لیکوال محمداکبر حقمل معینزی
د نننیو لیکوالو او ژباړونکو ژباړو ته په کتو سره اړتیا لیدل کېږي، چې باید ځینې اړین بدلونونه او سمونونه رامنځته شي. ځینې لیکوالان دي، چې ټکي پر ټکي ژباړې کوي؛ یعنې په کومو کلمو، چې په دري یا انګلسي ژبو لیکنه شوې وي، پرته له دې، چې په بشپړ مطلب پسې ولاړ شي همغو لیکل شوو کلمو ته په کتو سره په پښتو کې ورته هممانا کلمې لټوي او کټ مټ یا ټکي پر ټکي یې اړوندو کلمو ته ژباړي.
دا کار د پښتو د ستونزمنولو او سختولو لامل ګرځي. که چېرې یو لیکوال او ژباړن همدا ډول پر مخ ولاړ شي او همدا ډول وده یا پرمختګ وکړي، نو په اصل کې دا پرمختګ او وده نه ده؛ بلکې دا یو داسې څه دي، چې د اړوند کس لیکنې او ژباړې د لوستونکو د ستړیا لامل ګرځي او کله یې، چې د ستړیا لامل شو، نو ژباړن دې پوه شي، چې لوستونکي او د لوستونکو ملاتړ یې له لاسه ورکړ. د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوم هغه دا، چې زموږ ډېری لیکوالان او ژباړونکي د پښتو کلمو پر ځای د نورو ژبو کلمې ډېرې کاروي؛ دا یوه داسې مانا لري، چې په اصل کې د موخې ژبې(پښتو) ته نه؛ بلکې نورو ژبو ته پراختیا او وده ورکول کېږي.
راځئ د مشرانو خبر یعنې یوازې غندل مندل پرېږدو، حل لاره ولټوو او داسې عملي یو ګام پورته کړو، چې د پښتو د ريښتیني ارزښت او ودې یا پرمختګ لامل شي. هغه داسې، چې باید د پښتو سوچه والي ته پام وکړو، کټ مټ ژباړې کول پرېږدو او لومړی پښتو او پښتو لیکدود زده او وروسته له هغې پرې لیکنې او ژباړې وکړو.
د اړتیا تر پولې باید هڅه وکړو، چې پښتو ته د زیان رسولو لامل نشو؛ یعنې تل مو هڅه باید دا وي، چې د پښتو لپاره او د پښتو په ګټه کار وکړو او له نورو ژبو سره یې سیاله کړو.