که جګړې ته عادلانه او یا بل هر نوم ورکړو، بیا هم جګړه ستر بشري ناورين رامنځ ته کوي او د یوه هېواد ټوله بشري او مادې هستی زیانمنوي.
بېلګې يې په تاریخونو کې ډېرې زیاتې دي. لومړۍ نړیواله جګړه ( د ۱۹۱۴م کال د جولای له ۲۸مې- د ۱۹۱۸م کال د نوامبر تر ۱۱مې)، دويمه نړیواله جګړه (د ۱۹۳۹م کال د سپټمر له لومړۍ- د ۱۹۴۵م کال د سپټمبر تر دویمې) د امریکا د متحدو ایالتونو او ویتنام تر منځ جګړه (د ۱۹۵۵م کال د نوامبر له لومړۍ- د ۱۹۷۵م کال د اپرېل تر ۳۰مې).
نشنل جیوګرافیک په یوه معلوماتي انفوګرافیک کې وايي د ویټنام په جګړه کې ۵۸۲۲۰ امریکایان هم وژل شوي وو.
د امریکا او ویتنام تر منځ جګړې ته د ویتنامیانو له پاره د عادلانه جګړې نوم ورکوي، خو که اوس هم ورته پام وکړو تر اوسه د جګړې له امله د ویتنامیانو ټپونه نه دي روغ شوي او د جګړې د زیانونو له امله کړېږي.
که د جګړې د زیانونو په منلو سره بیا هم کوم مشر جګړې ته زړه ښه کوي او غواړي خپلې ستونزې د جګړې له لارې حل کړي او یا په زور د جګړې کولو له پاره ور کشول کېږي، په هغه صورت کې اړینه ده چې مشر خپل ټول مادي او معنوي قوت سره یوموټي کړي او بیا جګړې ته ور دننه شي او کوښښ وکړي چې د جګړې د اوږدیدو مخه ونیسي.
که جګړه اوږدېږي د هېواد خزانې تشېږي، وسلې له منځه ځي، پڅېږي او سرتېري ستړې کېږي. په ویتنام کې د امریکایانو د ماتې یو علت د جګړې اوږدیدل وو.
د دې له پاره چې یو مشر په جګړه کې بری ترلاسه کړي او د جګړې د اوږدیدو مخنیوی وکړي، یوه غښتلي وسله وال پوځ ته اړتیا لري، ځکه له یوه ملي وسله وال پوځ پرته به به هېڅ هېواد په امن کې نه وي.
هغه هېواد چې خپلې ملي لښکرې او هغه زړورتیا چې د یوه هېواد د ساتنې له پاره اړینه ده ونه لري، خپل ځان دې خپل بخت ته وسپاري. نو ځکه اړینه ده چې مشر یا واکمن په خپله د وسله والو ځواکونو مواظبت او څارنه پر غاړه واخلي، په ملي روحیه يې وروزي او هغه چا ته يې چارې وسپاري چې قانون، هېواد او خلکو ته وفادار او ژمن وي.
د غښتلو او پر ځان باوري وسله والو ځواکونو د جوړولو له پاره د غښتلي اقتصاد، مډرنو او د ورځې له موډ سره برابرو وسلو او تجهیزاتو، ښې او دوامداره ښوونې روزنې، اوسپنیز ډسپلین مورال او د لوړې انګېزې تر څنګ هوښیارو، زړورو او په هېواد مئینو قوماندانانو ته اړتیا وي.
په جګړه کې د قوماندانو د رول په هکله ناپلیون بوناپارت به ویل:
«زه له هغه لښکر څخه نه بېرېږم چې سرتېري يې زمریان، خو قوماندان يې سیرلکی وي. بلکې له هغه لښکر څخه ډېر بېرېږم چې سرتېري يې سیرلکي، خو قوماندان يې زمری وي.»
له دې سره اړینه ده چې په پوځي هنر پوه قوماندان د دې له پاره چې مخکې له جګړې او د جګړې په درشل کې خپل سرتېري ښه وروزي او په جګړه کې یې ښه استعمال کړي، ځینې ځانګړنې لري او بې له هغو ځانګړنو که قوماندان نیمګړی وي او د بریالیتوب تمه دې نه کوي.
د یوه قوماندان له پاره اړینه ده چې د خپلو مادونانو ملاتړ او باور تر لاسه کړي. قوماندان د خپلو مادونانو باور او ملاتړ په هغه صورت کې تر لاسه کولای شي چې نورو ته د انصاف، انسانیت، زړورتیا، جدیت، ډسپلين بېلګه وي.
پوځي کارپوه تومو ( ۸۰۳ – ۸۵۲ میلادي ) به ویل:
«که قومندان هوښیار وي، تل به پر وضعیت حاکم او پر خپل وخت به عمل کوي. که عادل وي مادونان به يې د ده پر مکافاتو او مجازات باور لري. که انسانیت ولري، پر خپلو مادونانو به ډیر ګران وي او امر به يې بې له ځنډه اجرا کوي. که زړور وي فرصت به له لاسه نه ورکوي او بری به ګټي. که دی باډسپلینه وي هرو مرو به یې مادونان هم باډسپلینه وي.»
پوځي کار پوه شان پا اوهسو وايي:
«که قوماندان زړور نه وي، نه شي کولای چې پرشکونو لاسبری شي او سترې طرحې عملې کړي.»
که قوماندان ښه نه وي روزل شوي په جګړه کې زړه نازړه او وارخطا کېږي، کله چې له دښمن سره مخامخېږي، مخکې له مخکې له پښو لوېږي. د جګړې هنر یوازې پر زور او وسلو اتکا نه کوي، بلکې د جګړې پر هنر پوه قوماندان د دښمن په مقابل کې داسې حرکات ترسره کوي، لکه که دی نېږدې وي دښمن فکر وکړي چې دی لیرې او که دی لیرې وي، دښمن فکر وکړي چې دی نېږدې دی. په جګړه کې د دښمن تېر ایستل او دوکه کول هم د پوځي هنر یوه برخه ده. مسلمانانو به هم په غزاګانو کې خپلې ږیرې په تور رنګ رنګولې تر څو دښمن فکر وکړي چې دوی ټول ځوانان دي.
امیر عبدالرحمن خان به ویل:
«کله چې په جګړه کې دوه لښکرې سره مخامخ کېږي داسې وي لکه دوه غرونه چې یو له بل سره سرونه جنګوي، نو که قوماندان ښه نه وي روزل شوی وارخطا کېږي او خپل پوځ له تباهۍ سره مخ کوي.»
هغه قوماندان چې په جګړه کې تل په راایستلې توره حساب کوي، ښه قوماندان نه دي.
ښه قوماندان هغه دی چې د دښمن پلانونه په نطفه کې ورشنډوي، اتحادونه او تړونونه يې له منځه وړي. په جګړه کې زغم، احتیاط او تدبیر هم د قوماندان ځانګړنې دي.
که قوماندان زغم ونه لري، بیړه وکړي بې له احتیاط او تدبيره پر دښمن قومانده ورکړي. بې له دې چې خپل لښکر د نابودۍ کندې ته ور ټیل وهي بل څه لاس ته نه شي راوړلای.
اوسپنیز امیر عبدالرحمن خان به د ښه روزل شوې قوماندان په هکله ویل:
«ښه روزل شوی قوماندان د غره په شان وي، څوک چې له غره سره ډغرې وهي بې له دې چې خپل سر مات کړي، بل څه لاس ته نه شي را وړلای.»
نوموړی زیاتوي: «زړور قوماندان خپل سرتېري د خپل ځان په څېر هم زړور روزي او په جګړه کې يې بری ته چمتو کوي.»
د یوه روزل شوي قوماندان له پاره عدالت ډېره غوره ځانګړنه ده. که قوماندان عادل وي د مکافاتو او مجازاتو پر وخت تل له عدالت څخه کار اخلي. مکافات او ترفېع د ښه خدمت په بدل کې ورکوي. که چیرې عدالت ته پاملرنه ونه کړي د مادونانو تر منځ خپل باور له لاسه ورکوي او لښکر بې نظمه کېږي.
ناپلیون بوناپارت به ویل:
«د یوه لښکر له پاره داسې قوماندان ته اړتیا وي چې په پوځي هنر پوه، زړور، عادل او پر خپلو مادونانو ګران وي. قوماندان باید د خپلو مادونانو سره د پلار او زامنو په څېر اړیکې ولري، خو د دښمن له پاره په دښمنۍ کې باید له فولادو هم کلک وي.»
یو قوماندان باید ترفېع یوازې د وړتیا له مخې خپلو مادونانو ته ورکړي، بېځایه او بې له وړتیا ترفېع ورکول نظم له منځه وړي.
د غزنويانو د واکمنۍ پر مهال به يې هغه چا ته ترفېع ور کوله چې په جګړه کې به يې له ځانه وړتیا وښوده. د همدې عدالت له مخې وو، چې د سومانات له جګړې بریالي را وګرځېدل.
په پوځي هنر پوه قوماندان یوازې د خپلو مادونانو قوماندان نه، بلکې د دوی ښوونکی، راهنما، دوست او ملګری، خواخوږی، مشر ورور، امر او قوماندان وي. که دغه اوصاف ونه لري مادونان ور باندې باور نه کوي او بری به د ده په برخه نه وي.
پایله دا ده چې د قوماندان په روزلو او ټاکلو کې شخصاً د هېواد اعلی سرقوماندان باید له ډېر احتیاط کار واخلي. هغه څوک وټاکي چې په پوځي هنر پوه او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.
د تیموچن(چنګېز) بریالیتوب په دې کې و، چې د قوماندانانو په روزلو او ټاکلو کې به يې ډیر دقت کاوه.
په جګړه کې هغه قوماندان بریالی کېږي چې:
– په دې پوه شي، څه وخت په جګړه لاس پورې کړي او څه وخت له جګړې ډډه وکړي.
– د دې وړتیا ولري چې څرنګه له واړه او څرنګه له یوه ستر جزوتام څخه ګټه پورته کړي.
– هغه قوماندان چې پر خپل وخت اغېزناک کارونه تر سره کړي.
– هغه قوماندان چې خپل لښکر د یوه واحد هدف له پاره متحد کړي.
– هغه قوماندان چې له کمو امکاناتو ډیره ګټه پورته کړي.
– هغه قوماندان چې معقول احتیاط وکړي.
– هغه قومندان چې پر زیانګالي (اسیب پذیره) دښمن پر خپل وخت برید وکړي.
-، هغه قوماندان چې هر وخت د دښمن د احتمالي برید په تمه وي.
– هغه قوماندان چې د اميرانو له لاسوهنې خوندي وي.
– هغه قوماندان چې تل د خپلو ځواکونو او د دښمن په هکله کره معلومات ولري.
– هغه قوماندان چې د جګړې په هنر پوه وي.
– هغه قوماندان چې هر چا ته د هغه له وړتیا سره دنده وسپاري.
– هغه قوماندان چې په خپلو وسلو ښه بلد او د ښه استعمال وړتیا يې ولري.
له ټولو څخه ډیر اړین د قوماندان لوړ مورال، پوځي پوهه، زړورتیا، پاکي، قانون ته اطاعت، کلک هوډ، پر بریا باور، له دښمن سره نه پخلا کېدونکی، صادق، په پرسونل مهربان، خپلې روغتیا ته پام لرونکی، لوړه انګېزه، د خپلو خلکو او هيواد سره مینه دي او په ټوله کې د ښه قوماندان د بریالیتوب رازونه او ځانګړتیاوې دي.