جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریپه هېواد کې د غوره نظام جوړولو ستونزې

په هېواد کې د غوره نظام جوړولو ستونزې

د محمد عارف رسولي لیکنه  

د افغانستان بنسټيزې ستونزې دادي چې موږ په فکري لحاظ ‌‌‌‌‌‌ډېر ویشل شوي یو، د ملي نظام جوړولو هنر مو بیخي نه دی زده او دا مو په ټولنیز او سیاسي ژوند او کلتور کې یو کمښت دی. دا ستونزه زموږ د تولنې په سیاستوالو، مدني فعالانو، روڼ اندو، قومي شوراګانو، ګوندونو، روحاني شخصیتونو او دولتي دولتي چارواکو کې شتون لري. زه دلته قومي شوراګانو او سیاسي ګوندونو ته نه ځم او بل ځل به ورباندې خبرې وکړو او یوازې د د مدني، فرهنګي او فکري ټولنو په حال به یو څه دردونه له دوستانو سره شریک کړم.

د هېواد د نظام له شړیدو وروسته اوس د ملت د بیا رغونې او نظام جوړونې زیاتې هیلې په ځوانو کادرونو پورې تړلې دي. خو په خواشینۍ سره د پخوانیو ناخوالو له کبله زموږ لوستي چې زیات یې ځانته روڼ اندي او روشنفکران هم وايي، په څو ډلو ویشل شوي دي. یو شمیر یې چې اوس په موسسو کې کار او یو څه ښه ژوند لري، یو غوږ یې در کړئ او بل دیوال، په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه نه اخلي، وایي چې څوک رښتیني نه دي، له سیاست سره مینه نه لري، د ګوندونو او ډلو ستونزو ته اشاره کوی او ناهیلي دي، خو خپله هم کوم مسؤلیت نه مني. دوی فکر نه کوي چې د ملک سیاست ټاکي چې څنګه سیاسي بنسټونه ولري او سیاسي بنسټونه د هغه ملک اقتصادي بنسټونه ټاکي او هغه د هېواد د پرمختګ کچه ټاکي. دا لوستي نه د تعلیمي نظام په ښه کولو کې د کنړي کادرونو په څیر ونډه اخلي، نه کوم فکري او کلتوري مرکزونه رامنځته او یا له نورو سره کار کوي. منو چې دوی مصروف دي، خو په ټوله دنیا کې چې په هره کوڅه او محله کې خلک په ټولنیزو، سیاسي ستونزو او دولتی پالیسیو بحثونه کوی او حل لارې و خپلو سیاستوالو او دولتي چارواکو ته وړاندې کوي، په زرهاوو مرکزي او فرهنګي مرکزونه فعال وی، د خلکو سیاسي شعور لوړوي، د کرکو او تعصباتو په وړاندې مبارزه کوي او د ملي ګټو او ارزښتونو لپاره کار کوي، خو دوی هم بېکاره نه دي او تر موږ زیات فعال دی، باور دادی که څوک تنده ولري ټولنیز چوپړ ته وخت پیدا کولای شي. زموږ نور لوستي د خاصو سلیقوی او کېدای شي ایدیولوژيکي لاملونو له کبله بیا په نورو او یو بل زیات بدګمانه او ویشل شوي دي او دا د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار موخه نیسي. هر ګروپ مو هېوادنیو ستونزو ته له یوې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وړې کړکۍ ګوري او د بل چا خبره نه مني او نه د ګ‌‌‌‌‌‌ډ لرلید، مشترکو موخو او کار کومه تنده لري. تر څو موږ د منل شوو اصولو په چوکاټ کې مشارکت ته تنده پیدا نکړو تل به همداسې در په در او محتاج وو.

ځينې لوستي مو یوازې په ننیو بهرنیو تجربو او علومو تاکید کوي، زموږ ټولنیز ، دیني، کلتوري، ټولنیزو جوړښتونو او واقعیتونو ته نه ګوري، خبر نه وي چې ټولنیز بدلون خپلو ځانګړو ټولنیزو شرایطو ته اړتیا لري او بهرني فرمولونه هلته کار نه ورکوي، خو زموږ یو شمېر سخت دریځه کسان چې د تیرو رېژیمونو ایدیولوژیګانې نه هېروي، په ستونزو او بنسټیزو ستونزو یې ځان نه پوه کوي او د دوی چرګ یوه پښه لري. د دې زیات لامل دادی چې زموږ په ټولنه کې د سیاسي سترو پېښو د علمي ارزونو او ورنه د زده کړو دود نشته نو خپلې تیروتنې بیا بیا تکراروو.

زیات دیني تصور لرونکي بیا یوازې د یو څه سرسري دیني تعلیم سپارښتنه کوي، یوازې په ثوابونو پسې ګرزي، د قرآن اصلي مضمون او موخه چې د انسان جوړونه او نیکبختي ده او ثواب او د خدای ج رضا ټول په ځان کې نغاړي، څوک نه بېژني. پخواشینۍ سره، دوی لیک، لوست، په ژوره توګه په قرآن، سنت او د دین په روح پوهه چې بیا ښه تعلیم، د ځوانانو تحلیلي توان لوړولو، د علمي ، منل شوو دعوتي او په پسته ژبه د دین رسولو، زغم، یو بل منلو، د نورو علومو مرسته له قرآني پوهنې سره، د نظام جوړونې روا، سوله ایزې، ازمویل شوې او اغیزمنې لارې زده کولو او ټولنیزو علومو، تاریخ او ساینس ته، هم اهمیت نه ورکوي. زموږ دا کلتور نه پرېږدي چې په موږ کې ستر ستر داسې کادرونه چې په دیني پوهه، اوسنیو علومو او نظام جوړونه کې تخصص ولري رامنځته شي، نو کله چې ځینې ځوانان چې په بهر کې یې زده کړې کړې وي، په کومه قضیه پوه نشي او یا تیروتنه وکړي، ټول یې ملامتوي، خو خپل کلتوري او ښوونیز نظام او خپل ځانونه نه ملامتوو.

همدارنګه، داسې نور بېل بېل انګېرنې موږ له یو بل سره بېلوي او موږ ته اجازه نه راکوي چې په ټولنو کې خپل ولس او هېواد ته بنسټيز کار وکړو، ځینې کسان مو چې کله له کوم ګروپ سره کار پیل کړی د یوه او یا بل فکر لرونکو کسانو انرژي او ژمنه کمه او مرسته پرېږدي.

په سیاست کې مو همدا حال دی. ځينو روڼ اندو مو په ‌‌‌‌‌‌ډېر قوت یوه خوا او نورو نورې خواوې نیولې، دوی ته د خپلو ډلو کړنې که له هرڅومره ناکامیو سره مخ هم شي، ملت یې ونه مني، هېڅ کوم ګټور کار ونه کړي او په خپل ملت کې پردي هم شي، ګناه یې نه ویني، نیوکه نشي ورباندې کولای، بلکه پوله ورته جوړوي او توجیه کوي یې او د دوی ډلې نورې هم له حقیقتونو لیرې کوي. د دې یو لامل کېدای شي داوي چې زموږ ډلې بریا ته د رسیدو لپاره کوم مناسب او علمي لرلید، په مشارکتي توګه ټاکل شوې موخې، کړنلاره (پالیسۍ) او د پلي کولو تګلارې (ستراتېژۍ) نه لري چې فعالیتونه او د ځوان کهول قضاوتونه سم رهبري کړي او له انحرافه ځان وساتي، له همدې کبله تر څه وخت وروسته یوه وړه حلقه بې ځایه او د اکثریت د غوښتنو خلاف پرېکړې کوي او خپل زیات غړي ورنه پردي کېږي، یو شمېر پلویان او غړي یې تر ډېره په یو څه خالي شعارونو او زیات وختونه په تعصباتو او کرکو رامنځته کولو له ځان سره ساتلي وي، نو سم قضاوت نشي کولای او په پټو سترګو له خپلې ډلې ننګه کوي تر څو هغه د نابودۍ کندې ته ور ولویږي او تیت پرک شي.

زموږ روڼ اندي او لوستي، د دې په څای چې د اوږدو جنګونو په لړۍ کې د ملک او نظام د ویجاړتیا په علتونو ژور فکر وکړي، نړیوالې تجربې مطالعه کړي، د حقایقو او ممکنو حل لارو موندنو هڅه وکړي، یو په بل نومونه اېږدي، سیاسي رسۍ کشوي، بازاري چال چلند کوي خو خپله نه پوهېږي او ځان ورته مبارز ښکاري، په دولت کې په لوړ پست کارکوي خو غواړي له مخالف لوري سره هم لین دین ولري او د حزب اختلاف غوندې تقریرونه کوي، زه د دې ستونزې لامل دا بولم چې زموږ په ملک کې سیاسي فرهنګ او اړونده نهادونه یې پوره نه دي پاخه شوي، د ښو سیاستوالو او سیاسي فعالینو لپاره تر اوسه سیاسي اخلاق، د کړنو معیارونه، سیاسي تقوا او نور نه دي رامنځته او بنسټیز (نهادینه) شوي، تر څو د هغوي په خواصو کنترول ولري او رهبري یې کړي. باید ووایو چې ستونزه په هغو کسانو کې زیاته ده چې ځانته شنونکي او روڼ اندي وايي، په سیاسي مشرانو ملي زعامت کې که په دولت کې دي او که ورنه بهر چې ملي ننګونو او اختلافونو د حل لپاره د یوه رغنده سیاسي دیالوګ په رامنځته کېدو کې پاته راغلي.

تر څو په دې اړه مشترک لید لوری او د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار لارې ونه مومو او د پراختیایي پوهې او تحربو په رڼا کې د هر اړخیزو پروګرامونو له لارې د خپلې ټولنې ملي ناخوالې و نه ارزوو او حل لارې و نه مومو همدا به مو حال وي.

د دې په هیله چې په ملت کې مو رښتینې ویښتیا، ټولنیز او سیاسي شعور رامنځته شي او خپلې ستونزې حل کړو.

بای

1 COMMENT

  1. سلام
    حساب به سره کوو خو د وروری له منځه
    زموږد محافظه کارې ټولنې ستونزې دادی چې یو شمېر مسول کسا ن نه د نظام جوړلو په اهمیت پوهیږی
    او نه یې پوهه لری خو په کلو نو دلته براته دی کله له ما سره او کله تا سره د وطن پالنې ډبرې پر سینه وهی
    هېڅ کاریې عملی بڼه نه لری وایی یوڅه کوی بل څه شخصی کټې ، خود خواهی ، خپل شهرت ، سود او
    فساد له هرشی ورته مهم ښکار ی ا ود یوه هوسی او ګواښمن بارلیمان به شان فضایې يې رامنځ ته کړېده داډله هسې دسولط به شورای د سامعینو په نوم څه کوی؟ لکه د بهرنیو چارو سر برست ماشوم وزیر
    نو خکه د ټولنې ادب او هنر، فرهنګ او هنر ، دانش او بینش ، ورخنی سیاست، تاریځ او سوچ،ټولنه اوښاری پیداوا ر او تجارت ، بازار او پانګه ،تولید او تخنیک واقتصادی برمختګ له مشروعیت نه وځی او کا راهل کار ته نه سپارل کیږی اود نظام جوړل د کړکېچ لوری ته درومی . خوردضابط د جنرال په توګه ،انجینییر دداکتراو داکتر د انجینییر او همدارنګه نداف د ترکاڼ ،مسګر د زر ګر دکمبیوتر تکنشن د ملی امنیت سلاکار په توګه د هیوا د او مجاهد ولس برخلیک باندې لوبې کوی ستونزه ژورابعا د لری او د داکتر زغم په اصطلاح دغه کلانکاری له بده مرغه زموږ له ټولنې نه وځی
    موږ دخبلې جهان بینۍ په لړ کې د تاکنو په کتارو کې ، د سهامی شرکت له ممنخه وړلو په شعارکی او دملی وحدت تر نوم لاندې خپله پېژندګلوی غلطه کړې چې دفساد مخه نشو نیولی حتی د غه افت دنړۍ ورزش ته د تجاوز به نوم بوږنوونکی سرایت ګڼل کیږی
    قرانی رسالت او برکت خو هېڅکله د یوه داسې متجانس او ککړ نظام خبر نه ورکوی او نه یې ور کړی ده موږ خو په مجموع کې بر سیاست ، خپلواکی، عدا لت ، حق، قا نون ، او ملکیت باور لرو چې د نظام په جوړولو کې هم مرسته کوی . څلویښت کاله یا کم اوزیات ډېر وخت دی . بنی اد م اعضا دیو او بل دی
    د سا فلینو شمېره به نظام راګده شوه چې یو خلقی بل خلقی ته د شهید لقب ورکو ی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب