یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریغني، اتمر او کرزی| سيدشاه خروټی

غني، اتمر او کرزی| سيدشاه خروټی

ولسمشر ډاکټر اشرف غني د کرزي په دولت کې په بېلابېلو چوکيو کار وکړ، د پوهنتون له مشرۍ نيولې تر د مالیې تر وزارته او بيا له بهرني ځواکونوافغان ځواکونو ته د واک د انتقال پروسې مشرۍ مسوليتونه يې په ښه توګه ادا کړل خوچې کله ډاکټر غني د ولسمشرۍ ټاکنوکې ځان کانديد کړ نو ښاغلي کرزي په پټو کې د هر هغه کانديد پلويتوب وکړ چې د ډاکټر غني مخالف و. دا په سياست کې کومه نوې يا غلطه خبره نه ده خو له بده مرغه په افغانستان کې سياسي مخالفت په ذاتي دښمنيو بدل شي. د
ډاکټر غني پلويانو پر کرزي تورونه پورې کړل، پر هغه پسې يې سپکې سپورې وويلې،هغه ته يې  د غلو مشر خطاب ورکړ او پر فساد يې تورن کړ. همداسې د ښاغلي کرزي پلويانو هم په غني پسې منفي تبليغات پيل کړل او د ډاکټر غني هر کار ته يې د ملک دښمني په سترګه وکتل.
ډاکټر غني چې کله ولسمشر شو نو حنيف اتمر يې د دويم کس په توګه وټاکه . له ولسمشر غني وروسته ټول واک له حنيف اتمر سره و او د غني په هره پرېکړه کې برابر شريک و خو په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د کانديدي لپاره يې د ولسمشر غني له حکومت سره خدای پاماني وکړه او د ډاکټر غني په حکومت يې نيوکې پيل کړې.
  د ښاغلي اتمر مخالفت هم د سياست يوه برخه ده خو له بده مرغه د ډاکټر غني او ښاغلي اتمر پلويانو په يو بل پسې سپکې سپورې پيل کړې او ډېر نږدې او هم نظره، ملګري يې سره خپه کړل.زما پوښتنه دا ده چې که ښاغلی کرزی بد و نوډاکټر غني يې ولې د يوې لسيزې لپاره د حکومت برخه و. د ښاغلي بشردوست غوندې يې اصولې مخالفت ولې نه کولو.
همداسې که ډاکټر غني وطن خرڅوونکی و او د وطن په ګټه نه و نو ښاغلي کرزي ولې لوړ پوړې چوکۍ ورکولې؟ که اتمر بد و نو ډاکټر غني تر اوسه ولې له ځان سره پر دويمه چوکۍ ساتلی و او که ډاکټر غني بد و نو اتمر ولې ځان ورسره نښلولی و؟
زه ځوانانو ته وايم چې د پورته ذکر شوي مشرانو لپاره يو بل مه خپه کوﺉ.افغانستان د تاريخ تر ټول نازک وخت تېرېږي خو له خلکو،طالبانو او حکومت سره سره د پورته ذکر شوي مشرانو هم سر دومره خلاص شوی چې نور هېواد جنګونو او خرابۍ ته نه پرېږدي.
زه د افغانستان لپاره تر پرون نن او تر نن سبا ښه راتلونکی وينم. د خپلواک او خوشاله افغانستان په هيله

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب