افغانستان له ايرلنډ لومړۍ لوبه په ۱۱ منډو وګټله

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اورونو تر بشپړېدو وړاندې د باران له امله پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان د DLS قانون پر بنسټ ایرلنډ ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلنډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پاول سټرلېنګ غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۷۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی او رحمن الله ګربز چټکه توپ وهنه پیل کړه او یوازې ۴٫۲ اورونو کې يي د ۵۴ منډو ملګرتیا جوړه کړه، خو د پنځم اور په درېیم توپ رحمن الله ګربز سوځېدو سره دغه ملګرتیا پای ته ورسېده.

د رحمن الله ګربز تر سوځېدو وروسته له ځانګړی ځنډو او منډو پرته حضرت الله ځاځی او ورپسې اصغر افغان او کریم جنت هم خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې، خو وروسته بیا د نجیب ځدران او سمیع الله شینواري ملګرتیا او په ځانګړی ډول د نجیب ځدران چټکه توپ وهنه د افغانستان د بریا لامل شوه.

د پنځلسو اورونو بشپړېدو سره افغانستان د پنځو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۱۳۳ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډیده او د DLS قانون پر بنسټ افغانستان د دغې لوبې ګټونکی اعلان شو.

افغانستان لپاره نجیب الله ځدران په ۲۱ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۲ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره لوبه ګټونکې توپ وهنه وکړه. حضرت الله ځاځی په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۳، رحمن الله ګربز په یوازې ۱۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۸، سمیع الله شینواری په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۸، کریم جنت په ۱۲ توپونو ۶ منډې جوړې کړې او اصغر افغان د کوم توپ لوبولو پرته رن اوټ او خپله وېکېټه يي له لاسه ورکړه.

ایرلنډ لپاره سیمي سېنګ ۲ او رنکېن یوه وېکېټه واخیسته