مورټا: په اټلاټیکو ماډریډ کې خوښ یم

محمود خان منندوی

موراټا په چیلسي کې د خپل وخت په اړه په  تازه مرکه کې څه وویل؟ دا هغه پوښتنه ده چې د ډېرو ورځپانو د سرلیکونو ځای یې نیولی دی. مورټا وویل:

((په اټلاټیکو ماډریډ کې خوشحاله یم. په چیلسي کې مې د فوټبال څخه خوند نه اخیست، خو اوس خوشحاله یم. په چیلسي کې مې پر خپل ځان باور نه درلود او کله چې به مې د ګول یو موقعیت له لاسه ورکاوه، نو ټولو ملګرو ( د چیلسي لوبغاړي) به داسي ماته کتل، ته به وایې په لوبډله کې مې هیڅ ګټور کار نه دی کړی.

 د چیلسي څخه د جلا کېدو پر وخت 6-7 کلبونو راته وړاندیزونه وکړل او چیلسي هم د پاتې کېدو وړاندیز راته وکړ، خو خپلې مېرمنې ته مې وویل، چې نور غواړم د فشار څخه ځان وباسم.))

مورټا اوسمهال اووه ویشت کاله عمر لري، هغه د ۱۹۹۲ میلادي کال د اکتوبر په ۲۳مه زیږیدلی دی. مورټا اصلا د هسپانیا د فوټبال ملي لوبډلې غړی دی او له ډېرو کلبونو سره لوبېدلی دی او لا هم لوبیږي.