محمد یوسف سلیم
تر هغه چې په یو ملک کې د پردو د مداخلې او اشغال اسباب موجود نه وی بهرنیان نشي کولی چې هلته مداخله وکړي او هغه ملک ته خپلې لښکرې ولیږي. د بهرنیانو د مداخلو او اشغال لپاره مناسب شرایط او اسباب هغه وخت منځته راځي چې د یو ملک اوسیدونکي له یو بل نه ویره ولري، پخپلو کې په یو بل اعتماد ونلري او په دوی کې د انتقام ذهنیت حاکم وي. د ویرې، بې اعتمادۍ او انتقام ذهنیت د دې باعث شي چیې د ملک د بیلو بیلو ډلو د اوسیدونکو د امید سترګې بهرنیانو ته واوړي. که افغانان وکولای شي چې پخپل منځ کې د ویرې،, بې اعتمادۍ او انتقام پر ځای د امن، اعتماد او بخښنې فضا رامنځته کړي د جنګ او د بهرنیانو د اشغال عوامل او اسباب له منځه ځي.
له بلې خوا د بین الافغانی جنګونو او وینې تویولو ټوله ګټه بهرنیانو، زموږ ګاونډيانو، او یو څو ګوته په شمار افغاني جنګي قرادادي ډلو ته رسیږي. د ولس اکثریت که هغه پښتانه دي که تاجک، که ازبیک دي که هزاره، که نورستاني دي که پشه یي یا نور قومونه، د دې جنګ اصلي قربانیان دي.
جنګ فقر زیږوي او چیري چې فقر وي هلته کفر راځي. فقر، ډلې- ډلې افغانان د جګړې په دواړو خواوو کې دېته مجبوره کړي دي چې د څو روپیو لپاره د پردیو په اشاره خپل وروڼه ووژني.
کار او شغل نشته. ډلې- ډلې ځوانان مو نورو ملکونو ته په تیښته دي ځنې یې په لارو وژل کیږي او ځنی نور یې په سمندرونو کې د ماهیانو خوراک شي. هغوی چې ژوندي پاتې کیږي په ترکیه او یونان کې په شاقه کارونو لګيا دي.
ځنی نور څوانان مو په داخل کی هره ورځ د معتادینو د لښکر سره یو څای کیږی. د ملک د نیمی څخه زیاته زراعتی ځمکه مو د کوکنارو کښت ته وقف شوی ده.
جنګ خلک مجبوره کړی دی چی خپل کور او کلی پریږدی او په ښارونو کی د سرکونو په غاړه په کیږدیو کی واوسیږی.
غاصبینو په دولتی ځمکو قبضه کړی ده او په عام اولس یی خرڅوی.
د بنسټيرو پروژو رغونه او اقتصادی توسعه په ټپه ولاړه ده. په نیم ملک کی مو د پاکستان کلداری او په نیم نور ملک کی مو د ایران ریال چلیږی.
په اداری فساد او رشوت کی د نړۍ د ملکونو په راس کی واقع یو.
اوس چی امریکایانو له اتلس کلن اوږده جنګه وروسته دا درک کړه چی د افغانستان په سوله کی د دوی هم ګټه ده, طالبانو, ټولو افغانی ډلو او شخصیتونو ته مو دا خواست دی چه لدی تاریخی فرصته د ملک په ګټه مناسبه استفاده وکړي. داسی لاره خپله کړي چی په نتیجه کی یې اعتماد د ویری ځای ونیسی او د غچ اخستلو او انتقام په سرو لمبو د بخښنی سړی اوبه تویی شی. تر څو له دې لارې وکولای شو ملک ته امن راولو او راتلونکو نسلونو ته یو اباد, ازاد او سوکاله افغانستان په میراث پریږدو.
الله ج ته دعا کوو تر څو مونږ او زمونږ مشرانو ته داسی پوهه او بصیرت راکړی چې د هغه په وسیله وکولای شو پخپله ټولنه کی سیاسی، اجتماعی او اقتصادی غوټي په حکمت خلاصې کړو او پخپل منځ کې د اختلاف فاصلې کمې کړو.
ای کاش جنګ طلب عناصر ،یو وار د تعقل له صلاحیت څخه هم ګټه اخیستی وای او دا صلاحیت هر انسان لری الا اجنبی او اجیر شر خپرونکی چی نه ملی ګټی پیژنی او نه تعقل، او یوازی د بادار قوماندی ته غوږ او ټوپ وهی کالحیوان او بل هم اضل.