لیکوال : حبیب الله بختیال …………… پر لپسې دریمه برخه ……….
لکه څنګه ، چې تیره ورځ پریکړه وشوه، چې سبا به د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په کلکو ټکو یو لیک لیکل او لیږل کیږي، نو په همدې خاطر نن د سهار له لمانځه وروسته کله، چې ملا صاحب دعا خلاص کړه، نو نیغ په نیغه زموږ د ګاونډي کاندید کورته روان شوو، خو هلته په رسیدو سره بیا هم د تیر په څیر دا ځل له درې ساعته انتظار وروسته د کاندید میرمن په هماغه نیمه بربنډ ، ببر سر او بې سینګاره حالت کې را څرګنده شوه په کوم کې، چې پرون راغلې وه او وروسته یې ځان جوړ کړو، خو نن زموږ له بده بخته د غونډې پر ځای د غونډې په تالار کې دوه مخالف لوري له یو بل سره ښکر په ښکر شول.
لکه څنګه چې پرون ګل آغا او ملک میرزاګل له یو بل سره د مخالفو ټکو درلودلو په خاطر ښکر په ښکر کیدو ته نږدې شوي وو، خو لکه نن چې د کوم هوايي شرکت سردارانو او مشرانو ، چې د ګل آغا خپلوان وو او ده هم ورسره کار کاوه د هغه په غوږ کې څه ور پوه کړي وو، چې خبره تر لاس او ګریوان او په ښځینه د جګو پوندو لروونکو بوټانو د وهلو او د اوبو پر بوتلو د یو او بل ویشتلو ته ورسیده.
زموږ د کاندید د میرمنې کور دې آباد وي کاشکې چې دې خپله ځان کاندید کړی وای، چې دا درې ورځې یې په غونډو کې زموږ د کلونو کلونو نیستۍ وهلې خیټې یې راډکې کړې، هغه نن هم د تیر په څیر په یو څه ډیموکراسۍ ځپلي حالت کې، چې تورې عینکې یې په سترګو وې په تنګ کاوبای پتلانه کې په یوه نازکه زیرپیرانۍ کې، چې د سپینو سپینو نیمه بربنډو مټو یې د سړي شیطانه احساسات راپارول راغله او د سټیج پر سر یې له یو ځانګړي انداز سره مل داسې په خبرو پیل وکړ:
– له تاسو ټولو حاضرینو څخه ډیره مننه کوم، چې زموږ په درد کې شریک یاست، خو د پرونۍ غونډې بې پایلې رسیدل داسې څرګنده کړه، چې کیسه لا هم پسې غځیږي او هغه د چا خبره د بسوګۍ د واده کیسه به ترینه جوړه شي، خو له تاسو ټولو غواړم، چې نن ما ته یوه څرګنده پایله په لاس راکړئ، ځکه بیګاه مې د خپل خاوند له لاسه خوب نه دی کړی او اوس ځم د خوب خونې ته ما ته اجازه راکړئ او تاسو په خپل مینځ سره مشورې کوئ.
د کاندید میرمن چې ولاړه، نو ملک میرزاګل د خبرو کلونو لپاره لومړۍ له خولې نصوار تو کړل او بیا یې ټولو حاضرینو ته په وینا داسې په خبرو خوله خلاصه کړه.
– ګرانو او خوږو ګاونډیانو تاسو ته پته ده، چې موږ دا درې ورځې د یو شمیر کاندیدانو د میرمنو او خپلوانو د هغو ستونزو په حل لګیا یو، خو آخر د شرم خبره ده چې دا درې ورځې مو درې وخته ډوډۍ په دوي حواله کړې او حواله کوو يې، نن باید یوې پایلې ته ورسیږو.
که څه هم ملک میرزاګل ریښتیا ویل، خو د هغه دا خبره د غونډې د یو شمیر خیټورو په طبعه ښه ونه لګیده او د اعتراض په ډول یې وویل، چې ستونزې هم ورته حل کوه او د ډوډۍ احسانونه به هم درباندې کوي آخر موږ هم انسانان یو او خیټې لرو او د خیټې ډکول خو ضروري او حتمي خبره ده. دا چې د غونډې یوه خیټوره برخه د ملک میرزاګل مخالفه وه نو ګل آغا چې پرونۍ کینه یې ملک ته په زړه کې لا توده پاتې شوې وه له مخالفې ډلې سره یې لاس یو کړو او د اعتراض په ډول یې په منډه ځان تر سټیجه ورساوه او په دې ډول یې په خپلو نیوکو لاس پورې کړو:
– هو خود نو هره ورځ له خپلو کارونو ورته پاتې کیږرو او بیا به دا شرم هم ځانته په مخکې ودروو، چې ډوډۍ راکوي او چای راکوي . تر نن ورځې پورې چا داسې نظر ورکړی، لکه زما هماغه د هوا له لارې د ځینو کاندیدانو لیږدول غزني ته ښه دي، چې لږ یې طبعیت هم ښه شي او ستونزه به یې هم د زیارتونو په برکت حل شي ، دا غوره نظر دی ، له دې ماسیوا یې هیڅ بله چاره نشته او بیا خو له دې لیکونو میکونو اوس څه نه جوړیږي آخر په یوویشتمه پیړۍ کې یوو ، لږ ځان را ژندي کړئ تر څو به د جهالت او تیرو لرغونو زمانو نظر کې اوسو ، لږ له دې ګاونډیو شرم وکړئ ، چې موږ چیرته یو او هغوي ځانونه چیرته رسولي دي.
د ګل آغا دې ډول خبرو د ځینو په خبره او مسئلو پوهو کسانو او چې یې نوې نظریې درلودې خولې له خندا خلاصې کړې او ښه یې په کړس کړس ورپورې وخندل، چې له دوي څخه یو هم ملک میرزاګل او یو شمیر د ګل آغا طرفداران وو، خو ګل آغا چې دا حالت ولیدو او په دې پوه شو، چې یاره لکه چندانې په منطق برابرې خبرې خو یې نه دي کړي، نو د سټيج له سره یې خپل بوټ د ملک میرزاګل په لورې را ګوزار کړو، چې له بده مرغه د هغه په مخ ولګید او د عینکو دواړه ښیښې یې ورماتې کړې.
ددې پیښې په لیدو سره دواړه مخالفې ډلې د یو او بل پر ضد سره راپاڅيدې؛ لومړی یې په شخړه کې له هغه څیزونو څخه کار واخیست چې ددوي په لاس رسي کې وو؛ لکه د اوبو بوتلونه او د جوسونو پیالې او ډبي. خو وروسته له څو شیبو چې شخړه سره لږه ګرمه شوه نو بیا د نارینه او ښځینه بوټانو او په تیره د ښځینه هغو بوټانو ته ورسیده، چې لوړې پوندې لري. د دواړو لوریو له خوا په خپل مینځ کې تر څو ساعته جګړو وروسته خبره امنیتي ځواکونو ته ورسیده او د پیښې سیمې ته د امنیتي ځواکونو له موټرو سره یو ځای د بیړنیو ټپي شویو کسانو د درملنې او تر روغتونه د هغوي د رسولو لپاره ډاکټران او امبولانسونه راورسیدل او د امنیتي ځواکونو په منځګړیتوب له څو ساعته ځنډ وروسته جګړه پای ته ورسیده.
د جګړې له پای ته رسیدو سره سم ټول نور ګاونډي زموږ د کاندید ګاونډي کور ته راغلل له دوي څخه یې ځینې هم چې په جګړه کې په ښکیل حالت کې امنیتي ځواکونو له ځان سره بیولي وو د هغوي د راخلاصولو لپاره ولاړل او ځینو یې د خپلو خپلوانو د ټپونو د لیدلو او پوښتنې لپاره مخ د روغتونونو په لور په ډیر غمجن حالت کې روان شول او د غونډې پای او پریکړه بې نتیجې پر خپل ځای پاتې شوه، خو ځینو ګاونډیانو به یو بل ته ویل، چې که زموږ دې ګاونډي ځان نه وای کاندید کړای، نو اوس به ولې خبره تر لاس او ګریوانه رسیده، خو دا یې نه ویل، چې که په اصل کې دوي په خپلو ګریوانونو کې خپل سرونه ټيټ کړي، نو شخړه خو دوي هماغه د پارلمان د وکیلانو په څیر د خپلو شخصي ګټو لپاره جوړه کړه.