکې (اوس به شوې وي) غونډې بد زېری راکړ چې په جرمني کې یې تابیه ده او هغې ته یواځې د پاړسکو، هزاره و او اوزبکو استازي وربلل شوي. ما په ټوکه تېره کړه چې طالبانو ته یې د شېر غزنوي په وینا: ساقي ما ته یو جام علایده را تیار کړه، هغوی قطر کې خوندي کوي. خو زما زړه کې یې هم شک را واچاوه، بیا مې چې تاند کې دا خبر او ورسره دوې مقالې ولوستې نو د پېښوریانو خبره ګبراو شوم. تر اوسه  نه پوهېږم چې خبره څه ده. شمال بېلوي که څنګه؟. چې دا بدشګومه خبر مې د شپې د ناري په وخت کې کور والا ته و کړه، هغې وویل، اوس پوه شوم چې وړمه شپه دې ولې کتغنۍ بنجخه بنجخه ته کش ورکړی و. کور والا ډوډۍ را ته کېښوده، بیا له خندا شنه شوه. ویل یې چې دا داسې د خندا خبره دې وکړه چې د خره به ورته تبه شي. چې روس افغانستان مات نه کړای شو دا نور څه سپیان دي. اوغانستان خو څه د خټو منګی نه دی چې درز مات شي. دا ملک د دوو ملیون شهیدانو په وینو ګټل شوی، د دوستم ګلم جم والا یې تر ترکیې وزغلول، مسعود ته یې د یو پوزي کدر ځای هم پرې نه ښود. که د امریکا زور نه وای خداکه یو هم ورته د ټینګې وي. چې کتل مې په خندا خندا کې دا هم احساساتي شوه. خو نور مې لکچر ته پرې نښوده،« خو همدا ستا امریکا دا کار کوي. »

هغې وویل اوس به مې د امریکې سابه هم په مالګې کړي وو. خدای دې هېڅکله زما ملک نه کړي، که د پاسپورت خبره نه وای خدا که به یوه شپه ورکې تېره کړې وه. بیخي یې ځان ورک کړی دی چې زه سوپر پاور یم. اصلی سوپر پاور خدای دی، د خلکو زور د خدای زور. زیاتي یې لکه چې د لغاتو ذخیره ختمه شوه غلې د کار په بهانه  پنا شوه.


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د جنورۍ په ۹ مه په تاند کې خپره شوې وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب