افغان لوبډله نن ماسپښين د ایرلنډ خلاف لوبیږي

افغان لوبډله به نن د جمعې په ورځ (د مارچ مياشتې شپږمه) د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې د ايرلنډ پر وړاندې د افغانستان اسلامي بانک شل اوريز جام لومړۍ لوبه ترسره کړي.

 د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوريزه لوبه سبا ماسپښين ۱ بجه پېليږي. د افغانستان کرکټ بورډ دې سیالېو ته د خپلې ملي لوپډلې پوره چمتوالی ښودلی.

په ورته وخت کې بیا د اسلامي بانک شل اوريزه جام له پېلېدا وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبډلمشر اصغر افغان او انډريو بلبرني وړمه ورځ د هند په ګريټر نويډا کې د خبري غونډې وروسته له جام پرده پورته کړه.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله تر اوسه له ایرلنډ لوبډلې سره په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۵ ځلې مخ شوې چې له ډلې یې افغان لوبډلې له سیال لوري ۱۲ ځلې بریا خپله کړې.