عراق په فوټبال کې ۲-۱ ايران ته ماته ورکړه، نور هم شته

احمد مسعود

هندوستان فوټبال لوبه د افغانستان سره  1- 1مساوي کړه، د لوبې لومړۍ نیمايي کې هېڅ یوې لوبډلې د گول په وهلو بریالۍ نشوه، خو د لومړۍ نیمايي اضافي وخت په لومړۍ دقېقه کې ذوالفقار نظري د افغانستان لپاره د گول په وهلو بریالی شو.

د اضافي وخت پاتې شیبو کې کوم گول ونه وهل شو او په دې ډول د لوبې لومړۍ نیمايي ۱ – ۰ توپیر سره د افغانستان په گټه پای ته ورسېده.

سیمه اییز فوټبال: د جنوب غرب زون اتلولي هلمند وګټله

 د جنوب غرب زون د اتلو فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ تيره سه شنبه په هلمند ولايت کې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل فوټبال لوبډلو په ګډون را پیل شو چې وروستۍ لوبه يي د هلمند ليسه ذکور فوټبال لوبډلې او د کندهار شيرزي فوټبال لوبډلې ترمنځ ترسره شوه.

 هلمند ليسه ذکور فوټبال لوبډلې ۳-۱ د کندهار شيرزي فوټبال لوبډلې ته په ماتې ورکولو او دريو لوبو په ګټلو  سره د جنوب غرب زون اتلو فوټبال لوبډلو اتلولي خپله کړه.  د هلمند ليسه ذکور فوټبال لوبډلې لپاره عبدالواحد نورزي دوه او عبدالقيوم بارکزي يو ګول ترسره کړ.  د کندهار شيرزي فوټبال لوبډلې لپاره يواځينۍ ګول اهل الله وواهه. د جنوب غرب زون د اتلو فوټبال لوبډلو ترمنځ دې ليګ کې د غوره لوبغاړي کپ امید احمد ساحل ته، د ډيرو ګول وهونکي کپ عبدالواحد نورزي ته،د غوره ګول ساتونکي کپ عبدالقيوم څپاند ته او د اخلاقو کپ د زابل شيخ متي فوټبال لوبډلې ته ورکول شو.

 ددې ليګ د پایلوبې ليدو لپاره د هلمند ولايت والي تورن جنرال محمد یاسین خان هم راغلی و چې د لوبې په وروستېو کې د ارزګان، زابل او کندهار فوټبال لوبډلو ته ځانکړې شوې جائزې او لباسونه ورکړل.