چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeمقالېدرید ملي یووالي حکومت وروستی کال  (۲۰۱۸) | ذبیح الله خورشیدي

د ملي یووالي حکومت وروستی کال  (۲۰۱۸) | ذبیح الله خورشیدي

۲۰۱۸ په سیاسي لحاظ ډېر ښه نه وه سره له دې چې له یو لوري افغان حکومت وتوانېده په سیمه ییزو او نړیوالو ناستو کې فعال حضور ولري اما په سیاسي لحاظ تر ټولو لویه مسله د سولې مسله ده چې امریکا او روسیې ورته په ریښتیني ډول سر ورښکاره کړ.

سره له دې چې فعالیتونه له بهر نه د افغانستان د سولې په ارتباط مثبت ګامونه و چې تر اوسه پورې هم هیله بښوونکي دي، خو د دې ترڅنګ افغان حکومت ان په دې و نه توانېده چې مذاکراتو کې خپل موقف ثابت کړي.

یوازې په داخلي چارو کې ځینې جوړښتونه رامنځ ته شول چې هغه هم د شدیدو نیوکو لاندې دي.

حکومت په ۲۰۱۸ کال کې په دې هم ونه توانېده یوه ملي اجماع چې د افغانستان سیاست وټاکي توافق وکړي.

په داخل د حکومت کې لکه تېر کلونه بیا هم د ملي یووالي حکومت بریالی نه و چې د یو واحد حکومت په عنوان په ملي او نړیوالو سطحو کې موضوع ګیري وکړي.

پارلماني ټاکنې چې ورته پوره تیاری نیول شوی و له بده مرغه چې د ناسم مدیریت له امله بې لارې شوې چې په پایله کې حکومت او کمېسیونونو یوازې او یوازې ځان ترې خلاص کړ.

په دې مان چې د ولسواکۍ په یوه نیمه لسیزه حکومتولۍ کې دوه ورځینۍ ټاکنې له ریشخند سره مخ شوې چې ان د کال تر پایه یې د ټولو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان نه شوې کړای.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او ټاکنو کمېسیون ترمنځ نه همغږۍ او ټکرونو خو بیا دا پروسه لا بې باوره کړه چې محسوسه پایله یې د ولسمشریزو ټاکنو ځنډېدل دي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هېڅ یو نوماند نوم لیکنه ونه کړه.

د دې پخوا کې د حکومت مناسبات له پارلمان سره کړکیچن پاتې شول حد اقل حکومت په دې ونه توانېده چې خپل سرپرست وزیران ځای پرځای کړي اوس هم په ادارواتو کې داسې ادارې هم شته چې د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کېږي او اداره کېږي.

په سیاسي اعتبار او امیتني لحاظ د ځینو ولایتونو سقوط د ځینو ولسوالیو سقوط د ځینو پېجلو عملیاتو سقوط چې د افغان حکومت سیاسي اعتبار یې په ملي او بین اللملي سطحه تر سوال لاندې راوست.

په دې کال کې د افغان سرتېرو او ولسي خلکو مرګ ژوبله تېرو کلونو ته لوړه وه.

سره له دې چې طالبانو ته هم سخته مرګ ژوبله واوښته خو زیاته کمزوري په کې داوه چې لاقل د جګړې ابتکار هم د وسلوالو څخه افغان امنیتي ځواکونو خپل نه کړ.

د ولایتونو په سقوط چې بهرني او کورني وسلوال ورته اجاره شوي و وسلوالو ته د جګړې لپاره زیاتې وسلې په لاس ورغلې چې په همغو وسلو له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه پرمخ وړي.

دا هغه لویې او جدي ستونزې دي چې حکومت ورسره په سیاسي لحاظ په داخلي چارو کې مخ و.

په نړیواله چارو کې د افغانستان په کورنیو چارو کې له بده مرغه په تېر کال کې مداخلې له پخوا نه زیاتې شوې ځینو ان په علني ډول اظهارات وکړل مثلا د روسې مداخلې د ایران مداخلې او دغه راز پاکستان په خپلو مناسباتو کې لاهم بریالی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب