پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeټولنیزتاریخدوه تاریخي خاطرې؛ ولسمشر محمد داود او صدراعظم میوندوال

دوه تاریخي خاطرې؛ ولسمشر محمد داود او صدراعظم میوندوال

استاد شهسوار سنګروال
د پوهنتون لپاره مې د کانکور ازموینه ورکړې وه، خو مخکې تر دې، چې د ازموینې پاېله تر لاسه کړم …دکڅ عزیزخان په مینځني ښوونځي کې مې د ښوونکي دنده په غاړه واخسته او د شپې به جلال اباد ته تلم او سهار وختي به ښوونځي ته راغلم.
ننګرهار همېشه بهار له پخوا نه نرمه او پسته هوا درلوده او په ځانګړي ډول، کله چې د ننګرهار د برېښنا او اوبو لګولو پروژه بشپړه شوه، لا ننګرهار ښکلی ښېرازه او رنګین شو.
د ژمي په واورین موسم کې خو نه یوازې شتمنو وګړو او د دولت لوړ رتبه چارواکو له کابل او یا نورو سړو سیمونه جلال اباد ته مخه کوله، بلکې بېوځلو، بېوسو او بېکسو خلکو هم دژمي درې میاشتې په ننګرهار او یا لغمان کې تېرولې…
یوه ورځ چې غرونه غرونه واوره په کابل کې اورېدلې وه او د پغمان له هسکو غرونو نه را لوتې سېلۍ واوره بادوله اود مخ کاسه یې داسې ګواښله او تخنوله،چې تا به ویل د کنګل ترخې څپېړې مې د مخ غوښې او هډوکي رانه يوړل …ولې د کڅ عزیزخان غوړېدلې ورشو هم داسې نه وه ،چې تاسې فکر وکوۍ ګنې دلته دجنت هوا چلېده!؟
نا ،دلته هم د درنټې او باد پښ بادونو یو بل ته غاړه ورکوله ،خو د کابل له سړوخې سره یې ډېر توپیر درلود، ولې بیا هم ژمی،ژمی وي…
د ژمي په همدې موسم کې یوه ورځ یوتور«شورلېټ » موټر د کڅ عزیزخان ښوونځي ته څېرمه (دغه وخت دغه ښوونځی د الفت صېب په نوم نه یادېده او هغه هم زوندی وو) ودرېد یو دنګ سړی چې توره درېشۍ یې په تن وه اوږد تور کوټ یې اغوستی وو را ښکته شو …
ده ولېدل ،چې تنکي ماشومان د غزونو لاندې چې د ونې ډډ ته تورې دړې ډډه لګولې ده او سپېره مېره ښوونکی ،چې ګوتې ورته تباشیر ځیږې کړي دي، په داسې حال کې ،چې ماشومان له یخنۍ رېږدي…په تورې تختې ټکي ،توري او کرښې راکاږي …لومړی یې ووېل ،زه د هېواد صدر اعظم یم میوندوال…بیایې له لنډ روغ بړ نه وروسته وویل تاسو ته به د سر پنا غم وخورم ،ورپسې بېرته موټرته پورته سو مخ په جلا اباد وخوځېد او لاړ.
میوندوال د عمل سړی وو ،نېغ په نیغه د کانال د ریس دفتر ته ،چې په درونټه کې ورغی او سپارښتنه يې ورته وکړه ،چې د کانال له بودیجې نه ډیر زر د کڅ عزیزخان د ښونځي لپاره څو کوټیزه ودانۍ جوړه کړي او همداسې هم وشول.
کلونه وروسته ،موږ د ښوونځي استادان ،کله ناکله به د درنټې په بند پورېوتو ،سیکلونه به مو ودرول او بیا به د درونټې بند ته مخامخ د هغې غونډۍ سر ته پورته شو ،چې د سترو ډبرو له تندي نه به دا ټوله سیمه ښکاریده … د ډند د ارتې غېږې شنه بخنه لمن زړه راښکونکې وه او لا کله به چې د سړي سترګې د ګلکڅونو په رنګینې او غوړېدلې ټاپو ښخې شوې ښکلا به یې لا څو برابره په سترګو کې ننداره جوړه کړه.
زمانې د وختونو پاڼې یو د بل پسې اړولې…او زه یو ځل بیا د یوه سیلاني په توګه ،یوې تاریخي نندارې ته تم شوم…د پنجشنبې ورځ وه ،د ماسپښین شاوخوا درې بجې وې ،له ښوونځي را ووتم د بایسېکل غوږی مې را تاو کړ د ټیرونو هوا ته مې ګوتې ورتېرې کړې ،دیته یې همبر باېسکل ویلې خو ما به ورته راکټ موټر ویل ،راکټ موټر د هغه وخت یو نامتو موټر وه درانه بارونه به یې چلول او دا چې ما پرې دغه نوم ایښی وو لامل یې دا وه چې زما د بایسیکل یوه پښه په لغمان کې وه اوبله پښه یې په جلال اباد کې ،د لارې اوږده تنابونه مې پرې لنډول…
د پسرلي لورونو او پرزوینو د چښتن تعالی په ټولو شتو د ښکلا ډک لاس را کاږلی وو… یوه ورځ مخ په درونټه را روان سوم…لکه سیکل ته چې مې چا په غوږ کې څڅولي وي، لاستی یې کیڼ لورته کوږشو او مخامخ یې د ګمبېري غوړیدلي ډاګ ته لاره پرانسته ،لکه کوربه غوندې کږې وږې لارې وهلې او کله چې د غونډۍ بېخ ته ورسېدو ،سترګې مو په یوه موټر ښخې شوې ،خو ورسره جوخت مې ولیدل ،چې یو څو تنه د غونډۍ له سره را پرېووځي او ما ته څادر خوځوي، چې یانې مه راځه…زه یوه شېبه تم شوم ،هغه کسان چې را نږدې شول ومې لیده ،چې په دوۍ کې یوتن زه پېژندلم ،هغه دکڅ عزیزخان جبارخیل شیرعلي خان وو.دی نه یوازې پخپل قوم کې یو مخور انسان وه ،بلکې یو ټولنیز شخصېیت هم وو ،چې د هېواد په ختیځ کې تر ډېره بریده خلکو پېزانده…له روغ وبړنه وروسته راته ووېل،سنګروال صیب لکه چې پاس غونډۍ ته خېزې؟ما ورته ووېل، هو مدیرصیب ! ده راته کړل موږ هم هلته وو.. . خو ومولیده، چې
سردار صیب داودخان له خپل یاور بازمحمدخان سره راغی، درناوی مو ورته وکړ…ومو نه غوښتل ،چې مزاحمت ورته وکړو ،نو تاسو ته هم وایم، ښه به وي چې غونډۍ ته پورته نه شئ…ماهم له دوۍ سره مخه ښه وکړه اوبیا دغونډۍ په لمنه کې هماغسې د ډنډ غاړې ته ښکته شوم ،خو لیدل مې ،چې سردارصیب کله د ډنډ غېږه له سترګو تېروله، چې وړو وړو کښتېیو به پکې سړکونه کاږل او بېا به یې د ګمبېري د ډاګ پراخه غوړیدلې غېږه له سترګو تېروله، چې تنکي پسرلي پخپلو تنکېیو ګوتو رنګارنګ ګلان او ګلبوټي کرلي وو…
محمد داود له صدارته ګوښه شوی وه ،خو ښایې له هماغه وخته په زړه کې ور تېرېده ،که یو وخت ولسمشر شي، نو دګمبېری د دښتې غم به خوري…وروسته څرګنده شوه ،چې د ده په پلانونو کې داسې وو چې د کونړ ياغي او بېباکه سین به د ګمبېري دښتې ته رااړوي او دا ډاګ به خړوبه کوي او له کرکېلۍ وروسته به نورې اوبه د ډرونټې ډنډ ته غورځي…
ده په پام کې درلودل،چې د سره رود برنۍ برخې ته هم له لوې ویالې څخه یوه بله ویاله سلطانپور ته څېرمه ورسوي ،داځکه چې داوړي په موسم کې به وچکالۍ دغه د پسرلي په موسم کې ښېرازه سیمه ګواښله…داسې انګېرنې هم وې چې د سره رود بد مخي او خونړي سیلابونه به کابو کوي ،چې د چا سر او مال ته زیان ونه رسیږي.
بل لور ته محمد داود خان داسې هم پتېیلې وه چې د الینګار سین به د شختراې د دښتې له لارې د بابا صیب ډا ګ ته را تېروي…همدا رنګه د کابل سین نه به د کاکڅ په برنۍ برخه وریښمین تنګي ته څېرمه دوه ویالې د سین دواړو غاړوته را کاږي،چې هم د سرخکانو ډاګ خړوبه کړي او هم د بابا صیب د ډاګ وروستۍ برخه…که چېرې داسې شوي وی له یوې خوا به له یوه لغمان نه دوه لغمانه ودانېدل او له بلې خوا به زموږ سیندونه له پنجابه راګرځېدل…
اوس داسې ډنډورې ګډې دي ،چې ولسمشر غني غواړي په ګمبېري ډاګ کې هوایي ډګر جوړ کړي ،خو پخوا تر دې چې دا کار وشي ښه به وي ،چې یوه تخنیکې او مسلکي پلاوي ته دنده وسپارل شي او د یوې څېړنې په ترڅ کې ولس ته په ډاګه کړي ،چې کومه پروژه ملي رنګ اوخوند لري او کومه د ولس په ګټه ده؟!
                                              د ا وس لپا ره همد ومره

2 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    جاپاني+افغان ډاکټر انجنیر ناکامورا(کاکا مراد ) هم همدا پلان درلود چې د کنړ سین پر ګمبېري راسم کړي او بله کامه ولسوالي ترینه شنه کړي ؛ خو افسوس چې د افغان، افغانستان دښمنانو عموماََ او د لوی ڼګرهار یو څو خرڅو شوو عناصرو خصوصاََ د دې آبادۍ مخه ډب کړله .
    داچې میوندوال چا او ولې له منځه وړی و او بیا سردار داود خان ېې ولې وپرځاوهء ؛
    عمر خطاب هم د دې پوښتنو جوابونو پسې په پیام-ې- افغان کې شک ناست وي او همدا په نکټاۍۍ ګوتې وهي!.
    فاعتبروا یا اولی الابصار.

  2. سلام
    خو سنګروال صاحب کومه طبیعی ښکلا چې ما ننګرهار کې لیدلی او زما ذهن کې لا شته باور وکړه په افغانستان او ډیرو ملکونو کې مې یې ساری نه دی لیدلی.زه په اوم ټولګی کې وم چې د ژمی په کمکۍ څله کې مې د پل محمود خان له اډې لومړی ځل دښکلی ننګرهارپه لور سفر وکړ.په کابل کې هوا دومره سړه وه چې دشپې یخنۍ دوه پیره عسکران وژلی وه موږ ټوله شپه د شهر نو په سیمه کې د ډبرو سکاره بخاری ته ور اچول. ټولې لارې په وارو بندی وی کابل سپین وه خو ننګرهار شین ،ماته دماهیپر ،نغلو بند،سروبی او درونټې بند داوبو او موقعیت ښکلا او په دومره واټن کې د هوا د بدلون خبره ډیره جالبه وه.زما لو مړی سفر ننګرهار ته وه.
    په ۲۰۱۱ کال یو ځل بیا له خپلو بچیانو سر ه ننګرها ر ته لاړم خو داځل مې دغاصبو او خاینو رژیمونو، دقدرت او مقام تږو او ټېکه دارانو ، دلالانو او دروغجنو ته ددریو خایو اهمیت ،ارزښت او ښکلا په هکله خپله نظر د انترنت له لاری وړاندې کړی : ننګرها ر د سیلانیانو لپاره مرکزی سنترونو او زیر بناوو ته ضرورت لری . د ننګرهار زراعتی برخو مهارو ل او پیاوړتیاد ننګرهار دولس ژوندی کول دی ، ددرونټې د تونل پراخوالی او رڼا په عصری او مسلکی بڼه ،او همدرانګه د بهرنیو او کور نیو میلمنو لپاره ددرونټې بندسره میلمستون جوړول د پنجشیر له ولسوالۍ سره چې په ولایت باندې بدله شوې ځمکه او آسمان توپیر لری .یاد ډاکتر ساپی خبره د مراد اکا ناکامورا پروژو فعالول .ما دشهید داود خان په اخرکال کې دکنر ،لغمان او ننګرهار ولایتونه په ډیره اوچته سطحه سروی کړی دی حتي د هوا شناسی له چینلو سره موږ مرسته کړی ده چې هرڅه په هوایی اټکل محاسبه نه کړیاو د سم معلومات له مخې صادقانه کار وکړی!
    ننګراریان زحمت کش او مقنع ولس دی.جلال الدین اکبر په هغه وخت کئ د ننګرهارپه اقتصادی،تجارتی ، اوولسی اړیکو اهمیت باندې پوهیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب