یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېدریمنځلاري؛ د بریا هېره شوې کیلي| شمس الحق حيران

منځلاري؛ د بریا هېره شوې کیلي| شمس الحق حيران

په هر کار کې افراط او تفریط ناوړه چارې دي او یوارې اعتدال دی چې زموږ ژوند ته رنګ او نور بښي. دا قاعده د مثبتو چارو په اړه هم ریښتینې ده. اسلام او سلیم عقل دواړه پر منځلارۍ ټینګار کوي، بشري تجربې او د بریالیو وګړو ژوندلیکونه بیا د دغې منل شوې قاعدې پر ریښتینولۍ د سمون مهر لګوي. له کچې زيات خوراک تاسو چاغوي، له کچې زيات لګښت یا اسراف تاسو له بېوزلۍ سره مخ کوي، ډېر کار مو له خپلې کورنۍ څخه لرې کوي، له اړتیا ډېره تفريح تاسو د مهمو کارونو له ترسره کولو را ګرځوي او له کچې زیات کار مو له ټولنیزو اړیکو وروسته پاتې کوي، د بدن انرژي مو له منځه وړي او په کم عمر کې مو ځواک اوبه کوي.

په اړیکو کې د منځلارۍ په اړه هم دا سپارښتنه کېږي چې له هر چا سره منظمې، تعریف شوې او ټاکلې اړیکې ولرئ. دا ډول اړیکې سرې کرښې لري. دواړه لوري یې پر ارزښت پوهېږي، د دوام هوډ یې لري او د ناسمو غوښتنو، تمو او ناوړو کړنو د بړبوکۍ پر اوږو یې نه سپروي.

د منځلارۍ بل اړخ کورنی تنظیم او سکښت دی. که شپه او ورځ یوازې د ځان لپاره هڅه وکړو، د ماشومانو، کشرانو خویندو او وروڼو ښوونیز پرمختګ او روزنې ته پاملرنه ونه کړو نو د یوې ناکامې او وروسته پاتې کورنۍ د غړي خطاب راته کېدای شي. تر څنګ یې، زموږ والدین، مشران وروڼه، خویندې او د کور نور هغه غړي چې زیار ګالي، دندې پر مخ وړي او د تویېدونکو خولو او کوښښ له کبله یې موږ د زده کړو او سوکاله ژوند خاوندان ګرځو هم زموږ هڅونې، لاسنیوي او ډاډ ته اړتیا لري. که یوازې خورو، څښو او له خبرو او مینې پرته یو مخیز کلیشه يي ژوند پر مخ وړو، نو هغوی به هم د یوې ناکارې پرزې په سترګه راته وګوري او فکر به وکړي چې ارزښت نه ورکوو.

د منځلاري او مناسب چلند په وړاندې ډېر کله دا ذهني خنډ پروت وي چې موږ ځان لاهم ماشوم بولو. لاهم په کورنیو پرېکړو کې خپل نظر راته وړوکی او بې ارزښته ښکاري او ځان سره انګېرو چې زه خو د عاید راوړلو کې ونډه نه لرم نو زما يې پرې څه! هر څه چې دوی وايي سم دي، زه لا کشر هلک/ نجلۍ یم خپل درسونه به وایم. په نننۍ خوځنده نړۍ کې د فکر دا طرز سم نه برېښي ځکه همدا چې په ښي او کيڼ لاس پوهېږو بویه چې خپل ژوند پورې تړلو ښکارندو په اړه مسوولانه چلند وکړو. د منځلارۍ اصل ایجابوي چې خپل درسونه، دنده، د نورو روزنه، ورزش او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخیستنه د یو منظم پلان له مخې تنظیم کړو. خپل وخت داسې تېر کړو چې د یو منځلاري او متعادل انسان په توګه وپېژندل شو او نمونه انسان په توګه وپېژندل شو. د کورنۍ له مشرانو سره په بېلابېلو مسایلو کې خپل نظر شریک کړو او د هغو حل لارو په اړه ورسره وغږېږو چې د رامنځ ته شوې ستونزې په اړه یې خپل ذهن کې لرو.

د منځلارۍ اصل، ایجابوي چې بهر چاپېریال کې پېښېدونکو پېښو او ښکارندو په اړه هم خپل غبرګون له وړاندي تعریف او ځان پرې عادت کړو. مانا دا چې که په سړک له کومې ناوړې پېښې لکه ټکر، ځان وژنې، شخړې، نښتې او یا نورو پېښو سره مخ کېږو بدلون مو باید احساساتي او هیجاني نه وي، بلکې په بیړه خو معقولانه بڼه خپل غبرګون وښیو. په داسې حالاتو کې مو ښايي ذهن کې راوګرځي: د پېښې له قرباني سره مرسته کولای شم؟ ایا مناسبه ده چې پولیسو او مسوولو چارواکو ته له خبر ورکولو پرته د قرباني جسد لمس کړم؟ که پېښه پر مرګ او یا ټپي کېدلو تمامه شوې وې ایا په دواړو حالاتو کې به زما غبرګون یو شان وي؟ د دا ډول پېښو لپاره وار له مخه چمتو اوسئ، په هر ډول ناسمو شرایطو کې خپله آرامي وساتئ او د یو متعادل او منځلاري چلند نمونه اوسئ.

تل منځلاري واوسئ. د نېکمرغۍ احساس هغه مهال را منځته کېږي چې وکولای شئ د ژوند ټولو اړتياوو ته په متوازنه او منځلارې توګه ځواب ووایو. تل يوه کُلي قاعده په ياد ولرئ: په اوږد مهال کې د نېکمرغۍ احساس هېڅکله د ژوند په يوه برخه کې نه موندل کېږي، بلکې د ژوند د بېلابېلو برخو ترکيب دی چې د نېکمرغۍ احساس جوړوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب