د اټلاټیکو ماډریډ لوبغاړی الوارو موراټا ۲۷ کلن شو، نور هم شته

محمود خان منندوی

د برازیل پخوانی ستوری پیلي  79 کلن شو.

د فوټسال تازه نړۍ واله درجه بندي اعلان شوه.

چیلسي 1-0 و ایاکس ته او لايپیزیګ 2-1 و زینټ پیټرز بورګ ته ماته ورکړه.

د ریال ماډریډ لوبغاړو پرون شپه د ګالاټاسرای د ګول په چوکاټ کي 13 شوټان ووهل، چې دا د 2003/04 فصل راهیسې په چمپیونز لیګ کې د کور څخه په دباندې لوبو کې د دوی لپاره بې سابقې وه.

نن سهار د لیبرټاډوس جام د نیمه پایلوبې په راتګ پړاو لوبه کې بوکا جیونیورز او رایور پلاټ سره ولوبېدل، چې بوکا جیونیورز 1-0 و رایور پلاټ ته ماته ورکړه. د تګ پړاو لوبه رایور پلاټ 2-0 ګټلې وه، نو ځکه یي پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

د کوپا لیبرټاډورس جام په پایلوبه کې به د ګرمیو او فلامینګو د لوبې ګټونکې لوبډله د رایور پلاټ پر وړاندې ولوبیږي. دا پایلوبه د چیلي په سانټیاګو ښار کې کېږي.

رسمي: د جېنوا کلب خپل روزونکی انډري آټزولي د ضعیفو لوبو د پایلو په خاطر له دندې ګوښه کړی او ټیاګو موټا یي د هغه ځایناستی کړی.

د لیورپول لوبغاړی فابینیو 26 کلن سو

د بایرن میونیک فرانسوی دفاعي لوبغاړی لوکاس هرنانډز تېره شپه د اولیمپیاکووس پر وړاندې زخمي شو او په احتمالي توګه دوې میاشتي نه شي لوبیدای.

بایرن میونیک څو ورځې مخکې خپل بل دفاعي لوبغاړی نیکلاس زولي هم د زخمي کېدو په خاطر د 6 میاشتو لپاره له لاسه ورکړی و.

په پاریس سېنټ جرمن کې د نیمار د ترسره کړو او له لاسه ورکړو لوبو شمېر مساوي شو.