چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاد لمر ګلې ګل هر اړخیزې ګټې

د لمر ګلې ګل هر اړخیزې ګټې

ژ محمداکبر حقمل معیزی –

که مو غاښ درد کوي، نو د نوموړي بوټي د رېښې اوبه پکې ونیسئ، ځکه دا یوه تجربه شوې خبره ده. ویل کېږي، چې د رېښې اوبه یې د زړه د پیاوړتیا لپاره هم ډېرې ګټورې دي؛ فکر مو وي، چې امېندوارې ښځې د لمر پرست ګل د رېښو اوبه ونه څښي، ځکه ورته ډېر زیان رسولای شي. که غواړئ، چې اعصاب مو پیاوړي شي، نو هره ورځ له سهارنۍ وروسته ۲۰ ګرامه د لمر پرست ګل دانې وخورئ. هغه کسان کوم، چې د لمر پرست ګل له دانو څخه ډېره ګټه اخلي، نو په هغې کې به د مینې کچه لوړه وي او حوصله به یې زیاته وي. که څوک غواړي ځان چاغ کړي، نو د لمر پرست له دانو د ګټه اخلي هغه هم سهار او وروسته له غرمې. هغه کسان کوم، چې د لمر پرست ګل دانې خوري، نو ويټامینA، فسفر، فلورین او کلسیم به یې زیات شي او د غاښونو او سترګو لپاره هم ګټورې دي. هغه څوک، چې د لمر پرست ګل دانې خوري، نو معده به یې جوړه وي؛ ځکه د معدې د ځوښ او التهاب ضد دي. که غواړئ مخ مو روښانه، ځلېدونکی او ښکلي وي، نو د لمر پرست ګل دانې میده کړئ او د چینار له پاڼو سره یې وټکوي، سره ګډې یې کړئ او پر مخ مو یې وموښئ، چې دا کولای شي د پوست د ډېرې ښکلا لامل شي. یو څه په یاد ولرئ کله، چې ډېر وږي وئ، نو د لمر پرست ګل له دانو ګټه مه اخلئ، ځکه په هغې صورت کېدای شي د معدې د ستړیا لامل شي او دومره څه ورته ونه رسېږي څومره ته، چې اړتیا لري. M Akbar Haqmal mueenzai

3 COMMENTS

  1. معیزی صاحب سلامونه
    په پښتو کې دې ګل ته مونږ لمر ګلی وایو. هیله کوم د ژباړې په وخت کې د پښتو معیار او معیاري کلیمو لیکلو ته مو په راتلونکي کې پام وي. دا د پاړسي په پېښو باندې کټ مټ یې مه را ژباړه. ستاسو د لا زیاتو ژباړو او لیکونو په هیله.

    په درنښت
    حامد

  2. سلام
    د نيوکې خبره نه ده چې ولې تا لمر پرست ليکلي خو تر کومه ځايه پورې چې په ځينو ليکنو او دخلکو له خولې اوريدلي هغه داد چې لمرپرست ته په پښتو کې ټاپراس واېې.د ټپراس بوتي يا ګل زموږ سيمه کې ډير کرل کيږي

  3. بلی لمر پرست به هغه څوک وه چه نااعوذب الله د الله ج پر ځای به یی په پخوا وختو کی د لمر عبادت کولو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب