محمد سعید سعادت
هغه هيوادونه چې وسله والی شخړې، اوږد مهاله جګړې او غربت په څير مسلو سره لاس او ګريوان دي د ماشومانو لپاره سالم او دوستانه چاپیریال په رامنڅته کولو کې له ستونزو سره مخ دي د غير محفوظ چاپیريال درلودل ممکن د ماشوم په شخصیت او رواني روغتيا باندې اوږد مهاله او ناوړه اغيزه ولري.
د زده کوونکو اړتياوې له نزدې څارل د زده کوونکو په پوهه تمرکز تر لاسه کول، د ټولنې په احساس او اړتيا پوهيدل. د زده کړې چاپيريال یا د زده کړې ځای چې د پوهې مرکز هم ورته ویلای شو:
د نړيوالو له نظره د ماشوم د زده کړې لپاره دوستانه او مصون چاپیریال رامنځ ته کول په دوه ډوله دي
Face to face learning
Online class room
چې پدې اړه به د موضوع په پای کې بحث وشي.
دلته په ځنې عمومي موضوعاتو تم کيږو.
د ماشوم لپاره یو مصون او دوستانه چاپيريال کې باید لاندې نقاط په نظر کې ونيسو.
۱: د تل لپاره د زده کونکو سر د یو دوست،ملګري په څير چلند کول تر څو ستا له کړنو متاثره وي.
۲: هر وخت باید کوښښ وکړو چې ټولګي ته د ننوتلو په وخت کې خندانه اووسو.
۳: ټولګي ته د ننوتلو په وخت کې په ورین تندي سلام اچول ، له شاکردانو سره په مینه ستړي مشي کول.
۴: ټولو زده کوونکو ته په تدریس کې یو شان برخه ورکول.
۵: د تبغیض مخنیوي کول
۶: په ټولګي کې باید زده کوونکي د کم ترۍ احساس ونه کړي ، که چيرته کوم زده کوونکي په درس کې کمزوری وی باید د نورو زده کوونکو په منځ کې ونه رټل شي .
۷: که چيرته کوم زده کوونکی پوښتنې ته غلط ځواب ووايي، باید نهیلی نه کړل شي، له وهلو او بد ویلو څخه ډده وشي.
۸: ټولو زده کوونکو ته په یو نظر کتل که چیرته کوم زده کوونکي کومه غلط کار وکړ باید توصيه ورته وشي.
۹: د زده کوونکو پوښتنو ته دقیق او په مينه ځواب ورکول.
۱۰: د زده کوونکو د وهلو ډده کول .
۱۱: د زده کوونکو تر منځ سالم رقابت رامنځته کول.
۱۲: د زده کوونکو تر منځ یو د بل سره د همکارۍ حس پياوړی کول.
۱۳: د ماشوم په ژبه غږيدل د پيچيده او پرديو کلماتو د استعمال ډډه کول.
۱۴: د زده کوونکو تر منځ د دوستۍ حس پياوړی کول.
او داسې نور ……………..
د سالم او مصون چاپيريال رامنځته کولو لپاره هم باید لاندې کړنې تر سره کړو.
۱:د زده کوونکو لپاره د مناسب ځای انتخابول تر څو د شاګردانو د ځای کيدو ظرفيت ولري.
۲: د امنیت له پلوه باید خوندی ځای وي ،پوسته او کوم نظامی تاسیسات شتون ونلري
۳: د ټولګي باید د شور او غوغا څخه په امن کې وي.
۴: د داسې ځای انتخابول چې پاکه تازه هوا ،او روښنايي ولري.
۵: سالم چاپيریال د ژوند د بقا زیږنده ده که د یو کار لپاره ښه چاپيریال رامنځ ته شي .
نړي والو د دوستانه چاپيریال د رامنځته کيدو لپاره دوه ډولونو ښودلي دي
۱:مخامخ د زده کړو رامنځ ته کول
۲:په انلاین ډول د زده کړو رامنځ ته کول
Face to face learning
Online class room
………………………………………………
Face to face learning
۱: مخامخ د زده کړو دوستانه چاپيريال هغه چاپيريال دی چې ښوونکې په ظاهري بڼه وجود ولري ،بحثونه او فعاليتونه د ښوونکي د لارښوونې لاندې تر سره کيږي.
مخ په مخ زده کړه ځنې ځانګړتیاوی لري چې په لاندې ډول دي.
۱: په رښتيا سره په متقابل ډول پيښيږي زده کوونکو ته اجازه ورکوي چې پوښتنې وکړي او سمدلاسه غبرګون تر لاسه کړي.
۲: ښوونکی د ټوولګي مشر وي زده کوونکو ته د درسونو د لارې لارښوونه کوي ،دا کار ډير ګټور دي ځکه زده کوونکي یو د بل څخه لارښوونه تر لاسه کوي.
۳: د ښوونکو او زده کوونکو تر منځ د اړيکو ښکارندوی کوي ،تر څنګ د زده کړې خه چاپيريال رامنځته کولو لپاره هغوي په فعاليتونو ګماري او بوختوي يې.
Online class room
په انلاین ډول د زده کړو دوستانه چاپيريال برابرول:
انلاین زده کړې هغه زده کړې دي چې انترنيت له لارې وړاندې کيږي په دې زده کړو کې ښوونکې د وخت څخه د مخه درسونه او کورني دندې چمتو کوي او زده کوونکي يې په خپلواک ډول بشپړوي.
د انلاین زده کړو ځنې مهم کلمات په لاندې ډول دي:
۱: زده کړه په غیر متمرکز ډول پيښيږي پدې زده کړه کې زده کوونکي کولای شي چې انلاین صنف ته ننوځي ـــ پرته له دی چې نور زده کوونکی يا ښوونکي وننوځي .
۲: ښوونکي د ټاکل شوی نيټي پر اساس کار کوي زده کوونکو ته د خپلواکې اجازه ورکوي او زده کوونکو ته د کار مسوليت ورکول تقویه کوي تر څو زده کوونکي د کار بشپړیدا درک وکړي .
۳: زده کوونکي د بريښنا لیک یا تليفون له لارې د ښوونکي مرستې ته اړتیا لري او ښوونکي هم د زده کوونکو اندیښنو او پوښتنو ته ځواب ويلو لپاره لاس رسې لري ،ممکن ځواب په وخت نه وي بلکې په ځنډ وي.
د انلاین دوستانه زده کړو چاپيريال کې ښوونکې د بحث پوښتنې او ارزونې اپلوډ کوي او هر زده کوونکی په ټاکل شوی موده کې کورس بشپړوي ،زده کوونکي حق لری چې پوښتنې او غوښتنې وکړي.