که له چاسره د مخامخ کیدو پر مهال د خبرو جرائت نلرئ؛
لاندې کرښې درسره یاد ساتئ.!
دروغ مه وایئ!
دروغ هغه ناوړه او په اسلام کې ناروا عمل دی چې کول یې حرام دي. نـو هیڅکله هم باید د خبرو پر مهـال دروغو ته ور ونه دانګئ چې دا مو د خبـرو باور له منځ وړلو سبب کیږي او د خبرو کولو پر مهال مو د خبرو بندښت سره مخ کوي او هر کله چې په خپلو خبرو کې بند بند راځئ دا مو درڅخه د خبرو د جرائت اغیز اخلي او بې جرائتۍ سره مخ کیږئ.
- پــر ځان باور ولرئ!
په هر کار کې ځانته داسې فکر مه ورکوئ چې زه یې نشم کولای، بلکې ووایئ چې کولای یې شم او کوم یې. ځکـه پر ځان بـاور د بـریالیتوب له رازونو څخه یو لـوی راز دی. کـوم کـار تـه چې ورمـخکې کـیـږئ زړور اوسـئ، ډار مـو لـه مــغـزو او زړه وباسئ.
کیداشې تاسې د داسې اشخاصو سره مخ شئ چې له تاسو څخه یې شـخصـیت ډیر لوړ وي(بډایه وي، ښه مـقام ولري، مـشهور وي، لایق وي او…) نـو تاسې مـه ویـریږئ چې لـه دوی سره به د خبرو پر مهال غـلط شئ، دا ویره له زړونو وباسئ چې زما خبرې ښې نه دي، یا زه ښې خبرې نشم کولای او یـا زما خـبرې به د دوی پـر وړانـدې کـوم اهـمیت ونلري. هر چا سره هـر وخت چې خبرې کوئ نو په خبـرو کې د غـلطیدو فکر مو له ذهنونو وباسئ او په ډاډه زړه خبرې پیل او پای ته ورسوئ.
د تاثیر لاندې راتګ ته ماتي ورکړئ.!
کله چې تـاسې پر ځان بـاور ولـرئ او ډاډه واوسئ چې تاسې دا کـار کولای شئ، نو داسې به ډیر کم پیښ شـي چې تـاسې دې د خبـرو پر مهال تر تاثیر لاندې راشئ. که چیرې راتلئ هم نو هڅه وکړئ پر تاسې بـاندې پـروت تـاثیر او ویـره زر له ځان څخه لرې کـړئ، او دا حـقیقت در مخکې کړئ چې خبرې کول مو خپل حـق دی. په دې سره به تاسې د خبرو پوره جـرائـت تـرلاسـه کـړئ او د تـاثیر تـر لاندې راتګ ته به ماتي ورکړای شئ.
- پر خپلو خبرو مه شرمیږئ!
کله چې تـاسې د یو چـا سـره خبرو کولو ته مخکې کیږئ، نـو د دغې احسـاس ګډه مـو له مغزو ليري یوسئ، چې ستاسې خبرې د شرم وړ دي یا له هفه چـا سـره خبرې چې تـاسې ورسـره پرې بوخت یئ شـرم دی. تـاسې بـه د مـشرانـو سـره هم د خبرو لپاره مخ کیږئ، نو د دوی سره خبرې کول یو شرم مـه ګڼئ، بلکې د دغې بـیځایـه فـکـر پـرځای پـام وکړئ چې لـه مشـرانـو سـره د خبـرو کـولو آداب مراعات کړئ.
- د اعتراضونو پر وړاندې لکه دیوال شئ!
بریـمن شخصیتونو بریـالـیـتوب پـر خـپـلې لـومړۍ هڅې ندی تـرلاسه کـړی بـلکې په بار بار زحمتونو ګاللـو وروسـتـه توانیدلي دي چې بریالي شي. نو تاسې هم؛ هـیڅکله دا تـمه ډیره مه لرئ چې کومو خلکـو ته چې مـا خـبـرې وکړئ هغوی ټول به زما خـبرې په لـومړي ځل خوښې کړي او یا به مې هم خبرې وستایي.
کلـه چې تـاسې په یـو مـجـلس او ناسته کې خبرې وکړئ خـامخـا بـه د اعـتراضونه سـره مـخ کـیږئ، نو تـاسې د دې اعـتراضـونه پـر وړانـدې مـاتي مه خـورئ او مایوسیت مه کوئ. بلکې هڅه وکړئ چې د دوی پـر وړانـدې بـل ځلې خـبـرې مو د تیر ځلې په پرتله اغېزناکې وي. دا کار به وکولای شي چې ستـاسې وړتیـاوې مـنفـي ګر خـلک هم ومني، او تاسې به د جرائت خاوندان شئ.
- له خپل کوره د خبرو جرائت پیدا کول پیل کړئ!
له کوره پیل وکړئ؛
هڅـه وکــړئ چې پــه کــور کې د کـورنۍ غــړو ســره آزادې،بـې لـــه کــومــې وېرې او د اړتیا سـره سـم ډېرې خــبــرې وکــړئ.لــه کـوره را نـیـولي په ښوونځي، کـار ځای او پـه ټولنـه کې میشتو خلکـو سـره هـم همدا چلند وکاروئ.
مثلاً:
په کور کې د خپلو کورنۍ غړو ته وخت نا وخت یوه داسې موضوع راوخلئ او ورسره پرې خبرې وکړئ چې د دوی د فـکـر تـخـریـب کـوونـکـي او ستړي کـوونـکـي نــه وي او ورتــه پــه زړه پـورې وي.
کلـه چې لــه یـو سـبـزي پـلـورونـکي څخه سبزي رانیسـئ، د سبـزي د کـیـفت او هـمدا شان د ده د کاروبار په اړه ورسره وغږیږئ.
پـه ټولګې کې مـو له خپل ښوونکي څخه د درس په اړه پـوښتنـو، پـر ټاکـل شـوي مـوضوع باندې د خـپـل نـظـر څرګنـدولـو او د ټولګي مخې ته د درس توضیح کولو هڅه وکړئ.
- همدا نن پایله مه غواړئ!
هر کله مو چې پورته ټول یادې شوي لارښوونې وڅارلۍ نو د دې بیځایه فکر کولو پر ځای چې همدا نن باید تاسو کې بدلون راشي، هره ورځ هڅه وکړئ چې دغې لارښوونې له پرون څخه نن په ښه توګه پلي کړئ.
پای