په پکتیا کې په لومړي ځل د ازادو سیالیو سیالۍ ترسره شوې
فرهاد حضرت زاده
په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د فري فایټ یا د ازادو سیالیو لوبې ترسره شوې، چې د مسولینو په وینا له شپېتو زیاتو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه.
د یادو سیالیو جوړونکی فرهاد حضرت زاده وایي، چې د لوبو له جوړیدو یې هدف ازادو سیالیو لپاره د وړ او نویو لوبغاړو جلبول او دې لوبې ته د پرمختګ ورکول دي.
له بلې خوا ددې لوبې لوبغاړي وایي، چې په پکتیا کې د ازادو سیالیو لپاره د میدان او امکاناتو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
دوی په سوداګرو او اړوندو ادارو غږ وکړ، چې ددې لوبې سیالۍ او لوبغاړي له مالي پلوه تقویه کړي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي چې دغه لوبو مالي ملاتړ یې غاړه اخیتسی وایي، هدف یې ددې لوبې پرمختګ او د لوبغاړو لپاره د سالم مصروفیت پیدا کول دي.
دی وایي، ورزش د سولې سمبول دی او غواړي له لارې ځوانان له جنګ او ناوړه کارونو را وګرځوي.