شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان: کوویډ ۱۹ ناروغي لا هم په شدت خپرېږي

د روغتیا نړیوال سازمان: کوویډ ۱۹ ناروغي لا هم په شدت خپرېږي

خبریال: امین حسن (سې شنبه، د سرطان ۱۰)  د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس ادانوم جېبرېسوس ویلي چې د کوويډ ۱۹ ناروغي لا هم مخ په ډیریدو ده او رښتیا دا دي چې نه یوازې کوویډ ۱۹ ناروغي بلکې نورې وبايي ناروغۍ په ټوله نړۍ کې مخ په ډیریدو دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ډبلیو اېچ او یوه ویډيو خپره کړې چې په کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادانوم یوه خبري کنفرانس ته په وینا کې په همدې خپره ټيڼګار کوي چې کورونا وایرس لا هم د خپریدو په حال کې دی او رښتیا همدا دي چې په ټوله نړۍ کې دا وبا ښه په شدت خپریږي.

تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې پر کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۰،۱۵۴،۹۸۴ تنو او له یادې ناروغۍ څخه د مړینو شمېر ۵۰۲،۰۴۸ تنو ته رسیدلی دی.

په افغانستان کې بیا تر تراوسه له کوویډ ۱۹ ناورغۍ څخه د رغیدلو کسانو شمېر ۱۳،۹۳۴ تنو ته رسیدلی، خو په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۱،۲۳۸ تنه دی او د مړینو شمېر یې تر دا مهاله ۷۳۳ تنو ته رسیدلی چې دا ارقام د بدلېدو په حال کې دي.

که څه هم د نورې نړۍ په پرتله په افغانستان کې قرنطین او بندیزونه نرم دي خو په ټول هېواد کې د دولت له خوا ټولې تعلیمي ادارې لا هم په بشپړ ډول بندې دي.

خو وسله والو طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې تر خپل کنترول لاندې سېمو کې ښوونځي پرانیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب