دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېسیاست رښتیا هم چل او دوکه ده؟| فضل الربي همت

سیاست رښتیا هم چل او دوکه ده؟| فضل الربي همت

زموږ ټولنه چې ډېره برخه نفوس یې نالوستی دی، سیاست پکې د هر چا د علاقې وړ مضمون دی، دلته پرته له دې چې هر شخص په خپل ورځني ژوند کې د خپل مسلک مطابق عمل او بحث وکړي، ځان د بل هر مسلک په ځانګړي ډول د سیاست کارپوه بولي چې دا ناوړه فرهنګ حتی تر پولې او پټي پورې هم رسېږي، په ورځني ژوند کې موږ او تاسو وینو چې د هرو څو نفرو عادي ناستو او بنډار محور سیاست او سیاسي بحثونه وي، څوک سیاست چل، دوکه، سپین سترګي او فرېب بولي څوک یې قدرت ته د رسېدو هر ډول مشروع او غیر مشروع چاره، ډېری لوستي ان د سیاست محصلانو او په سیاسي چارو کې ښکېلو کسانو هم لاره غلطه کړې وي او په دې اړه یو بدبینانه نظر لري، ځینو به د سیاست په اړه یوه پاڼه هم نه وي لوستې خو دوکې او فریب ته به سیاست وایي. همدا دلیل دی چې د سیاست د حقیقي تعبیر څخه په انحراف مو ځوان سیاسي قشر اصلي لاره کږه کړې او د منفي تعبیرونو د د پلي کولو په نتیجه کې مو ټولنه او ولس دې حالت ته رسولی دی.

 په ټوله کې زموږ د ډېری ځوان قشر په منځ کې د سیاست څخه پوهاوی یوازې د الفت صاحب تر دې تعریف پورې محدود دی چې وایي: 

وایه یو څه، کوه بل څه، له بل نه پوښتنه کوه، پخپله هېڅ مه وایه، په شپه کې د لمر وړانګې ښیه، په ورځ کې د تورتم نښې، که خبر وې ځان ناخبره کړه، که خبر نه وې د باخبرۍ مظاهره کوه، شکرې لکه مرچ خوره او مرچ لکه شکرې.

دا چې په حقیقي توګه سیاست څه ته وایي؟ سیاست ته اړتیا څه ده؟ او زموږ په ټولنه کې ولې د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده؟ دې او نورو پوښتنو ته به په لاندې ډول ځواب وویل شي.

انسان د خپل پیدایښت سره سم په خپله خوښه د یوازیتوب ژوند نه دی غوره کړی، بلکې له پیله د یو بل تر څنګ اوسېدل یې غوره ګڼلي دي. له دې کبله ویلی شو چې انسان ټولنیز او سیاسي حیوان دی. څرنګه چې ټولنه نظم او قانون ته اړتیا لري او پرته له نظم او دسپلین ټولنه خپلې چارې پر مخ نشي بېولی همدا دلیل دی چې هره ټولنه سیاست ته اړتیا لري او وګړي یې باید د نظم راوستو لپاره په سیاسي پوهه سمبال وي، نو ځکه انسانانو د خپل ژوند په دوران کې د سالمو سیاسي لارو چارو پر بنسټ انساني ټولنیزې اړیکې ټینګې کړې دي او د سیاست په کارولو یې په ټولنه کې نظم راوستی دی، که سیاسي پوهه نه وای نو د ټولنې پرمختګ او ټولنیز نظم به نه وای.

د سیاست لپاره د علماوو لخوا تر اوسه داسې جامع او شامل تعریف نه دی وړاندې شوی چې د ټولو لپاره د منلو وړ واوسي خو په ورځني ژوند کې چې موږ هر یو په غیر مسلکي ډول د سیاست لپاره کوم تعبیر او تعریف کوو او په عمل کې یې پلی کوو، حقیقي نه دی. د دې لپاره چې د سیاست په حقیقي مانا پوه شوو د سیاست د تعریف او تحلیل څخه په لاندې ډول یادونه کېږي.

سیاست ته په انګریزي ژبه کې (Politics) وایي چې د یوناني ژبې (Polis) کلیمې څخه اخیستل شوی او د لرغونو یونانیانو له آنده د ښار د نظم اړوند پوهه ده. په لرغوني یونان کې هر ښار د دولت بڼه درلوده نو ځکه دوی سیاست د ټولنیز نظم او دیسپلین په موخه د دولت او حکومت د چارو پوهې ته ویل. په داسې حال کې چې دا ډول تعریف اوس د سیاست پوهنې لپاره د منلو وړ نه دی. اوس د سیاست د علم ساحه ډېره پراخه شوې او د بشري ژوند ټول اړخونه د سیاست تر اغېز لاندې راغلي دي چې په اساس یې ځینې علما سیاست د انساني ټولنې جوړښت او د ټولنې د غړو تر منځ د اړیکو علم بولي، ځینې علما بیا سیاست د ګټو لوبه بولي ځنې بیا سیاست ته د واک او ځواک تر لاسه کولو مشروع او غیر مشروع مبارزه بولي.

خو سیاست فرېب، دوکه، د ګټو لوبه او یوازې د واک لاسته راوړل نه دي بلکې په حقیقت کې سیاست د هېواد د بسیاینې او ټولنیز نظم په موخه هغه سولیز یا غیر سولیز مشرتوب دی چې د وګړو تر منځ پر اړیکو، ډلو او ګوندونو، د هېواد په د ننه کې پر حکومتي چارو او د دولتونو تر منځ پر اړیکو باندې واکمني لري.

په ساده اصطلاح سیاست هغه پوهه ده چې په اساس یې په ټولنه کې نظم او ترتیب منځته راځي او د وګړو ترمنځ د مینې ورورولۍ او یووالي سبب کېږي یا هم هغه پوهه او تدبیردی چې په اساس یې د ټولنې ټولو بدمرغیو ته د پای ټکی کېښودل شي او وګړي یې د امن او ټولنیز اعتدال تر چتر لاندې د بسیا او آرام ژوند ساه واخلي.

تبصره: ځینې لوستونکي ممکن عرض وکړي چې زموږ په ټولنه کې د سیاست په نوم روانې چارې خو د پورته ذکر شوو تعریفونو سره هېڅ سر نه خوري او د سیاست د نوم څخه په ګټې اخیستنې یوازې د شخصي ګټو لپاره، لوبه روانه ده.؟ 

د دوی په ځواب کې باید ووایم چې ستاسو ادعا سمه ده، د تش په نامه سیاسیونو او شل میلیونرانو سیاسي کړنې یوازې د شخصي ګټو په موخه د څلوېښت میلیونو وګړو په سرنوشت لوبه ده او دې لوبې ته په هېڅ صورت سیاست نشو ویلی او هغوی چې د دې لوبې لوبغاړي دي په حقیقت کې د سیاست په الفبا نه پوهېږي.

دا چې زموږ په ټولنه کې ولې په عملي توګه د سیاست د منفي تعبیر فضا حاکمه ده، د دې دلیل دا دی چې زموږ ځوان احساساتي قشر په هر دور کې پرته له دې چې، حقیقي سیاسي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي، فردي او ټولنیز مسؤلیت درک کړي، عقلاني او منطقي فکر وکړي، د ډېرو کوچنیو او محدودې طمعو لپاره یې د منحرف سیاست پلویانو لار تعقیب کړې او د هغوی صفونه یې لا پیاوړي کړي دي چې په پایله کې یې هم ټولنې او هم سیاسي قاموس ته زیان رسولی دی او بالعکس د خپلو ټولو بدمرغیو پړه مو پر نورو اچولې ده.

پورتنیو کرښو ته په کتو موږ ځوان نسل ته لازمه ده څو د مسلکي پوهې د ترلاسه کولو په صورت کې، له ورځنیو موضوعاتو سره د ځان او ټولنې په ګټه د یو مسؤل په توګه برخورد وکړو او د خپل ژوند ورځنۍ چارې په مسلکي توګه مخته یوسو، باور مو باید دا وي چې ځان او ټولنه له روانو بدبختیو راایستلو یوازې زموږ مسؤلیت کېدای شي. 

د ودان افغانستان په هیله

ترتیب کوونکی: فضل الربي همت

۱۳/۴/۱۳۹۹ جمعه

افغانستان کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب