ایرلنډ د افغانستان خلاف ټاس وگاټه او لومړی توپوهنه کوي
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لومړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې پچه سیالې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه نن د ماسپښين په ۱ بجه پېليږي. د افغانستان کرکټ بورډ دې سیالېو ته د خپلې ملي لوپډلې پوره چمتوالی ښودلی.
په ورته وخت کې بیا د اسلامي بانک شل اوريزه جام له پېلېدا وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبډلمشر اصغر افغان او انډريو بلبرني وړمه ورځ د هند په ګريټر نويډا کې د خبري غونډې وروسته له جام پرده پورته کړه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله تر اوسه له ایرلنډ لوبډلې سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۵ ځلې مخ شوې چې له ډلې یې افغان لوبډلې له سیال لوري ۱۲ ځلې بریا خپله کړې.