د ايرلنډ او افغانستان ترمنځ سيالۍ اورښت ځنډولې

ایرلنډ لپاره سټرلېنګ په ۴۱ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۰، کېون اوبراین په ۱۷ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۵، ټکټر په ۱۷ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۹ ناسوځېدلې منډې او بلبرني په ۲۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۹ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړونکي لوبغاړي ول

اوسمهال په لوبغالي کې دمه ده. د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ روانه شل اوریزه لوبه د باران ورښت له امله ځنډېدلې ده.
افغانستان دمګړۍ ۱۳۳ منډې لري او خپل ۵ لوبغاړي يې له لاسه ورکړي دي. د سيالۍ ۱۵ اوورونه ترسره شوي دي.
په ننۍ سيالۍ کې سمیع الله شینواري په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې
ملي لوبغاړي سمیع الله شینواري په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې خپلې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې چې دغه هدف یې نن د ایرلنډ پر وړاندې په روانه لوبه کې چې د نوموړي ۶۳مه شل اوریزه لوبه ده، ترلاسه کړ.
د یادولو ده چې نوموړی څلورم افغان لوبغاړی دی چې دغه شمېر منډې پوره کوي.