دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېچاپیریالد هوا پېژندنې اداره وايي. د تېرو کلونو په پرتله لږ ورښت...

د هوا پېژندنې اداره وايي. د تېرو کلونو په پرتله لږ ورښت شوی

تاند- د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، سره له دې چې لا هم د نورو ورښتونو هیله شته خو سږ ژمی د تېرو دوو ژمو په پرتله په سلو کې ۳۰ لږ واوره او باران اورېدلی دی.

دې ادارې نن /شنبه/ وویل چې په متوسط ډول سږ کال د تېرو کلونو په پرتله وچ دی او د ورښت اندازه ۳۰ سلنه کم دی خو هیله لري چې په روان حوت او حمل کې به ورښتونه وشي.

دوی په عین حال کې د ورښتونو پر کمښت اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې په سالنګونو او نورو غرنیو سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله لږ واورې اورېدلي دي.

د هواپېژندنې د ادارې رييس سید رضا موسوي وویل، د ژمي درېمه میاشت نیمايي ته په نژدې کېدو ده خو د ورښتونو خونده نشته.

ده تېره میاشت د ورښتونو له نظره غنییمت وبلله.

د سالنګونو اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې به دا وخت په سالنګ کې ۳ یا دوه او یا لږترلږه یو متر واوره پرته وه خو سږ کال یوازې ۵۰ سانتۍ واوره اورېدلې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم د ورښتونو پر کموالي اندېښنه ښيي او وايي چې د وچکالۍ وېره شته.

نن سبا د تېرو کلونو په پرتله په سالنګ سین کې هم اوبه ډېرې لږ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب